لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

متحده قومونه: روس دې په یوکرېن د حملو لړۍ ودروي


مېرمن مېشل په روس دا غږ په داسې حال کړی چې يوکرېن د روس په ضد د جنګ په شپږمه مياشت کې داخل شوی او د روس د ولقې لاندې د يورپ ترټولو لويې ايټمي پلانټ ژاپورېژيا سره نزدې د بريدونو د لاسه د ممکنه حادثو خطر نړۍ اندېښمنه کړې ده
مېرمن مېشل په روس دا غږ په داسې حال کړی چې يوکرېن د روس په ضد د جنګ په شپږمه مياشت کې داخل شوی او د روس د ولقې لاندې د يورپ ترټولو لويې ايټمي پلانټ ژاپورېژيا سره نزدې د بريدونو د لاسه د ممکنه حادثو خطر نړۍ اندېښمنه کړې ده

متحده قومونو په روس غږ کړی چې په يوکرېن دې د بريدونو لړۍ ودروي بلخوا امريکا د يوکرېن د آزادۍ په ورځ جنګ ځپلي هېواد سره د درې بیلين ډالرو پوځي امداد اعلان کړی دی چې کییف سره د واشنګټن د پوځي مرستې تر ټولو درنه کڅوړه ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څآر مشرې مېشل بېچلېټ د زيارت په ورځ د روس په صدر ولادي مير پوټن غږ کړی " په يوکرېن دې وسله وال بريدونه تم کړي"

مېرمن مېشل په روس دا غږ په داسې حال کړی چې يوکرېن د روس په ضد د جنګ په شپږمه مياشت کې داخل شوی او د روس د ولقې لاندې د يورپ ترټولو لويې ايټمي پلانټ ژاپورېژيا سره نزدې د بريدونو د لاسه د ممکنه حادثو خطر نړۍ اندېښمنه کړې ده.

روس او يوکرېن دواړه په يو بل د دغې جوهري پلانټ سره نزدې د بريدونو تورونه لګوي بلخوا د ايټمي انرجۍ د څار نړيوالې ادارې چارواکي وايي‌ د دوي څارونکي چمتو دي چې د دغې جوهري بټۍ جاج واخلي.

بلخوا د يوکرېن چارواکو دعوی کړې د هېواد د آزادۍ په ورځ په چېپلېن ښارګوټي کې د روس په راکټي بريدونو کې د يو ماشوم په ګډون ۲۵ کسان وژل شوي دي.

د امريکې خارجه وزير اېنتوني بلنکن په يو ټويټ کې ويلي

"د روسي پوځونو لخوا د يوکرېن په يو ټرېن سټېشن د ميزايلي بريدونو لړۍ چې پکې عام ملکي کسان وژل کېږي مونږه به د خپلو ملګرو تر څنګ د روس په ضد د يوکرېن سره ودريږو او د روسي چارواکو احتساب به کوو"

د امريکا صدر جوباېډن د يوکرېن د آزادۍ په ورځ د يوکرېن د پاره د نورو درې اربه ډالرو پوځي مرسته اعلان کړه او وېل ننۍ ورځ د ماضي په اړه د دستورو ترڅنګ د راتلونکي وخت د هغه ژمنو ورځ هم ده چې يوکرېن يو خپلواکه آزاد هېواد دی.

نوموړي باېډن په دې موقع د يوکرېني وګړو د مړانې ستاينه کړې چې د روس په ضد له تېرو شپږو مياشتو رهسې جنګېږي.

بلخوا د يوکرېن صدر ذيلنسکي د خپل هېواد د آزادۍ په ورځ ملګرو ملتونو ته وېنا هم کوي.

يوکرېن د نن نه درېرش کاله وړاندې په کال ۱۹۹۱م کې د اګست په ۲۴مه نېټه د هغه وخت د روس د شوروي اتحاد نه آزادي ترلاسه کړې وه. په دغه کال د روس شوروي اتحاد مات شوی و او ګڼ شمېر نورو رياستونو ترې هم آزادي اخيستې وه.


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG