لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملګرو ملتونو چارواکي: ویغور مسلمانانو سره د چین سلوک ممکنه ده چې د بشري حقونو پرضد جرمونو وموندل شي


چين وايي دا وداني چې ويغور مسلمانان پکې ساتل کيږي بندي خانې نه دي بلکې دې خلکو ته د کار هنر د طريقو زده کولو مرکزونه جوړ کړل شوي دي چې د مذهبي تندلارۍ او ترهګرۍ مخه پرې ونيسي
چين وايي دا وداني چې ويغور مسلمانان پکې ساتل کيږي بندي خانې نه دي بلکې دې خلکو ته د کار هنر د طريقو زده کولو مرکزونه جوړ کړل شوي دي چې د مذهبي تندلارۍ او ترهګرۍ مخه پرې ونيسي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې مشرې مېشل باچېلی د شورو/چهارشنبې په ورځ هغه د ځنډ ښکار رپورټ خور کړو چې پکې د پلټنو د مخه په چين کې د لږکيو ډلو بشري حقونه پايمال کړل شوي.

د خپلې دندې د پرېښودلو لږ ساعت وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو هاي کمېشنرې وويل “په سينګکيانګ کې د اقليتونو د بشري حقونو پايمالي د انسانيت خلاف جرم ثابتوي”.

مېشل باچېلی په خپل رپورټ کې ليکلي د دې د راټول کړل شوو معلوماتو تر مخه د بيجېنګ په نيم خپلواک سينګکيانګ صوبه کې د ويغور خلاف د ترهګرۍ او تندروۍ په اړه عمليات د نړيوال قانون په چوکاټ کې د انديښنو ډک دي. دا معلومات د اغلې بيچېلېټ دفتر ته د کال 1917-19 تر منځ د شوي کاروايۍ په اړه ورکړل شوي دي او وايي دا کېدلی شي د نورې اوږدې مودې نه راروان وي.

هغه په خپل رپورټ کې وايي “د ويغورو او نورو مسلمانانو ډلو د يو اړخيز او انتقامي کاروايۍ په ترڅ کې نيول او بندي کولو کچه ښايي چې د دغه خلکو بنيادي انساني حقونه پايمال کيږي او دا امکان لري چې د نړيوال جرم سره سره په خصوصي توګه د بشري حقونو خلاف يو جرم وګرځول شي”.

چين وايي دا وداني چې ويغور مسلمانان پکې ساتل کيږي بندي خانې نه دي بلکې دې خلکو ته د کار هنر د طريقو زده کولو مرکزونه جوړ کړل شوي دي چې د مذهبي تندلارۍ او ترهګرۍ مخه پرې ونيسي.

باچېلی په رپورټ کې وايي “د ځورولو مختلفې طريقې، بد سلوک، په زور درملنه او د بندي خانو خراب حالت پوره ثبوتونه دي او دا د دې تورونو تر څنګ دي چې په ويغورو په دې مرکزونو کې جنسي تېري هم کيږي”.

البته اغلې بايچېلی وايي جمع کړل شوي ثبوتونه د هغې دفتر ته اجازت نه ورکوي چې حتمي نتيجه ترې اخز کړي چې څومره زور زياتی روان دی خو دا ښکاره خبره ده چې دا مرکزونه په لويه کچه د بشري حقونو نه سرغړونه ده.

په جېنوا کې د چين مېشن دې رپورټ ته ليکلی ځواب ورلېږلی او د ملګرو ملتونو د دفتر نه يې غوښتلي چې د چين نظر دې هم په رپورټ کې شامل کړل شي.

چين وايي “دا څومره غلط معلومات او دروغ چې د چين خلاف خواره شوي دا د چين د قانون او پاليسۍ خلاف دي، تش بدنامول دي چې د اصولو او د خبرو اترو کولو د عمل خلاف ورزي ده. د دې په بنياد ويلی شي چې بشري حقونه دې سياسي ونه ګرځول شي ځکه دا د ملګرو ملتونو ريښتياوالی د تپوس لاندې راوړي.


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG