لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملگري ملتونه: د اسرايل بنديزونو د فلسطين اقتصاد ځپلی


د غزه په جبلیه کېمپ کې د ملگرو ملتونو د مرستې په مرکز د خلکو گڼه گوڼه لېدل کیږي
د غزه په جبلیه کېمپ کې د ملگرو ملتونو د مرستې په مرکز د خلکو گڼه گوڼه لېدل کیږي

د فلسطيني وګړو د کمک په اړه ملګرو ملتونو په خپل کليز رپوټ کې ويلي د اسرايل د ګېرې يا بنديز لکبله په فلسطين کې د بې روزګارۍ کچه ۲۷٪ جګه شوې ده، او وايي زياتره ځوانان او ښځې يې ډېرې ځپلي دي.
د فلسطين لپاره د ملګرو ملتونو د ترقۍ او تجارت د څانګې UNCTAD ډاېرېکټر محمد الخفيف ويلي د اسريل د بنديز د لاسه د فلسطين د کر کروندې په مد کې لوي زيان شوی دی.

هغه وویل " د غزه په اړه يوه نوې څېړنه ښايي چې په دغه سيمه کې د ۳۵ ٪ نه ۴۵ ٪ پورې زرعي پېداوار کم شوی دی او لکه څنګه چې مونږه پوهه يو چې کرکرونده د بې روزګارۍ د کمولو لپاره د اقتصاد لويه پشتي ده او کله چې کرکرونده خرابه شي نو بيآتاسو پخپله د بې روزګارۍ د زياتېدلو اندازه کولی شئ."

په دغه رپورټ کې د فلسطين د غزه پټۍ او غربي غاړې اقتصادي بدحالۍ تور په اسرايل لګول شوی او وايي اسرايل په دغو سيمو کې د خلکو په تګ راتګ بنديزونولګولو هغوي د بې روزګارۍ سره مامخ کړي ځکه چې د دغو سيمو خلک په اسرايل کې کار روزګار نه شي کولی او نړيوالې مرستندويه ادارې هم د اسرايل د بنديزونو د لاسه د دغې سيمې دخلکو سره مرستې نه شي کولی.

د ملګرو ملتونو په دغه رپورټ کې خبرداری شوی که اسرايل د فلسطين په اړه خپله تګ لاره بدله نه کړه نو د دغې سيمې د وګړو ژوند به نور هم ګران شي.

رپورټ وايي په دغو سيمو کې خلکو ته په ټوله ورځ کې يوازې دوه ساعته بجلي ورکول کېږي او بله دا چې د دغه ځاېې يوازې ۱۰٪ وګړي پاکو اوبو ته رسايي لري.
د ملګرو ملتونو د ترقۍ او تجارت د څانګې UNCTAD جنرل سېکټري مېرمن اېزابل ډيورانټ ويلي د فلسطين حالات د زغملو وړ نه دي.

"دغه حالات ځکه نور د زغملو وړ نه دي چې خلکو ته د پاکو اوبو او د بجلۍ سهولت نشته، غربت زياتيږي، او ځوانان او ښځې په ټولنېزه او کلتوري ترقۍ کې له پامه غوزول شوي دي نو ځکه زه د دغې حالاتو نه خوشبينه نه يم، یقينا چې دغه حالات نوي نه دي خو له بده مرغه کال په کال نور خرابيږي."

په فلسطين کې د بيا رغونې په ځاې ساتلو لپاره د دغې رپورټ ليکوالانو ويلي اسرايل دې زر تر زره د فلسطين نه چاپېره خپله ګېره (بلاکېډ) لرې کړي او د غزه پټۍ او غربي غاړې اقتصادي جوړخت دې عملي کړي

د ملګرو ملتونو د ترقۍ او تجارت د څانګې UNCTAD مشران وايي که اسرايل د فلسطين نه په تجارت او سرمايه کارۍ بنديزونه اوچت کړل نو د دغې سيمې اقتصاد به ورسره ۱۰٪ وده اوکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG