لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ملگرو ملتونو مشر وايي نړیوال مشران دې د موسمي بدلون په اړه عملي گامونه واخلي


گوټیریس ویلي دی چې د سائنس ټولنې د موسمي بدلون خلاف د هلو ځلو یوه لاره ښودلې ده. او دالاره نړیوال درجه حرارت یو اشاریه پنځه ډگري سینټي گریډ پورې ساتل دي. او د کال دوه زره پنځوست پورې د کاربن اخراج کې توازن راوستل دي

د ملگرو ملتونو د موسمیاتو د پنځویشتمې غونډې د شروع کېدو نه وړاندې د ملگرو ملتونو سېکرېټري جنرل اېنټونیو گوټېرس د ځوان کول هلې ځلې وستایلې او ویې وېل پکار ده چې سیاسي مشران هم په دې لړ کې عملي گامونه پورته کړي.

د سپېن په مېډرېډ ښار کې غونډه کې د امریکې په شمول یو شمیر هېوادونه برخه اخلي چې د نړۍ د موسمي بدولون ته کتنه وکړی.

د ملگرو ملتونو سر منشي اېنتونیو گوټېرس وویل ځوان کول د خلکو د بیدارۍ او رهنمايي کولو ډیره په زړه پورې ښودنه کړې ده.

سیکرېټري جنرل د عملي گامونو نه پورته کولو په وجه په سیاستدانانو نیوکی هم وکړې او ویې وېل کاربن باندې ټیکس لگول، تیلو ته ورکړل شوې رعایتونه ختمول، د کال دوه زره شلم نه ور اخوا د کویلې بجلي گرې نه جوړول، د خلکو په امدن د ټیکس په ځای د کاربن نه په گټې ټیکسونه لگول او د خلکو په ځای په خیچنوالي سیوا کولو ټیکس لگولو لپاره د سیاسي عظم ضرورت دی.

د ملگرو ملتونو مشر وویل "مونږ ته د مزکې نه د گیس او تیلو د راوستلو کار بندول پکار دي او د دې په ځای د بیا استعملیدونکي او په قدرتي توگه موجود د تواناېې استعمال سیوا کول پکار دي."

که هرڅه ډیر نړیوال مشران د خیچنوالي د کمي لپاره زباني بیانونه خو ورکوي دوی عملي گامونه نه پورته کوي. د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ په ډاگه د موسمیاتو ساینس رد کړی دی او د کویلې او د نورو خیچنوالي پیدا کوونکو کارخانو مرسته کوي.

گوټېرس د عملي گامونو نه پورته کېدو په صورت د بدو اثراتو په اړه خبرداری ورکړو. "مونږ په دې وخت د موسمیاتو نړیوال کړکیچ سره مخ یو، او د بیرته راستنیدو لار نه ښکاریږي او دا زمونږ اړخ ته راتلونکې ښکاره زیان دې."

گوټیریس ویلي دی چې د سائنس ټولنې د موسمي بدلون خلاف د هلو ځلو یوه لاره ښودلې ده. او دالاره نړیوال درجه حرارت یو اشاریه پنځه ډگري سینټي گریډ پورې ساتل دي. او د کال دوه زره پنځوست پورې د کاربن اخراج کې توازن راوستل دي. او د کال دوه زره لسم په مقابله کې تر کال دوه زره دیرشم پورې چاپیریال ته زیان رسونکي گیسونه تر پنځه څلویښټ في صده پورې راکمول دي. دا غوښتنه کړې چې هیوادونه دې تر دې اهدافو ترلاسه کولو پورې ځان وساتي.

په مېډرېډ کې د موسم په اړه غونډه په داسې حال کې کېږي چې د سویډن سره تعلق لرونکي د موسم ساتنې فعالا گریټه تهنبرگ د اټلانټک سمندر په بل ساحل په شمالي امریکا کې وه.

د ملگرو ملتونو دا غونډه په چلی هېواد کې کېدونکې وه چې په ناڅاپه ډول سپېن ته منتقل کړی شوه. چاپیریال ته د جهازونو دلاسه د نقصان په سبب تهنبرگ په سمندري جهاز کې شمالي امریکې ته تللي وه خو هغه به اوس بیا د مېډرېډ ته ځان د سولو کوښښ کوی.

تهنبرگ د موسمي بدلون په اړه د وینا په ځای د عملي گامونو پورته غوښتنه کوي. "د واک اختیار خاوندان لکه سیاستدانان ماسره تصویر وباسل غواړي، دغسې د موسمیاتو په اړه نورو ایکټوسټانو سره هم د تصویرانو ویستلو خواهش لري ځکه چې دوي ځانونه ښه ښودل غواړي لکه چې خلکو ته وواېي چې دوي د وسني ځوان کول، د دنیا او د راتلونکو نسلونو د مستقبل ډیره پروا کوي. "

په وروستیو کې ځوان کول په ټوله نړۍکې احتجاجونه شروع کړي دی او دوي غوښتنې کوي چې هغه پالیسۍ بدلې کړي شي د کومې د لارې چې زیاني گیسونه دنیا ته نقصان رسوي او د توانايي پاک صفا لارې اختیار کړل شي.

د بیا استعمالیدونکي تواناېۍ د یوې ادارې سره کار کونکی ریوټا نگاشیمه وایي دوي د موسمي بدلون حالات په خپلو سترگو ویني. "مونږه ځوان کول د پیدا کیدو سره سم د موسمي بدلون د ستونزو سره مخ شوي یو."

XS
SM
MD
LG