لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملگرو ملتونو د انساني حقوقو کونسل ته د سعودي عرب په انتخاب تنقید

د ملگرو ملتونو د انساني حقوقو کونسل جنیوا ښار کې مرکز لري
د ملگرو ملتونو د انساني حقوقو کونسل جنیوا ښار کې مرکز لري
چین، روس، سعودي عرب او کیوبا د ملگرو ملتونو د انساني حقوقو کاونسل نوي غړی منتخب شوي دي خو د انساني حقوقو یو غیر حکومتي تنظیم کاونسل کې د سعودي عرب او چین په انتخاب تنقید کړی دی.
نیویارک کې میشته د بشري حقوقو تنظیم هیومن رائټس واچ ویلي چین، روس، سعودي عرب، ویت نام او الجیریا د انساني حقوقو د تحفظ په لړ کې څه ښه کارکردگي نه لري نو ځکه د کاونسل گټه ور غړي نشې کیدی.
د سعودي عرب او د ملگرو ملتونو د انساني حقوقو کونسل د نورو نوو غړو په هکله کیږي چې سیاسي مخالفت نه زغمي، د مزدورانو خیر ښیگړي بهتر قوانین نه لري، د امینتي ادارو تگ لاريي د اعتراز وړ وي او په واک اختیار یواځې د یوې ډلې اجاره وي.
د ملگرو ملتونو عمومي شورا یا جنرل اسمبلي د نهې په ورځ د انساني حقوقو کونسل کې د ١۴ نوو غړو انتخاب وکړو.
برطانیه، فرانس، مالیپ، میسډونیه، میکسیکو، مراکش، نمیبیا او جنوبي افریقا هم د انساني حقوقو کاونسل غړې د دریو دریو کالو د پاره منتخب شول.
د کاونسل د غړو انتخاب د سیمې په حساب کولی شي او ځېنې هیوادونه بغیر د څه مخالفت منتخب شي.
امریکا هم په موجوده وخت کې د انساني حقوقو د کونسل غړی هیواد دی او د چوکۍ معیاد يي کال ٢٠١٥ کې سر ته رسیږي.
This item is part of
XS
SM
MD
LG