لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه وايي په دوحه کې د افغانستان په اړه د غونډې په اېجنډا يې د طالبانو سره خبرې کړي دي


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستې دفتر یوناما مشرې روزا اوتنبایوا د طالبانو خارجه وزیر ملا امیر خان متقي سره په کابل کې ولېدل او د دوځې غونډې د اېجنډې په معامله يې ورسره خبرې وکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستې دفتر یوناما مشرې روزا اوتنبایوا د طالبانو خارجه وزیر ملا امیر خان متقي سره په کابل کې ولېدل او د دوځې غونډې د اېجنډې په معامله يې ورسره خبرې وکړي.

ملګرو ملتونو د جمعې په ورځ د افغانستان د واکمنو طالبانو مشرانو ته وویل په دوحه، قطر، کې د افغانستان په اړه د دوه ورځنۍ غونډې اجنډې ته حتمي شکل په ورکولو کار کوي او هدف یې دا دی چې اېجېند ټولو خواو ته د منلې وړ وي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستې دفتر یوناما مشرې روزا اوتنبایوا د طالبانو خارجه وزیر ملا امیر خان متقي سره په کابل کې ولېدل او د دوځې غونډې د اېجنډې په معامله يې ورسره خبرې وکړي.

متقي سره د اوتنبایوا د ملاقات وروسته، د متقي دفتر په یو بیان کې وویل دواړو خواو د جون په دریشمه نېټه په دوحه کې د ملګرو ملتونو په انتظام کېدونکي غونډې په اړه خپل خپل فکر او په ضروري رابطه کارۍ په تفصيل د خیالاتو تبادله وکړه. قطر به د افغانستان په موضوع د غونډې کوربتوب کوي.

غونډه د دوحه تري یا دوحه دریم په نوم بلل کېږي چې د افغانستان په اړه به په دوحه کې کېدونکي دریمه ناسته وي.

دا غونډه د هغه کوښښونو برخه ده چې د ملګرو ملتونو مشر اېنټونیو ګوټېرېس د افغانستان دپاره د مختلفو ملکونو د خصوصي استازو سره په همکارۍ شروع کړې چې دا ډول د طالبانو د واکمنۍ دلاندې افغانستان ته د لاس رسي موثره لارې ته وده ورکړی شي، په داسې حال کې چې افغانستان د انساني بحران، اقتصادي مشکلاتو او د انساني حقونو د ستونزو سره مخامخ دی.

د طالبانو د خارجه وزارت بیان وویل د متقي سره د ملاقات په شروع کې اوتنبایوا وویل د هغې ټیم د دوحه د غونډې په اړه د داسې ډول اېجنډې د ترتیبولو کوښښونه کوي چې ټولو فریقېنو ته به د قبلولو وړ وي.

بیان وویل مقتي د غونډې د اېجنډې په اهمیت ټینګار وکړو چې ټولو خواو ته به د منلو وړ وي او لوظ یې وکړو په دې معامله به د اړونده ډلو سره نږدې همکاري کوي.

ملګرو ملتونو متقي سره د اوتنبایوا د ملاقات په اړه په سمدستي ډول څه و نه وېل.

اوتنبایوا د متقي سره ملاقات په داسې حال کې کړی چې د ملګرو ملتونو نه غوښتنې زیاتې شوي چې د دوحه په غونډه کې دې د افغان مېرمنو شرکت یقیني کړي او د ښځو او جینکو د حقونو په اړه بحث ته دې مرکزي ځای ورکړی شي.

د دوحه نوي غونډې ته د طالبانو په رابللو او د ملګرو ملتونو په دې مبینه کوښښونو چې طالبان په ناسته کې شرکت ته قانع کړي،‌د انساني حقونو فعالانو تنقید کړی دی.

طالبانو په مخکنیو دوو غونډو کې ګډون نه دی کړی او ویلي وو چې د دوی د شرکت دپاره شرایط نه دي منل شوي.

طالبانو تېره میاشت په غېر رسمي ډول وویل چې د دوحه په ناسته کې په ګډون کوي خو رسمي اعلان به د اېجنډې د ترلاسه کولو وروسته کوي.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د هیومن رایټس واچ او د اېمېنسټي انټرنېشنل په شمول قریباً دولسو تنظیمونو د ملګرو ملتونو سېکیورټي کاونسل ته یو مشترکه خط ولېږلو او دا تشویش يې څرګند کړو چې د افغان مېرمنو د حقونو په قیمت په غونډه کې د طالبانو ګډون غوښتل کېږي.

د هیومن رایټس واچ د ښځو د حقونو د څانګې چارواکې هېدر بار وي او ای ته وویل سېکیورټي کاونسل ته د دوی خط په دې اړه تشویش څرګندوي چې د دوحه په غونډه کې به ښځې نه یوازې مکمل نمایندګي نه لري بلکې په اېجنډا به د ښځو د حقونو مسله هم نه وي.

بار وویل دا وخت صورتحال په دنیا کې د ښځو د حقونو تر ټولو نه زیات سنګین بحران په افغانستان کې دی او دا لا نور خرابېږي. بار په دې خبره نتقید وکړو چې د دوحه غونډې نه مخکې ملګرو ملتونو طالبانو سره رابطې زیاتې کړي دي.

د ملګرو ملتونو طالبانو د دوحه غونډې د بلنې او طالبانو سره د روابطو دفاع کړی، وايي طالبان په عملی توګه د افغانستان واکمن دي او دا چې ملګري ملتونو په مسقتل ډول په طالبانو غږ کوي چې د جینکو او ښځو د حقونو احترام دې وکړي.

د فېبرورۍ په میاشت کې په دوحه کې د ملګرو ملتونو په انتظام د افغانستان په اړه د دویمې غونډې نه مخکې طالبانو د متحده قومونو نه غوښتنه کړې وه چې د دوی استازي دې د افغانستان رسمي نمایندګان ومنل شي، چې مطلب یې دا و چې د افغانستان د شهري حقونو او د ښځو د حقونو فعالان او د طالبان د مخالفو ډلو استازي به په غونډه کې موجود نه وي.

طالبانو دا هم غوښتلي وو چې د دوی استازي دط په لوړه کچه د ملګرو ملتونو سره وویني او د افغانستان دپاره د ملګرو ملتونو د استازي د تقررۍ مخالفت یې هم کړی و.

خو ګوټېرېس د طالبانو شرطونه رد کړل.

په کال ۲۰۲۱ کې په افغانستان د بیا واکمېندو راهسې یو ملک هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.
طالبانو د اسلام د خپل تشریح د لاندې په عامه ژوند او د ښځو په تعلیم او کار روزګار قدغنونه لګولي دي چې ترمخه يې د ۱۲ کلونو نه د زیات عمر جینکۍ ثانوي سکول ته نه شي تللی او د صحت د خېرښېګړې او د ځینو نورو مدونونه علاوه په نورو برخو کې کار نه شي کولی.

د طالبانو ښځې د محرم نه بغیر د سفر، پارکونو او د ورزیش او د عامه ځایونو نه منع کړي دي.

د طالبانو خفیه مشر ملا هبت الله اخنزاده ټینګار کوي چې د ښځو په اړه تګلارې يې د افغان دود دستور او د اسلامي تعلیماتو سره سمې دي او په دې اړه نړیوال تنقید د افغانستان په داخلي چارو کې مداخلت بلي.

طالبان چې اکثریت نسلن پښتانه دي، د نړیوالې ټولنې دا غوښتنې هم ردوي چې خپل عبوري حکومت کې د ښځو نه نمایندګي ورکړي. طالبان وايي په حکومت کې يې ټولې ډلې نمایندګي لري.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بلوچستان کې د تشدد زیاتېدل: وجه یې څه ده او خلک څه فکرمندي لري؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG