لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ماشوم ته د مور شېدې تر بل هرڅه زیاتې ګټورې دي


د روغتیا نړیوالې ادارې او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې په ۱۹۹۱ م کال کې د ماشوم دوسته روغتونونو تګلاره غوره کړه چې له مخې یې نوې میندې هڅول کیږي چې ماشومانو ته خپلې شېدې ورکړي.

یادو ادارو وغوښتل دغه پروګرام نور هم پراخ او وغځول شي تر څو ماشومانو ته د میندو د شېدو ورکولو پروګرام په ټولو روغتونونو کې پلې شي.

د روغتیا د نړیوالې ادارې (ډبلیو اچ او) د تغذي (نیوټرېشن) د څانګې مشر لارینس ګرومر سټران وايي، د لسو مادو په دغې تګلارې کې روغتونونو ته لارښونه شوې چې مېندو او ماشومانو ته څه ډول خدمات ترسره کړي.

"ددغه لارښود له مخې باید مور او ماشوم د یو بل ترڅنګ وساتل شي. ماشوم ته باید له زېږېدو څو دقیقې وروسته د مور شېدې ورکړل شي. د پوډري شېدو له ورکولو باید ډډه وشي مګر دا چې کوم دلیل موجود وي. دا کار باید له ټولو ماشومانو سره وشي که هغه روغ، ناروغ او یا کم وزنه وي. "

نوموړی وایي، په ګرده نړۍ کې یواځې ۴۰ فیصده له شپږ میاشتنۍ څخه کم عمره ماشومانو ته په سمه توګه د مور شېدې ورکړل شویدي.

ده امریکا غږ ته وویل، په افریقا کې دا ډول ماشوم دوسته روغتونونه کم یعنې یواځې څلور فیصده دي او دا یوه اندېښنه ده ځکه میندې خپلو ماشومانو ته د شېدو ورکولو له ګټې ناخبره پاتې کېږي.

ښاغلي ګرومر سټران وړاندې وویل:

"مونږ ټول په دې باور یو چې ماشوم ته د مور د شېدو په ورکولو سره د ماشومانو د مړینې کچه کمیږي. "

روغتیا پوهان وايي، ماشومانو ته د مېندو د شېدو ورکولو ډېرې ګټې دي.

د مور شېدې ماشومان له مکروبي ناروغیو ژغوري او په دې توګه د ماشومانو د مړینې کچه کمېږي.

همدارنګه ماشوم ته د مور د شېدو له ورکولو سره د ماشوم زهني قوت (آی کیو) ښه کیږي او په راتلونکې کې له چاغۍ څخه هم بچ کیږي.

ددې ټولو ترڅنګ مور خپل ماشوم ته د شېدو په ورکولو سره د سینو له سرطان یا کېنسر څخه هم ژغورل کیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG