لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

‎د متحده قامونو د ايټمي څار د څانګې مشر د ايران د ولسمشر ريسي سره ويني 


د انټرنيشنل ايټامک انرجي ايجنسي مشر رافيل ګروسي د خالي/ شنبې په ورځ تهران ته رسېدلی
د انټرنيشنل ايټامک انرجي ايجنسي مشر رافيل ګروسي د خالي/ شنبې په ورځ تهران ته رسېدلی

واشنګټن- د انټرنيشنل ايټامک انرجي ايجنسي مشر رافيل ګروسي د خالي/ شنبې په ورځ تهران ته رسېدلی او امکان څرګنديږي د ايران د ولسمشر ابراهيم ريسي او نورو چارواکو سره به وويني چې د هغه معلوماتو په اړه ورسره خبرې وکړي، چې ايران يورينيم دومره غني کړي چې د وسلې جوړولو کچې ته رسېدلي.

دا دوه ورځنی سفر د متحده قامونو د څار د څانګې د هغې غوښتنې په ترڅ کې راجوړ شوی چې بايد د ايران سره د ايټمي هلو ځلو په مسله کې ډېره همکاري وشي. خبري اداره وايي ګروسي به د ريسي سره ويني چې د ايران په ايټمي مسله خبرې اترې بيا پيل کړي او تعلقات بيا تر اوچتې کچې پورې ورسوي.

سرچينو ای ايف پي ته ويلي ګروسي تهران ته خپل تګ په دې شرط جوړ کړی چې د ايران د ولسمشر نه به ورته بلنه ورځي او په دې مسله به ورسره خبرې اترې کوي. د ايران د يورينيم د معلومو شوو غني زرو کچه دا وخت 87.7% ښودل کيږي او ساينس پوهان وايي د ايټم بم جوړولو د پاره دا کچه 90% پکار ده.

د متحده قامونو د ادارې د پټ رپورټ تر مخه دا غني کړل شوي يورينيم د ايران د مزکې دننه په فردا پلانټ کې موندل شوي چې د تهران نه په سل کيلوميټره واټن جوړ شوی.

تهران دا نه مني چې ايټمي وسله جوړول غواړي او وايي کله يې هڅه نه ده کړې د 60% کچې نه يورينيم زيات غني کړي خو دا يې ويلي دا امکان شته که په غير ارادي توګه دا کچه ښکته پورته تللې وي.دا معلومات د ايران د دوو سېنټريفيوجېز د ګروپونو لوړې کچې ته د وړلو وروستو بهر راوتلي چې ايران يورينيم دومره غني کړي خو ايي ای اي ای ته يې په دې اړه معلومات نه وو ورکړي.

فرانس د کال 2015 د هغه ايټمي لوځنامې په لاسليک کونکو کې دی چې ايران به ايټمي هلې ځلې ودروي او په بدل کې به ترې چيچونکي اقتصادي بندېزونه لر کړل شي خو اوس وايي د ايران يورينيم دومره غني کول بې ساري دي او دا انتهايي د فکر وړ خبره ده.

د ايران د ايټمي پروګرام وياند بهروز کمال وندي د ګروسي د سفر په اړه ويلي “هيله ده دا سفر به په غټه کچه د همکارۍ د پاره بنياد وګرځي او دا به د ايران او ايي ای اي ای تر منځ فضا پاکه کړي”.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG