لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اقوام متحده د انساني حقونو چارواکې ویلي د اوکراین په ماریوپل ښار کې په زرګونو ملکي کسان وژل شوي دي

 
د متحده قامونو د بشري حقونو های کمېشنرې مشل بېچیلی په وېانا کې د یوکراېن جنګ په سر د بشري‌ حقونو د شورا خصوصي غونډې ته وېلي په یوکراېن کې د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو د خلاف ورزو د تورونو پلټنې کوي چې پکې ګڼ شمېر جنګي جرمونه شمېرلی کیږی
د متحده قامونو د بشري حقونو های کمېشنرې مشل بېچیلی په وېانا کې د یوکراېن جنګ په سر د بشري‌ حقونو د شورا خصوصي غونډې ته وېلي په یوکراېن کې د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو د خلاف ورزو د تورونو پلټنې کوي چې پکې ګڼ شمېر جنګي جرمونه شمېرلی کیږی

د متحده قامونو د بشري حقونو هايي کمشنره مشل بېچېلی وايي د یوکراېن په جنوب مشرقي ښار ماریوپل کې په زرګونو عام خلک وژل شوي او تراوسه پورې د مبینه تشدد حقیقي کچه نه ده معلومه بلخوا د یوکراېن مشر حکومتي وکیلې د یونیول شوي روسي پوځي د جنګي جرمونو لومړۍ مقدمې پلان ښکاره کړی.‌

د متحده قامونو د بشري حقونو های کمېشنرې مشل بېچیلی په وېانا کې د یوکراېن جنګ په سر د بشري‌ حقونو د شورا خصوصي غونډې ته وېلي په یوکراېن کې د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو د خلاف ورزو د تورونو پلټنې کوي چې پکې ګڼ شمېر جنګي جرمونه شمېرلی کیږی.‌

نوموړې وېلي د ماریوپول په شان سختو سیمو کې د دوی ډلو ته د معلوماتو راغونډولو لپاره ورتګ ډېر ګران دی. هغې زیاته کړې د سرښار کیوف په سیمه کې د عامو خلکو وژنې په قصداً شوي چې اکثر پوځیانو او شیش مارو عسکرو یا سنایپرز کړي.

مشېل بېچيلی وېلي تېره هفته د دوي ډلې د کیوف او چرني هیوف په سیمو کې د ۱۵ کلیوالو سیمو سفر کړی او هلته یې د وژل شویو، ژوبل شویو او نیول شویو خلکو د خپلوانو، ګاونډیانو او دوستانو نه نېغ په نېغه خبرې اورېدلي.

نوموړې وېلي ځان له د کیوف په سیمه کې د ۱۰۰۰ نه زیات عاموخلکو مړي موندلی شوي چې پکې ځنې د جنګ په وخت وژلی شوي، ځنې پکې په موقع وژلی شوي او ځنې نور خلک د جنګ د دباو او طبي مرستو د نېشتوالي له کبله مړه شوي دي.

اخوا د یوکراېن مشرې حکومتي وکیلې د یونیولی شوي روسي پوځي د جنګي جرمونو لومړۍ مقدمې پلان پداسې حال ښکاره کړی چې د یوکراېن په مشرقي او سویلي برخو کې د روس او یوکراېن د ځواکونو په منځ‌ کې جنګ روان دی.

د یوکراېن حکومتي مشرې وکیلې آېرینا وېنېډېکټووا وېلي د هغې دفتر، روسي پوځي ۲۱-کلن سارجنټ وډېن شیشي مرین ‌باندې د یو بې وسلې ۶۲-کلن عام تن د وژنې مقدمه جوړه کړې څوک چې د جنګ شروع کېدو څلور ورځې وروسته د فرورۍ په میاشت کې روسي پوځي د ساېکل چلولو په وخت په ډزو وژلی وو.

د یوکراېن حکومتي‌ وکېلې وېلي روسي پوځي ته د ۱۵ کاله قېد سزا اورل کېدی شي خو دا یې نه دي وېلي چې دغه مقدمه به کله شروع کیږي. د نوموړې دفتر وېلي دوي‌ د روسي ځواکونو لخوا د ۱۰،۷۰۰ جنګي جرمونو پلټنې کوي چې پکې د ۶۰۰ مشکوک روسي پوځیانو پېژندګلو شوې ده.

د دې وړاندې د یوکراېن نېشنل ګارډ ځواکونو مشر د شورو یا چهارشنبې په ورځ‌ وېلي د روس سره د جنګ شروع کېدو راهسې د نېشنل ګارډ د ۵۶۰ نه زیات پوځیان وژلی شوي. د یوکراېن په نېشنل ګارډ کې هغه ځواکونه هم شامل دي چې د ماریوپول د سټیل په لویه کارخانه کې دا وخت ګېر دي.

د نېشنل ګارډ مشر اولېکسي ناډټوچي وېلي د فرورۍ په ۲۴ تمه نېټه د جنګ شروع کېدو راهسې تراوسه پورې ۱۶۹۷ نور پوځیان ژوبل شوي دي.

د یوکراېن په جنګ کې د پوځیانو د وژنې شمېرو په اړه تراوسه پورې د یوکراېن چارواکو زیات معلومات نه دي‌ ښکاره کړي.‌

د اپرېل په نیمايي کې د یوکراېن صدر ولوډو میر ذېلېنسکي وېلي وو په جنګ کې د یوکراېن د دوه نیم زره نه تر درې زره پورې پوځیان وژلی شوي او د لس زره پورې نور ژوبل شوي دي.


This item is part of
XS
SM
MD
LG