لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د متحده قومونو چارواکي غوښتلي چې ايي سي سي دې په افغان مېرمنو د طالبانو د بندیزو تحقیقات وکړي


طالبان د خپلو تګلارو دفاع کوي، وايي دا د شریعت سره سمون خوي او د جینکو د تعلیم او کارروزګار دپاره به د اسلام او افغان دود دستور سره سم حالات برابروي
طالبان د خپلو تګلارو دفاع کوي، وايي دا د شریعت سره سمون خوي او د جینکو د تعلیم او کارروزګار دپاره به د اسلام او افغان دود دستور سره سم حالات برابروي

په نړیواله کچه تعلیم دپاره د متحده قومونو خصوصي استازي ګورډن براون غوښتنه کړې چې د جرمونو خلاف نړیوال عدالت یا انټرنېشنل کرېمېنل کورټ دې د طالبانو خلاف تحقیقات وکړي چې افغان مېرمنې او جینکۍ یې د بنیادي حقونو نه محرومه کړي دي.

ګورډن بروان د متحده قومونو په مرکزي دفتر کې د وډیو کانفرنس دلارې د نهې، سه شنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل چې قانوني رای دا ده چې افغان جینکۍ د تعلیم او ښځې د کار روزګار نه بې برخې ساتل د صنف یا جنس په بنیاد تعصب دی چې د انسانیت خلاف جرم دی نو ځکه پکار ده ايي سي سي په دې لړ کې قانوني ګامونه پورته کړي.

براون د ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۰ پورې د برطانيې وزیراعظم و.

د وي او ای د رپورټ ترمخه، براون طالبانو د محاکمه کولو په اړه خبرې په افغانستان د طالبانو د واکمنۍ دوه کاله د پوره کېدو په مناسبت کولې.

براون وویل د ايي سي سي سره په رابطه کې دی او د عدالت چارواکو ته يې قانوني رای لېږلې ده. هغه په هېګ کې د مېشته عدالت نه غوښتنه وکړه چې تحقیقات دې وکړي او ذمه وار کسان دې محاکمه کړي.

براون د مسلمانانو ملکونو نه وغوښتل چې کندهار ته یو وفد ولېږي چې د طالبانو مشر ملا هېبت الله اخوانزاده او د هغه مرستیالانو سره ملاقات وکړي او اماده يې کړي چې د مېرمنو په تعلیم او کاروزګار پابندۍ لېرې کړي. هغه زیاته کړه چې په قران او اسلام کې د دغه ډول بندیزونو څه بنیاد نشته.

طالبان د خپلو تګلارو دفاع کوي، وايي دا د شریعت سره سمون خوي او د جینکو د تعلیم او کارروزګار دپاره به د اسلام او افغان دود دستور سره سم حالات برابروي.

براون د ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۰ پورې د برطانيې وزیراعظم و
براون د ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۰ پورې د برطانيې وزیراعظم و

بروان وویل طالبانو ته باید دا تجویز ورکړی شي چې که د جینکو سکولونه بیا پرانېستل شي، جینکو ته مناسب حقوق او وقار ورکړی شي نو هغه مالي امداد چې په تېرو شلو کلونو کې افغانستان سره د تعلیم په مد کې کېدلو او اوس تړل شوی، دغه امداد به بحال کړی شي.

بروان د متحده قومونو د نورو چارواکو د دې خبرې عکاسي وکړه چې د جینکو تعلیم د بحالولو په اړه د طالبانو په فکر کې اختلاف موجود دی.

براون وویل دا ګڼي چې د افغانستان د تعلیم په وزارت کې ډیر خلک او ګڼ شمېر استاذان غواړي چې جینکۍ سکولونو ته ستنې شي.

د متحده قومونو خصوصي استازي په افغانستان کې جینکو د تعلیم په اړه د پېنځو نقطو تګلاره تجویز کړه چې په کې د ايي سي سي دلارې په طالبانو دباو، په افرادو بندیزونه لګول، کندهار ته وفد لېږل، د تعلیم په برخه کې مالي مرسته او د انټرنېټ او خفیه سکولونو په زریعه جینکو ته تعلیم ورکول شامل دي.

طالبانو د شپږم جماعت نه پورته د جینکو په تعلیم پابندي لګولې او افغان مېرمنې يې د متحده قومنو او نورو امدادي ادارو سره د کار روزګار نه منع کړي دي.

متحده قومونه وايي په مېرمنو د قدغنونو په لړ کې طالبانو ۵۰ فرمانونه جاري کړي دي چې په کې د اپرېل د میاشت دا فرمان هم شامل دی چ ښځې د متحده قومونو دپاره کار نشي کولی.

د وي او ای د رپورټ ترمخه، تر ۴۰۰ پورې افغان مېرمنې په افغانستان کې د متحده قومونو دپاره کار کوي چې اوس ادارې دپاره د کورونو نه کار کوي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریالې مارګرېت بشیر د رپورټ نه اخیستل شوي دي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG