لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو د طالبانو نه غوښتنه کړې چې زر تر زره دې په جينکو او ښځو لګولي بنديزونه لرې کړي


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر وولکر ترک
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر وولکر ترک

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر وولکر ترک په افغانستان کې د ښځو او جينکو په اړه په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د سختو تګلارو خوفناکې نتيجې غندلي او د هېواد واکمنو طالبانو څخه يې غوښتي چې زر تر زره په جينکو او مېرمنو لګول شوي بنديزونه دې لرې کړي.

په افغانستان کې د بشري حقونو فعال او د اقتصادي چارو پوهان وايي که چري طالبان دغو پرېکړو ته دوام ورکوي نو دا به د نړيوالې ټولنې او د طالبانو ترمنځه واټن نور هم سېوا کړي او ناوړې پايلې به يې د هېواد اقتصاد او د افغانانو ژوند نور هم اغېزمن کړي.

د نړيوالو مطبوعاتي راپورونو ترمخه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر وولکر ترک ويلي چې په جينکو او مېرمنو لګول شوي بنديزونه به نه يوازې د افغانانو ستونزې سېوا کړي بلکې ويره لري چې د افغانستان د پولو اخوا به هم يو خطر جوړ کړي.

په افغانستان کې مېشت د بشري حقونو فعال امين الله احساس وي او ای ډيوه ته وايي دا ډېره مهمه خبره ده چې طالبان جينکو ته خپل اساسي، مذهبي او بشري حق ترلاسه کولو اجازه ورکړي.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې هغه وويل " که مونږه ګورو نو د اسلامي امارت په دغه پرېکړه پراخه غبرګونونه په ملکي او بهرني کچه درلودل، زما مالومات دا دي چې اسلامي امارت مطلق اکثريت چارواکي هم د جونو د زده کړو د پابندۍ خلاف دي او دوی موافق دي چې بايد جونې زده کړې وکړي".

په افغانستان کې واکمنو طالبانو د دسمبر په 24مه په هېواد کې مېرمنو باندې د غېر سرکاري ادارو يا اېن جي اوز سره په کار کولو بندېز لګولی دی.

طالبان وايي په بهرنیو امدادي ادارو کې کارکوونکو افغان مېرمنو د اسلامي حجاب خیال نه ساتلو.

له دې وړاندې د دسمبر په 20مه د طالبانو لخوا د جينکو په پرمخ د پوهنتونونو دروازې هم تړلی شوي دي.

امين الله احساس زياته کړه که چرته طالبان خپلو پرېکړو ته دوام ورکوي نو دا به د طالبانو او نړيوالې ټولنې ترمنځه فاصله نوره سېوا کړي او خراب اثر به يي په افغان ولس پرېوځي.

د نوموړي وېنا وه چې د طالبانو او نړيوالو ادارو ترمنځه چې د کار په سر مشکلات سېوا کېږي او دغه ادارې په افغانستان کې کار بندوي نو دا په افغانستان کې په يقيني توګه په اقتصاد او خلکو په لوږه او فقر نور هم منفي اثر وکړي او کچه به يې سېوا شي.

اين جي اوز کې د ښځو په کار کولو د بندېز په عکس العمل کې کې څلورو مرسته کوونکو غېر دولتي نړيوالو ادارو په افغانستان کې خپل فعاليتونه ځنډولي دي.

په افغانستان کې مېشت د اقتصادي چارو کار پوه امين ستانکزی وي او ای ډيوه ته وايي هېواد د اقتصادي بحران سره مخ دی او که چري مرسته کوونکې ادارې خپلو فعاليتونو ځنډولو ته دوام ورکړي او د نغدو پېسو رالېږل ودرول شي نو دا به د افغانۍ ارزښت ډېر متاثره کړي او په هېواد کې به د ګرانۍ سبب وګرځي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وويل، " افغانستان ته د ډالرو راتګ او دلته د ډالرو معاملې ترسره کول، دا دوه درې عوامل لري مثلا نړيوالې مرستې دي، سوداګري او صادرات دي، مونږه خو د سوداګرۍ او صادراتو نه خو پاتې يو او يوازې دغه بشري مرستې وې نو هغه هم په دغه پرېکړه متاثره کيږي".

ښاغلي ستانکزي دا هم وويل هغه اين جې اوز چې ورته پېسې راتللې هغه بندېږي نو چې دغه ادارې او مرستې وتړل شي نو ضرور به د افغانۍ په ثبات خراب اثر ولري.

افغان طالبانو په هېواد کې د منځنۍ درجې ښځينه زده کوونکو په تعليم هم بندېز لګولی دی چې په نړيواله کچه ورته پراخه غبرګون ویل شوی نړيواله ټولنه د طالبانو څخه غوښتنه کوي چې مېرمنو ته دې د تعليم او کار کولو اجازه ورکړي.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG