لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو د طالبانو په کابينه کې د ښځو په نشتوالي مايوسي څرګنده کړې


د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په افغانستان کې د طالبانو په نوي انتقالي حکومت کې د ښځو په نشتوالي ژوره مايوسي څرګنده کړې ده.

طالبانو په 15 اګست د کابل نيولو وروسته د نهې/سه شنبې په ورځ (7ستمبر) خپله لنډ مهاله 33 کسيزه کابينه اعلان کړې چې يوه پکې هم ښځه نشته.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د افغانستان دپاره مرستيالې استازې اليسن ډوېډين پرون د شورو/چهارشنبې (8ستمبر) په ورځ ویلي، دا د منلو وړ نه ده چې نړيواله ټولنه به دا قبول کړي چې ښځې به د حکومت برخه نه وي.

هغې ویلي نه يواځې په افغانستان کې بلکې په يو هېواد کې به هم داسې نه وي.

د طالبانو په اعلان شوې کابينه کې نه يواځې دا چې ښځې شاملي دي بلکې د ښځو د چارو وزارت هم پکې نشته.

د ملګرو ملتونو استازې ویلي، د ښځو د حقونو احترام د هر حکومتي چارواکو دپاره ازمايښت وي او دغې ته په کتو بايد د هر حکومت قضاوت وشي.

ډوېډين ویلي، خو طالبانو د کابينې په اعلان سره دغه موقعه د لاسه ورکړه چې نړۍ ته يې ښکاره کړی وی چې دوی ژمن دي چې ټوله شموله او خوشاله ټولنه جوړوي.

په افغانستان کې ښځې د یوې لسيزې راهسې کار کوي چې پکې د 75 پورې ملکي او بهر ملکۍ په کابل او پينځه ولايتونو کې کار کوي.

په افغانستان کې د ښځو د بې سوادۍ (بې تعليمۍ) له امله دوی اوس هم په کارونو کې کمه برخه لري. او د کال 2004 په ايين کې چې د جنس د برابرۍ اصول وضع شوي، او هغه ښځې چې نزدې په دوه لسيزو کې يې کوم پرمختګ کړی نه غواړي چې هغه د مينځه لاړ شي.

ډوېډين ویلي، د دوی کار کوونکې مدني فعالې او د ښځو د حقونو ساتونکي په ويره کې دي چې د دوی حقونه به بيرته وتروړل شي، دوی ته به اجازه نه ورکړی کيږي چې کارونو ته لاړې شي يا بې د نارينه به دوی کوم کار وکړی شي.

د طالبانو د کابل په واکمنۍ کې د تيرې یوې اوونۍ راهسې په افغانستان کې ښځې د خپلو حقونو دپاره مظاهرې کوي.

د ملګرو ملتونو د ادارې مرستيالې استازې ویلي، دوی ګوري چې افغان مېرمنۍ به خپل حقوق د لاسه ور نه کړي دوی نه غواړي چې له مينځه يوړل شي.

هغې په نړيواله ټولنه غږ کړی چې د ښځو په مشرۍ د مدني فعالانو تنظيمونو مرستې وکړي چې خپلې لاس ته راوړنې خوندي کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG