لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو د اسرایل او فلسطینیانو ترمنځ په سمدستي ډول د اوربند غوښتنه وکړه


اېنتونیو ګوټېرېس خصوصي ناستې ته وویل نړیواله ټولنې ته پکار دي چې په سمدستي ډول د ډزبندۍ دپاره کوښښونه وکړي. "جنګونه هم قوانین لري… ترټولو لومړۍ خبره چې ملکي خلک باید محفوظ وساتل شي."
اېنتونیو ګوټېرېس خصوصي ناستې ته وویل نړیواله ټولنې ته پکار دي چې په سمدستي ډول د ډزبندۍ دپاره کوښښونه وکړي. "جنګونه هم قوانین لري… ترټولو لومړۍ خبره چې ملکي خلک باید محفوظ وساتل شي."

د ملګرو ملتونو مشر اېنتونیو ګوټېرېس د اسرایل او فلسطینیانو ترمنخ په سمدستي ډول د اوربند غوښتنه کړې خو فریقېنو ترمنځ د زیارټ، پنجشنبې، په ورځ هم د يو بل په ضد حملې کړې او رپوټونه وايي اسرایلي هوايي ځواکونو په غزه، خان یونس او دیرالبلح بمباري کړې.

د ملګرو ملتونو عمومي شورا یا جنرل اسمبلۍ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د اسرایل او فلسطینیانو د جګړې په موضوع خصوصي غونډه وکړه. د غونډې غوښتنه د اسلامي ملکونو تنظیم ارګنایزېشن اف اسلامک کواپرېشن کړې وه.

اېنتونیو ګوټېرېس خصوصي ناستې ته وویل نړیواله ټولنې ته پکار دي چې په سمدستي ډول د ډزبندۍ دپاره کوښښونه وکړي. "جنګونه هم قوانین لري… ترټولو لومړۍ خبره چې ملکي خلک باید محفوظ وساتل شي."

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي هم د ملګرو ملتونو په خصوصي غونډه کې شرکت وکړو او د ډان ورځپاڼې د رپورټ ترمخه شاه محمود قرېشي غوڼدې ته وویل چې د فلسطیني ولس غږ په خاموشه نه کړی شي او د هغه په قول د اسلامي نړۍ استازي به د فلسطینیانو ترڅنګ او د هغوي دپاره اواز پورته کوي.

د می د لسمې نېټې راهسې شروع شوي جګړه کې د وي او ای د رپورټ ترمخه په غزه کې ۲۳۰ کسان وژل شوي دي چې چارواکي وايي پکې ۶۵ ماشومان هم شامل دي. په اسرایل کې ۱۲ کسان وژل شوي دي.

رپورټونه وايي د جګړې دلاسه ۵۸۰۰۰ فلسطینیان بې کوره شوي دي.

د ملګرو ملتونو مشر د تنظیم خصوصي غوڼدې ته وویل نړیوالې ټولنې ته پکار دي چې په جنګ کې ښکیل فریقېن دې د نورې جګړې نه منع کړي، د امن خبرې په بحالولو یې قانع کړي ځکه چې د هغه په قول د مسلې د هوارولو یوازېنۍ لار خبرې او د فلسطینیانو دپاره د اسرایل ترڅنګ د جدا ریاست قیام دی.

د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ غونډه کې شرکت دپاره د نړۍ د ۱۲ هیوادونو خارجه وزیرانو قریباً ۱۴ میاشتې وروسته د امریکا نیویارک ښار ته سفر وکړو.

د کرونا وبا خوریدو وروسته دا د ملګرو ملتونو په سردفتر یا هیډ کوارټر کې لومړۍ غونډه وه.‌

د جرمنی خارجه وزیرهېکو ماس نن د اسرایلي او فلسیطیني چارواکو سره د لیدو لپاره دغه سیمې ته رسیدلی.‌ نوموړي خپل دغه سفر د دواړه غاړو د خلکو سره د مرستې او غمرازۍ په توګه کړی څوک چې ورځ او شپه د خپل ژوند په ویره کې دي.

نوموړي په دغه مهال ویلي اسرایل د حماس ډلې د راکټونو د ویرې نه د خپلې دفاع حق لري.

نوموړي په یو ټوېټ کې ویلي ٫٫ دا اوس په نړیواله ټولنه ده چې د دغه تشدد ختمولو او ډزبندۍ کولو لپاره څه کولی شي. او مونږ له پکار ده چې د سولې په خبرو او بیرته د حالاتو په سمولو کار وکړو.٬٬‌

د اسرایل وزیراعظم بنجمن نیتن یاهو بیا تیره ورځ د امریکا صدر جو باېډن لخوا د جګړې کمولو غږ رد کړی. د جوباېډن لخوا د اسرایل په بریدونو کې د کموالي د غږ په ځواب کې نیتن یاهو په یو بیان کې ویلي ٫٫ دغه عملیات به د خپل حدف ترلاسه کولو پورې روان وي.٬٬‌٬ نیتن یاهو زیاته کړې ٫٫ د امریکا د صدر په مرستو یې مننه کوو٬٬ خو اسرایل به تر هغې پورې ځي ٫٫ چې د اسرایل خلکو ته امنیت او حالات سم کړي.٬٬‌

په غزه کې د روانې جګړې د لاسه د صحت ځايی چارواکو په وینا د مرګونو ټوله شمېره ۲۲۷ ته رسیدلې چې پکې ۶۴ ماشومان هم شامل دي. د اسرایل چارواکي بیا د ۱۲ اسرایلیانو د مرګ دعوه کوي.

وایټ هاوس یا سپینې ماڼۍ ویلي چې صدر جو باېډن نېتن یاهو ته ویلي ٫٫ چې هغه په جګړه او ډزو کې پوره کمې لیدل غواړي چې ډزبندۍ ته لاره هواره شي.٬٬

تیره ورځ د خبریالانو سره د خبرو اترو په ورخ د واېټ هاوس ناېب سېکترې کېتهرین جین پېري دا نه دي‌ ویلي چې که چرې د اسرایل لخوا په غزه روانه بمباري وه نه دریده نه څه به کیږي. خو زیاته کړې یې ده ٫٫ زمونږ نظر دا دی چی دا هرڅه په سفارتي‌ توګه په پته او په تادۍ سره وشي. ٬٬‌٬

تیره ورځ بیا د پینټاګان لخوا په رپورټ کې ویل شوي چې د امریکا د دفاع وزیر لاېډ آسټن د خپل اسرایلي هم منصب بیني ګېنټز سره په دویم ځل خبرې کړي. د پینټاګان د پرېس سکتر تر مخه د امریکا دفاع وزیر د اسرایل دفاع وزیر ته ویلي چې امریکا د اسرایل د خپل دفاع د حق ملاتړ کوي خو سره د دې یې ٫٫ د بې ګناه خلکو په وژنه خپلې اندېښنې ښودلي.٬٬

د اسرایل وزیراعظم ویلي ٫٫‌٫ مونږ د اوختې د یوې سختې ودرولو کې بوخت یو٬٬

د اسرایل وزیراعظم بنجمن نیتن یاهو هغې ټولې نیوکې رد کړي او زیاتوي چې عسکر یې د عامو خلکو د وژنو مخنیوي لپاره خپلې هسې کوي. نوموړي ویلي چې اسرایلي پوځ کوشش کوي چې رسا نخې یا ځایونه په نخښه کړي چې د بریدونو ځواب وکرړي خو دوي د عامو خلکو د مرګونو مخه نه شي نیولی.

د فلسطین صدر محمود عباس بیا د نیتن یاهو دغه دعوې رد کړي او په ټي وي په یو وینا کې یې په غزه کې په روانو بریدونو اسرایل په منځمه توګه د ریاستي ترهګرۍ او جنګي جرمونو تور لګولی. محمود عباس ویلي ٫٫ فلسېطنیان به د دغه جنګي جرمونو کونکو پرضد نړیوال عدالت ته تلو نه وه نه دریږي. محمود عباس د نړۍ لخوا منل شوې فلېسطیني ډلې منل شوی مشر دی، د حماس لخوا په کال ۲۰۰۷م کې د غزه نیولو وروسته فلسطیني اتهارټي د دغلته نه وېستل شوې.

د مې په لسمه نېټه د حماس لخوا په یروشلم کې د فلسطینیانو پرضد دطاقت د استعمال پر سر راکټونه وېشتل شوي وو. د اسرایل د ولقې لاندې په غربي غاړه او په اسرایل کې ژوند کونکي ۲۱ فیصده عربانو دوه ورځې وړاندې د حماس سره د یووالې لپاره هړتال یا احتجاج هم کړی دی.‌

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG