د ملګرو ملتونو عمومي شورا یا جنرل اسمبلي به د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په غزه کې د اسرایل او فلسطینیانو په جګړه بحث کوي. دغه خصوصي غونډه د اسلامي ملکونو اتحاد ارګنایزېشن فار اسلامک کواپرېشن کېږي.
د نړۍ د ۱۲ هیوادونو خارجه وزیران نژدې ۱۴ میاشتې وروسته د امریکا نیویارک ښار ته سفر کوي چې د ملګرو ملتونو په دغه غونډه کې نیغ په نیغه ګډون وکړي.
د کرونا وبا خوریدو وروسته به دا د ملګرو ملتونو په سردفتر یا هیډ کوارټر کې لومړۍ غونډه وي.
د ملکرو ملتونو سر منشي انتو نیو ګوټېرس چې په غزه کې یې د جګړې په سمدستي ډول د ختمولو غوښتنه کړې، د ملګرو ملتونو دغه ځانګړې غونډې ته وینا هم کوي. نن د زیارت په ورځ دغه بیړنۍ غونډه په داسې مهال رابلل شوې چې نن سره د فلسطین او اسرایل لخوا یو وارې بیا بریدونه شوي او د اسرایل په هوايي بریدونو کې په غزه او خان یونس او دیر البلاح راکټونه وېشتل شوي.
د جرمنی خارجه وزیرهېکو ماس نن د اسرایلي او فلسیطیني چارواکو سره د لیدو لپاره دغه سیمې ته رسیدلی. نوموړي خپل دغه سفر د دواړه غاړو د خلکو سره د مرستې او غمرازۍ په توګه کړی څوک چې ورځ او شپه د خپل ژوند په ویره کې دي.
نوموړي په دغه مهال ویلي اسرایل د حماس ډلې د راکټونو د ویرې نه د خپلې دفاع حق لري.
نوموړي په یو ټوېټ کې ویلي ٫٫ دا اوس په نړیواله ټولنه ده چې د دغه تشدد ختمولو او ډزبندۍ کولو لپاره څه کولی شي. او مونږ له پکار ده چې د سولې په خبرو او بیرته د حالاتو په سمولو کار وکړو.٬٬
د اسرایل وزیراعظم بنجمن نیتن یاهو بیا تیره ورځ د امریکا صدر جو باېډن لخوا د جګړې کمولو غږ رد کړی. د جوباېډن لخوا د اسرایل په بریدونو کې د کموالي د غږ په ځواب کې نیتن یاهو په یو بیان کې ویلي ٫٫ دغه عملیات به د خپل حدف ترلاسه کولو پورې روان وي.٬٬٬ نیتن یاهو زیاته کړې ٫٫ د امریکا د صدر په مرستو یې مننه کوو٬٬ خو اسرایل به تر هغې پورې ځي ٫٫ چې د اسرایل خلکو ته امنیت او حالات سم کړي.٬٬
په غزه کې د روانې جګړې د لاسه د صحت ځايی چارواکو په وینا د مرګونو ټوله شمېره ۲۲۷ ته رسیدلې چې پکې ۶۴ ماشومان هم شامل دي. د اسرایل چارواکي بیا د ۱۲ اسرایلیانو د مرګ دعوه کوي.
وایټ هاوس یا سپینې ماڼۍ ویلي چې صدر جو باېډن نېتن یاهو ته ویلي ٫٫ چې هغه په جګړه او ډزو کې پوره کمې لیدل غواړي چې ډزبندۍ ته لاره هواره شي.٬٬
تیره ورځ د خبریالانو سره د خبرو اترو په ورخ د واېټ هاوس ناېب سېکترې کېتهرین جین پېري دا نه دي ویلي چې که چرې د اسرایل لخوا په غزه روانه بمباري وه نه دریده نه څه به کیږي. خو زیاته کړې یې ده ٫٫ زمونږ نظر دا دی چی دا هرڅه په سفارتي توګه په پته او په تادۍ سره وشي. ٬٬٬
تیره ورځ بیا د پینټاګان لخوا په رپورټ کې ویل شوي چې د امریکا د دفاع وزیر لاېډ آسټن د خپل اسرایلي هم منصب بیني ګېنټز سره په دویم ځل خبرې کړي. د پینټاګان د پرېس سکتر تر مخه د امریکا دفاع وزیر د اسرایل دفاع وزیر ته ویلي چې امریکا د اسرایل د خپل دفاع د حق ملاتړ کوي خو سره د دې یې ٫٫ د بې ګناه خلکو په وژنه خپلې اندېښنې ښودلي.٬٬
د اسرایل وزیراعظم ویلي ٫٫٫ مونږ د اوختې د یوې سختې ودرولو کې بوخت یو٬٬
د اسرایل وزیراعظم بنجمن نیتن یاهو هغې ټولې نیوکې رد کړي او زیاتوي چې عسکر یې د عامو خلکو د وژنو مخنیوي لپاره خپلې هسې کوي. نوموړي ویلي چې اسرایلي پوځ کوشش کوي چې رسا نخې یا ځایونه په نخښه کړي چې د بریدونو ځواب وکرړي خو دوي د عامو خلکو د مرګونو مخه نه شي نیولی.
د فلسطین صدر محمود عباس بیا د نیتن یاهو دغه دعوې رد کړي او په ټي وي په یو وینا کې یې په غزه کې په روانو بریدونو اسرایل په منځمه توګه د ریاستي ترهګرۍ او جنګي جرمونو تور لګولی. محمود عباس ویلي ٫٫ فلسېطنیان به د دغه جنګي جرمونو کونکو پرضد نړیوال عدالت ته تلو نه وه نه دریږي. محمود عباس د نړۍ لخوا منل شوې فلېسطیني ډلې منل شوی مشر دی، د حماس لخوا په کال ۲۰۰۷م کې د غزه نیولو وروسته فلسطیني اتهارټي د دغلته نه وېستل شوې.
د مې په لسمه نېټه د حماس لخوا په یروشلم کې د فلسطینیانو پرضد دطاقت د استعمال پر سر راکټونه وېشتل شوي وو. د اسرایل د ولقې لاندې په غربي غاړه او په اسرایل کې ژوند کونکي ۲۱ فیصده عربانو دوه ورځې وړاندې د حماس سره د یووالې لپاره هړتال یا احتجاج هم کړی دی.