لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: د طالبانو له حکومت سره د پرمختګ په برخه کې مو هیلې ختمې شوې دي


په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي مشر مرستیال مارټین ګریفیټس وايي په افغانستان کې د کار کولو په مهال یې چې کومې هیلې او کومې لیکلې ژمنې لرلې چې نړیواله ټولنه له طالبانو سره څنګه مخته لاړه شي، هغه هیلې یې په اوبو لاهو شوې دي.

مارټین ګریفیټس د جون پر څلورمه په نیویارک کې خبري غونډې ته د وینا په وخت د طالبانو په واکمنۍ کې کابل ته د خپل سفر او د طالبانو له مشرانو سره د لیدو کتو او خبرو په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړل. هغه وویل:

"ما په افغانستان کې په یوه او یا بله بڼه یو عمر کار کړی او مونږ ځینې هیلې لرلې، په واقعیت کې مو ځینې لیکلې ژمنې هم لرلې چې طالبانو سره څنګه مخ ته لاړ شو خو دا هیلې ټوټه ټوټه شوې دي".

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي مشر انتونیو ګوتیرش مرستیال په افغانستان کې د تعلیم او کار په ګډون پر نجونو او ښځو د طالبانو بندیزونو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، د طالبانو حکومت د ښځو او نجونو د حقونو د محدودولو په تړاو یو په بل پسې فرمانونه او کړنلارې اعلان کړې دي.

هغه وویل چې له طالبانو سره پر دغو مسلو د افغانانو په استازیتوب د نړیوالې ټولنې خبرې لا هم روانې دي.

مارتین ګرفټس په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د هیلو د ټوټه ټوټه کیدو په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې ټاکل شوې په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي مشر مرستیال د جون په اخر کې له خپلې دندې ګوښه شي.

هغه وویل چې د طالبانو له حکومت سره چې نړیوالې ټولنې د ښځو او نجونو د تعلیم او کار په ګډون په یو شمیر مسلو د 2021م کال د اګست له میاشتې راوروسته کومې خبرې پیل کړي لا هم روانې دي.

د بشري حقونو د نړیوالو ادارو د رپوټ له مخې طالبانو په تېرو نیژدې درو کلونو کې د افغان میرمنو او نجونو د حقونو د محدودولو او ځپلو لپاره تر 50 زیات فرمانونه جاري کړي دي.

په دغو فرمانونو او کړنلارو کې د ښځو او نجونو د زدکړو او کار په ګډون د هغوی د ګرځېدو ازادي، د عقیدې او بیان ازادي، کاري فرصتونو، سیاسي او عمومي استازیتوب او علاج ته د ښځو او نجونو لاسرسی په شدید ډول محدود شوی دی.

ملګرو ملتونو او یو شمیر لویدیځو هیوادونو په پرله پسې ډول د طالبانو له حکومته غوښتي چې د ښځو او نجونو پر حقونو لګیدلي بندیزونه لرې کړي، خو د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې دغو غوښتنو ته تراوسه مثبت ځواب نه دی ورکړی.

طالبانو د ښځو او نجونو د تعلیم مسله د افغانستان کورنۍ مسله ګڼلې او د نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې ددغه هیواد په کورنیو مسلو کې دې له لاس وهنې ډډه وکړي.

د طالبانو حکومت ویلي چې د اسلامي شرعیت په چوکاټ کې د ښځو ټولو حقونو ته دا حکومت ژمن دی او د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز هم دایمي نه دی.

یادونه:- رپوټ د وي او اې اشنا له ویبپاڼې اخیستل شوی دی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG