لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو د افغان خبریالانو په خبري غوڼده د طالبانو د پابندۍ غندنه کړې


ملګرو ملتونو او مطبوعاتو د ازادۍ دپاره کار کوونکو فعالانو د افغان خبریالانو په خبري غونډه د طالبانو د بندیز غندنه کړې ده. طالبانو ویلي د خبري غونډې دپاره اجازت نه و اخیستل شوی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما په ټوېټر پېغام کې وویل مطبوعات د خبري غونډې نه منع کول د رای په ازادۍ د تشویش وړ قدغن دی.

یوناما وویل په ځای د دې چې طالبان هغه خلک خاموشه کړي چې د دوی نه مختلف نظر لري پکار ده چې د افغانانو ترمنځ مکالمې ته وده ورکړي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه په افغانستان کې د خبریالانو او د مطبوعاتو د کارکوونکو دپاره د حالاتو په اړه د خپلې سروی ای نظر پوښتنې نتېجې شریکولو دپاره د افغانستان فېډرېشن اف جرنلسټس اېنډ میډیا مامورینو د شورو، چهارشنبې، په ورځ د خبري غونډې تابیه کړې وه خو طالبانو پې غونډه وځنډوله.

د فېډرېشن غړي علي اصغر اکبرزاده ځايي مطبوعاتو ته وویل طالبانو ورته دا هم وویل چې د اطلاعاتو او د ثقاقت د وزارت د اجازت نه بغیر به په اینده کې هم خبري غونډه نه کوي.

د انساني حقونو نړیوالې ادارې اېمنېسټي انټرنېشنل وویل طالبان معلوماتو ته په رسای قدغنونه لګوي او دا په صحافت بې درېغه حمله ده.

اېمنېسټي په ټوېټر خپل پېغام کې وویل نړۍ د افغانستان د حالاتو نه خبرولو کې مطبوعات بنیادي کردار ادا کوي او پکار ده چې خبریالانو ته د کار ازادي ورکړی شي.

په مطبوعاتي نظر ساتوونکي ادارې "فري سپيچ هب" هم د طالبانو د ګام غندنه وکړه او ویې وېل دا د طالبانو د هغه لوظ هم خلاف ورزي ده چې وايي دوی به د بیان د ازادۍ احترام کوي. طالب ترجمان بلال کریمي دا خبره رد کړه چې طالبان په مطبوعاتو پابندۍ لګوي.

کریمي وي او ای ته وویل چې د خبریالانو یو فېډرېشن په فعالا ډول په کابل کې کار کوي او طالبان د فېډرېشن او په کې د نماینده تنظیمونو مرسته کوي. هغه د خبریالانو د خبري غونډې د ځنډول کېدو په باره کې نېغ په نېغه خبره ونکړه.

کریمي وویل خبریالان باید چې د فېډرېشن د موجوده قوانینو سره سم چلند وکړی.

د وي او ای رپورټ وايي که څه هم طالبانو لوظ کړی چې د مطبوعاتو د ازادۍ تحفظ به کوي خو ناقدین وايي طالبانو د واکمنېدو نه پس مطبوعاتو دپاره حالات خراب شوي او د خبریالانو ویرول او په ضد یې په تشدد کې اضافه شوي ده.

د خبریالانو د تحفظ او مطبوعاتو د ازادۍ دپاره کار کوونکي ادارې رپورټرز ود اوټ بارډرز د ډسمبر په میاشت کې د یو سروی یا نظر پوښتنې جاري کړې چې پکې وویل شوو چې طالبانو د واکمنېدو نه پس د افغانستان 40 فیصد مطبوعاتي ادارې بندې شوي دي او 80 فیصد ښځینه صحافیانو صحافت پرېښودی دی.

دغه سروی چې د افغان اېنډيپېنډنټ جرنلسټس اېسوسي اېشن سره په شریکه ترسره شوي ده، وايي په سرښار کابل او د افغانستان په نورو برخو کې خبریالانو دپاره حالات د خطرو نه ډک شوي دي.

د وي او ای رپورټ وايي طالبانو د انتقامي ګامونو د ویرې او یا په مسلک د بندیزونو له امله ګڼ شمېر خبریالان د افغانستان نه وتلي دي.

د وي او ای رپورټ وايي طالبانو د مطبوعاتو دپاره نوي قوانین جاري کړي او غواړي چې مطبوعات دې د شریعت د دوی د تشریح دلاندې کار وکړي.

د سروی ترمخه طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس 6400 خبریالانو او د مطبوعاتو کارمندانو د خپل مسلک نه لاس په سر شوي دي.

څېړوونکي وايي ګڼ شمېر مطبوعاتي ادارو د ملک دننه او د بهر نه مالي مرستې ترلاسه کولې چې افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا وروسته ودرېدلي دي چې له امله یې ګڼ شمېر مطبوعاتي ادارې د مالي مشکلاتو سره مخامخ شوي او خبریالانو یې دندې پرېښي دي.


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG