لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د کوکنارو کښت ۹۵ فیصد کم شوی دی


ادارې وویل کوکنارو د کښت نه د کروندګرو په امدن کې ۹۲ فیصد کمی وشو. د اندازې ترمخه په ۲۰۲۲ کې کروندګرو افیمو د حاصلاتو نه ۱۳۶۰ مېلین ډالر امدن اخیستی و او په کال ۲۰۲۳ کې دغه امدن ۱۱۰ مېلین ډالر و
ادارې وویل کوکنارو د کښت نه د کروندګرو په امدن کې ۹۲ فیصد کمی وشو. د اندازې ترمخه په ۲۰۲۲ کې کروندګرو افیمو د حاصلاتو نه ۱۳۶۰ مېلین ډالر امدن اخیستی و او په کال ۲۰۲۳ کې دغه امدن ۱۱۰ مېلین ډالر و

ملګرو ملتونو ویلي په نشۍ توکو د طالبانو د پابندۍ په نتیجه کې په افغانستان کې د کوکنارو یا د ډوډي کښت ۹۵ فیصد کم شوی دی.

په افغانستان کې کوکنارو د کښت په اړه خپله کلیزه سروی کې د ملګرو ملتونو افس ان ډرګز اېند کرایم، یو اېن او ډي سي، موندلي چې په افغانستان کې د نشۍ توکو سره تړلی اقتصاد قریباً په مکمله ختم شوی دی.

یو اېن او ډي سي د خپلی سروی موندنې د اتوار، يکشنبې، په ورځ شایع کړې.

د یو اېن او ډي سي د اندازو ترمخه، د افیمو په تجارت کې د کمي دلاسه افغان کروندګرو د یو بېلین ډالرو نه د زیات مالیت امدن دلاسه ورکړی چې د ادارې په قول د غربت ښکار ملک دپاره سختې بشري او اقتصادي نتیجه لرلی شي.

د طالبانو حکومت د تېر کال د اپرېل په میاشت کې د کوکنارو په کښت پابندي ولګوله. تر دغه وخت پورې افغانستان په دنیا کې تر ټولو زیات هېرون پېدا کول.

یو اېن او ډي سي په خپله سروی کې وویل په ۲۰۲۳ کې د افغانستان په ټولو سیمو کې د ډوډې کښت د ۲۳۳۰۰۰ هېکټر نه ۱۰۸۰۰ هېکټر ته راوغورځېدلو او د افیمو په رسد کې ۹۵ فیصد کمی وشو او پېداوار يې په ۲۰۲۲ کې د ۶۲۰۰ ټن نه په ۲۰۲۳ کې ۳۳۳ ټن ته راکم شو.

ادارې وویل کوکنارو د کښت نه د کروندګرو په امدن کې ۹۲ فیصد کمی وشو. د اندازې ترمخه په ۲۰۲۲ کې کروندګرو افیمو د حاصلاتو نه ۱۳۶۰ مېلین ډالر امدن اخیستی و او په کال ۲۰۲۳ کې دغه امدن ۱۱۰ مېلین ډالر و.

زیاتره کروندګرو د غنمو کښت شروع کړو او په فراه، هلمند، کندهار او ننګرهار ولایتونو کې د غلي په کښت کې په مجموعي توګه د ۱۶۰۰۰۰ هېکټرو اضافه شوي ده. د ملګرو ملتونو د رپورټ ترمخه د کوکنارو په ځای د غنمو کښت شروع کولو له امله په دغو څلورو ولایتونو کې د ۲۰۲۳ په مهال کروندګرو په ممکنه توګنه د یو بېلین ډالر نه زیات امدن دلاسه ورکړو.

د رپورټ ترمخه، د هېروینو جوړېدل هم کم شوي او د دې په نتیجه کې یې مغربي ملکونو ته سمګلېنګ هم کم شوی دی.

د امریکي د پوځي مداخلت نه په ورستۍ موده کې په افغانستان کې د کوکنارو کښت او د افیمو پېداوار رېکارډ کچې ته زیات شوی و د دې باوجود چې امریکې د نشۍ توکو د مخنیوي دپاره تر ټولو زیات امداد ورکولو او د ۲۰۲۱ د ډسمبر په میاشت کې نهه بېلین ډالر ته رسېدلی و.

د جولای په میاشت کې په قطر کې طالب چارواکو سره خبرو کې امریکايي مامورینو په افغانستان کې د غېرقانوني نشۍ توکو په پېداوار کې د کمي ستاینه وکړه. د ملاقات وروسته په یو بیان کې د کوکنارو په کښت د طالبانو بندیز ته پاملرنه وشوه.

خو د انساني حقونو په اړه د تشویش او په ښځو د طالبانو د بندیزونو له امله مرستندویه ادارو د طالبانو هغو کوښښونو سره مرسته نه ده شروع کړې چې د نشۍ توکو د مخنیوي دپاره يې طالبان کوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG