لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دملگرو ملتونو استازى خبرو لپاره ترکي ته رسيدلى


 دجمعې په ورځ براهيمي دسعودي دبادشاه عبدالله سره دشام په بحران خبرې اترې کړې وې
دجمعې په ورځ براهيمي دسعودي دبادشاه عبدالله سره دشام په بحران خبرې اترې کړې وې
دشام لپاره دملگرو ملتونو او عرب ليگ گډ استازي اخضر براهيمي دخالي په ورځ ددمشق او انقرې ترمينځ په تاؤتريخوالي خبرو اترو لپاره استنبول ته رسيدلى دى.
اخضر براهيمي به دترکي خارجه وزير احمد داؤد سره په ليدنه کې دسيمې په تاؤژن صورتحال دهغه په دريځ دځان پوهولو هڅه کوي.
استنبول ته هغه دغه سفر په داسې حال کې کړى دى چې دشام له لوري دترکي په يوه سرحدي سيمه کې دمارټر دگولې غورځيدو پيښه کې پينځه دترکي وگړي وژل شوي وؤ.
له دې وړاندې ترکي دشامي ائيرلائن دمسافرو الوتکه دماسکو څخه دمشق ته دتللو په مهال انقره کې په راکوزولو مجبوره کړې وه.
ترکي دريځ لري چې دغه دمسافرو جهاز يې ددې انديښنې په اساس راکوز کړى ؤ چې گنې په هغې کې دپوځي نوعيت سازوسامان موجود ؤ.
خو شام دترکي دغه ادعا رد کړې او وئيلي يې دي چې په دې حقله دې ثبوت وړاندې کړي.
دجمعې په ورځ براهيمي دسعودي دبادشاه عبدالله سره دشام په بحران خبرې اترې کړې وې.
په جده کې ترسره شوې ليدنه کې دواړو مشرانو په شام کې د اړي گړي دمخنيوي په ضرورت زور راوړى او په دې خبره يې اتفاق کړى ؤ چې بايد دجگړه ځپلو لکونو شامي وگړو مرسته وکړل شي
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG