لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په اوکراین کې د انساني حقونو د خلاف ورزیو د تحقیقاتو دپاره ملګرو ملتونو کمېشن جوړکړو


امریکايي استازي وویل په داسې حال کې روسي ځواکونه د کییو په لارو کوڅو کې ډزې کوي، په رهایشي علاقو او د ماشومانو په سکولونو بمباري کوي د لکونو انسانو ژوندونه په خطر کې دي او پکار ده چې د ملګرو ملتونو دغه کاونسل روس نه د دې پوښتنه وکړي

د انساني حقونو دپاره د ملګرو ملتونو څانګې یو اېن هیومن رایټس کاونسل د جمعې په ورځ د ووټونو دلارې په اوکراین کې د انساني حقونو او د نړیوال قانون د خلاف ورزیو د تحقیقاتو دپاره د یو کمېشن یا شورا د جوړولو فېصله وکړه.

د وي او ای د رپورټ ترمخه یو اېن هیومن رایټس کاونسل د47 غړو اکثریت په اوکراین د روس د یرغل غندنه وکړه.

د ملګرو ملتونو کاونسل د 32 ووټونو په اکثریت یو قرارداد منظور کړو چې پکې د روس غندنه شوي وه.

روس او اېرېټریا د قرارداد مخالفت او د کاونسل 13 غړو د رای ورکولو نه ډډه وکړه.

د وي او ای رپورټ وايي د روس دریو نژدې ملګرو ملکونو چین، کیوبا او وېنزوېلا روس سره اوږه په اوږه د ودرېدو په ځای د رای ورکولو نه ډډه وکړه چې څرګندوي روس په نړیواله کچه څومره د تنهايي ښکار شوی دی. بېلاروس د ملګرو ملتونو د انساني حقونو د کاونسل غړی نه دی استازي یې مسکو سره د خپل ملک د اتحاد دفاع وکړه.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د ملګرو ملتونو د انساني حقونو په کاونسل کې د یورپ، افریقې، اېشیا او د جنوبي امریکې نه مختلفو ملکونو په اوکراین د روس د یرغل غندنه وکړه.

په یو اېن هیومن رایټس کاونسل او په جنیوا کې نورو نړیوالو تنظیمونو دپاره د امریکې استازي شیبا کراکر وویل پکار ده چې په اوکراین بغیر د څه راپارونې د یرغل په سر د روس احتساب وشي.

امریکايي استازي وویل په داسې حال کې روسي ځواکونه د کییو په لارو کوڅو کې ډزې کوي، په رهایشي علاقو او د ماشومانو په سکولونو بمباري کوي د لکونو انسانو ژوندونه په خطر کې دي او پکار ده چې د ملګرو ملتونو دغه کاونسل روس نه د دې پوښتنه وکړي.

د یو اېن هیومن رایټس کاونسل د قرارداد ترمخه د ادارې تحقیقاتي کمېشن به په اوکراین د روس د یرغل له امله د بشري حقونو د خلاف ورزیو ثبوتونه جمع کوي، د دې تجزیه به کوي او په مستقبل کې د قانوني اقداماتو دپاره به یې محفوظ کوي.


XS
SM
MD
LG