د متحده قومونو هیومن رایټس کاونسل یا د انساني حقونو شورا د نهې، سه شنبې، په ورځ د رېښتیا معلومولو هغې ډلې نومونه اعلان کړل چې د مظاهره چیانو خلاف د ایران د اقداماتو تحقیقات به کوي.
د هیومن رایټس کاونسل مشرې فرېډریکو ويېګس د ایران په اړه د درې کسیزه تحقیقاتي ډلې مشر به د بنګله قانونه پوهه ساره حسین کوي.
د تحقیقاتي کمېشن بله غړي پاکستانۍ برطانوي قانون پوهه شاهین سردار علي ا د ارجنټینا د انساني حقونو قانون پوهه ويویانا کرېسټېسوس ده.
د نومبر په ۲۴ نېټه په خصوصي ناسته کې د متحده قومونو هیومن رایټس کاونسل په ایران کې د مهساامیني د مرګ په سر د راپارېدلو احتجاجونو په ضد د ایراني اقداماتو غندنه وکړه او په دې اړه يې تحقیقاتو دپاره د کمېشن جوړولو فېصله وکړه.
دويشت کلنه امیني د سېپټمبر په میاشت کې د ایران د اخلاقي پولیس په ولکه کې ساه ورکړې ده. د هغې د مرګ په سر احتجاجونه دوام لري.
د متحده قومونو درې کسیزه کمېشن به په ایران کې د انساني حقونو د مبینه خلاف ورزیو، په خصوصي توګه د ښځو او ماشومانو د حقونو سرغړونو، په اړه پلټنې کوي.
کمېشن به د شهادتون د راټولو او د محفوظ کولو اختیار لري او د ۲۰۲۳ د جون د میاشت پورې په زباني او د کال ۲۰۲۴ د مارچ په میاشت کې به هیومن رایټس کاونسل ته مکمل رپورټ ورکوي.
د انساني حقونو تنظیمونه وايي د ایران په احتجاجونو کې لږ تر لږه ۴۷۱ کسان وژل شوي دي چې په لسګونو ماشومان هم پکې شامل دي.
د احتجاجونو په لړ کې د ۱۴۰۰۰ نه زیات کسان ګرفتار کړی شوي او د دوه کسانو ته پکې د مرګ سزاګانې ورکړی شوي دي.
ایران د احتجاج کونکو په ضد د خپلو ګامونو دفاع کړې ده.
تېره میاشت چې متحده قومونو د ایران په اړه د تحقیقاتي کمېشن اعلان وکړو نو د ایران استازي وویل مغربي ملکونه د انساني حقونه د سیاسي الې په توګه استعمالوي.
د متحده قومونو مشر اېنټونیو ګوټېرېس د کال د ختمېدو په موقع د ګل، دوشنبې، په ورځ يو خبري کانفرس ته وویل چې مظاهرو ته د ایران رد عمل په مکمله توګه د قبلولو وړ نه دی.
هغه وویل په ایران کې د انساني حقونو د پراخه کچه خلاف ورزیو غندنه کوي او دا مسله يې د ایراني مامورینو سره نېغ په نېغه راپورته کړې ده.
یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریالې مارګرېټ بشیر د خبر نه اخیستل شوي دي