لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان او یونیسکو د ملاله په نوم تعلیمي فنډ قائم کړی


د پاکستان صدر آصف علي زرداري هم برطانیه کې د ملاله یوسفزۍ تپوس ته تللی وو
د پاکستان صدر آصف علي زرداري هم برطانیه کې د ملاله یوسفزۍ تپوس ته تللی وو
د ملگرو ملتونو د تعلیم ادارې یونیسکو او پاکستان په شریکه د ملاله یوسفزۍ په نوم د جینکو د اعلا تعلیم د پاره فنډ یا مالي پنگه قائم کړې ده چې د سټینډ اپ فار ملاله گرلز ایجوکیشن از ای رائټ یا ملاله د پاره اوریږۍ، د جینکو تعلیم د هغۍ حق دی په نوم به یادیږي.
د فرانس سرښار پیرس کې د انساني حقوقو د نړې والې ورځې په مناسب یوه دستوره کې د پاکستان صدر اصف علي زرداري اعلان ووکړو چې پاکستان به د ملاله په نوم قائم کړی شوې تعلیمي فنډ د پاره ١٠ ملینه ډالرې ورکوي.
د پیرس غونډه ملاله ته ډالۍ کړی شوې وه چې پکې د یونیسکو مشرې ائرینه باکوه هم برخه واخسته. د نړي وال تعلیم د پاره د ملگرو ملتونو خصوصي استازی او د برطانيي پخوانی وزیراعظم گورډن براؤن هم په دستوره کې موجود وو.
گورډن براؤن ویلي د ملاله پلار ضاالدین یوسفزۍ دې د تعلیم د پاره د ملگرو ملتونو استازې ووټاکلی شي.
د سوات اوسیدونکې ملاله یوسفزۍ باندې د اکتوبر په میاشت کې طالبانو حمله کړې وه چې هغه پکې زخمي شوه. ملاله دا وخت برطانیه کې د علاج د پاره بوتللی شوې ده.
طالبانو په ملاله د حملې ذمه واري په غاړه اخستې وه.
ملاله د زنانه ؤ د تعلیم او د ښځو د حقوقو د پاره غږ پورته کړی وو. په نړي والې ټولنې په هغې د حملې په کلکه غندنه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG