لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

متحده قومونو په ایران کې د احتجاج کونکو په ضد د حکومت د اقداماتو غندنه کړې


د انساني حقونو تنظیمونه وايي تر اوسه پورې د ۲۰۰ نه زیات مظاهره چیان وژل شوي دي چې پکې ۲۳ ماشومان هم شامل دي

د انساني حقونو دپاره د متحده قومونو چارواکو ویلي په ایران کې د احتجاج کونکو په ضد د تشدد نه ډک د حکومت اقدامات د نړیوالو قوانینو خلاف ورزي ده او پکاره ده چې ایراني مامورین د پرامنه مظاهره کونکو زورول بند کړي.

په ایران کې د تېرې یوې میاشت راهسې د ۲۲ کلنې مېرمن مهسا امیني د پولیس په ولکه کې د مرګ وروسته احتجاجونه دوام لري. اخلاقي پولیس اميني د حجاب سم نه اغوستلو په الزام نيولي وه. د سېپټمبر په ۱۶ نېټه هغه د پولیس په حراست کې مړه شوه.

د اميني د مرګ وروسته په ایران کې احتجاجونه شروع شوي دي.

احتجاج کونکو په ضد د ایران په ګامونو په نړیواله کچه د تشویش څرګندونه شوي ده.

د انساني حقونو دپاره د اقوام متحده د څانګې ترجمانې روینا شامدساني وي او ای ته وویل تر ۲۳ پورې ماشومان د ایران په احتجاجونو کې وژل شوي او ګڼ شمېر نور د امنیتي ادارو دلاسه زخمیان شوي دي.

اخلاقي پولیس اميني د حجاب سم نه اغوستلو په الزام نيولي وه. د سېپټمبر په ۱۶ نېټه هغه د پولیس په حراست کې مړه شوه
اخلاقي پولیس اميني د حجاب سم نه اغوستلو په الزام نيولي وه. د سېپټمبر په ۱۶ نېټه هغه د پولیس په حراست کې مړه شوه

ترجمانې وویل په سکولونو چاپي وهل شوي او ماشومان ګرفتار کړی شوي دي.

هغې وویل د انساني حقوقونو هغه قوانین چې ایران منلي دلاندې يې هېواد دا ذمه واري لري چې د ماشومانو د حقونو تحفظ وکړي او د ولس د رای د ازاۍ او پرامنه احتجاج احترام وکړي.

هغې وویل د اقوام متحده د انساني حقونو دفتر معلومات ترلاسه کړي چې ۹۰ کسان په اجتماعي ډول ګرفتار شوي دي چې پکې د شهري او د انساني حقونو فعالان، قانون پوهان او صحافیان شامل دي.

د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه د ایران روحاني مشر علي خامنايي په اسرایل او امریکا الزام لګوي چې په ایران کې احتجاجونو ته لمن وهي او د ایران د پرمختګ مخه نیول غواړي.

روینا شامدساني وویل دفتر یې د ایراني کوه پېما مېرمن النار رکابي په اړه هم تشویش لري.

په جنوبي کوریا کې د غر ختنې په مقابله کې په سر د حجاب اغوستلو بغیر د شرکت وروسته رکابي ایران ته بېرته تللې خو درک يې نه دی معلوم.

شامدساني وویل ادارې يې د ایراني چارواکو سره تشویش راپورته کړی دی.

هغې وویل د اقوام متحده د تشویش په جواب کې ایراني چارواکو د دوی ادارې سره دستاوېزات شریک کړي دي چې پکې د مهسا امیني د مرګ په اړه د تحقیقاتو رپورټونه هم شامل دي.

د ایران حکومت ویلي مهسا اميني د زړه د دورې نه مړه شوي دي او د پولس په ولکه کې ورسره څه روز زیاتی نه دی شوی. د هغې کورنۍ وايي په مهسا امیني مخکې چېرته د زړه دوره نه ده راغلې او د هغې په بدن زخمونه او د وهل کېدو نشانونه وو.

النار رکابي
النار رکابي

د ګل، دوشنبې، په ورځ د انساني حقونو د ۴۰ نه زیاتو تنظيمونو د اقوام متحده د انساني حقونو ادارط یو اېن هیومن رایټس کاونسل نه غوښتنه وکړه چې د احتجاج کونکو په ضد د ایران په اقدامات د بحث دپاره دې د شورا بېړنۍ غونډه راوبلي.

په یو بیان کې دغو تنظيمونو وویل داسې شواهد شته چې ښښي د ایران امنیتي ځواکونه قصداً نېغ په نېغه په احتجاج کونکو ډزې کوي چې پکې لاروي او ماشومان هم شامل دي.

بیان وايي تر اوسه پورې د ۲۰۰ نه زیات مظاهره چیان وژل شوي دي چې پکې ۲۳ ماشومان هم شامل دي او د ۱۰۰۰ نه زیات کسان نیول شوي دي. دغه تنظیمونه وايي په نیول شوو کسانو کې د احتجاجونو برخه وال، فعالان، صحافیان او طالب علمان شامل دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریالې لیزا شلاین او د وي او ای د فارسۍ څانګې د رپورټونو نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG