لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملګرو ملتونو امنيتي شورا: داعش او نورې ډلې نړيوال او زياتېدونکی خطر دی


د سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو دا منيتي شورا په ګډه غونډه کې د ترهګرۍ ضد ادارې مشر ولادمير ورونکووف د عمومې سېکتر 15م رپورټ وړاندې کړو
د سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو دا منيتي شورا په ګډه غونډه کې د ترهګرۍ ضد ادارې مشر ولادمير ورونکووف د عمومې سېکتر 15م رپورټ وړاندې کړو

د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد مبارزه کوونکو چارواکو ویلي د داعش او ورسره تړلې ډلې اوس هم نړيوال او زياتېدونکی خطر دی.

د چارواکو په وېنا په افغانستان کې چې د کله نه طالبان په واک کې راغلي، دغلته د داعش وسله والې ډلې حملې او دعوې کمې شوي خو دا وسله واله ډله د هېواد سويلي ختيځ او ختيځ اړخ ته غځېدلې ده.

خو بل اړخ ته څېړونکي وايي د دې ترڅنګ په پاکستان کې هم د داعش وسله والې ډلې خپل عمليات سېوا کړي دي.

داعش تېر کال د اګست په مياشت کې چې امریکايي ځواکونه د افغانستان نه وتل، په کابل هوايي ډګر ځانمرګي بريد کړی چې پکې د 13 امریکايي سرتیرو به ګډون لږ تر لږه 170 کسان وژل شوي وو.

له دغې وروسته داعش بيا د شيعه مسلمانانو د عبادت په ځايونو [امام بارګاه] بريدونه کړي او ګڼ شمېر کسان پکې وژل شوي او د لږکيو په عبادتخانو د بريدونو ذمه وارۍ هم داعش منلې وې.

د نهې، سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو دا منيتي شورا په ګډه غونډه کې د ترهګرۍ ضد ادارې مشر ولادمير ورونکووف د عمومې سېکتر 15م رپورټ وړاندې کړو د کوم ترمخه چې داعش وسله واله ډله او د دې سره تړلي وسله وال تنظيمونه د ترهګرۍ بريدونو د تنظيمولو او د روانې جګړې د محرکاتو او د حکومتونو د نيمګړتياو څخه ګټه پورته کوي.

د دې ترڅنګ دغه وسله واله ډله د وبايي بندېزونو څخه هم ګټې پورته کوي او د خپلو پلويانو د ګمارلو لپاره ټېکنالوجي کاروي او لکه څنګه چې په شمالي عراق کې کتل شوي، دوي بې پېلوټه هوايي نظامونه هم کاروي.

د نهې، سه شنبې، په ورځ د متحده قومونو په وېب پاڼې د خپور شوي بیان ترمخه، ورونکوف په عراق، شام او افريقا کې د داعش وسله والې ډلې خاکه وړاندې کړه او وې ويل چې په لويه کچه د بريدونو څخه بچ پاتې شوي وو ځکه چې په ايالتونو کې دوي عمومي او اړونده دفترونه جوړ کړي دي کوم چې په عراق او شام کې کار کوي او د دې ترڅنګ د هغو سيمو نه بهر هم چرته چې لويه جګړه وي، په خصوصي توګه افغانستان او صوماليه کې.

په خپلو خبرو کې د ترهګرۍ ضد ادارې مشر وويل د عراق او شام ترمنځه پوله غېرمحفوظه ده او د يوې اندازې ترمخه په دغه سيمه کې 10000 جنګيالي لري.

د اپرېل په مياشت کې دې وسله والې ډلې د خپلو مشرانو د وژنې غچ يا بدل اخستلو لپاره نړيوال کمپاين کړی وو.

په يورپ کې د داعش وسله والې ډلې د شتون په اړه ورونکووف وويل دغه وسله والې ډلې په خپلو پلويانو غږ کړی چې د وبايي بندېزونو څخه ګټه پورته کړي او بريدونه وکړي.

د داعش وسله والې ډلې مالي مرستې

د يادې وسله والې ډلې د مالي انتظام په حواله د ترهه ګرۍ ضد ادارې مشر وويل د دې ډلې مشران د 25 نه تر 50 ملينه ډالرو پورې اثاثو انتظام کوي کوم چې د درې کاله وړاندې د اندازو نه ډېر کم دي خو په قانوني يا غېرقانوني توګه د ترهګرۍ مالي مرستې کمولو لپاره بايد روانې هڅې په پام کې وساتل شي.

د بهرني جنګيالانو بېرته لېږل

ورنکووف وويل د عراق، تاجکستان او فرانس له خوا په دې ورستيو کې د خلکو بېرته استول ښه ګام دی خو اندېښنه يې څرګنده کړه چې د بهرنيو جنګياليو او د هغوي د کورنيو د غړو بېرته راستنېدو په برخه کې پرمختګ محدود دی خو هغه شمېر لا هم زيات دی چې دا وخت د خرابو حالاتو سره مخ دي.

د عراق او شاوخوا 60 نورو هېوادونو څخه په لسګونو زره کسان چې پکې د 27000 نه زيات ماشومان هم شامل دي، د ډېرو امنيتي ننګونو او بشري ستونزو سره مخ دي.

د ترهګرۍ ضد مبارزه کوونکې ادارې مشر د عمومي سېکتر هغه غږ تکرار کړو چې هغه کسان چې په کېمپونو يا نورو ځايونو کې بندي دي، په خوندي او باعزته لاره د بېرته تللو لپاره اسانتياوې پېدا کړی شي.

  • 16x9 Image

    فضل الله

    فضل الله په نیویارک کې د وي او اې ډیوه خبریال دی، له دې نه وړاندې هغه د پاکستان له بېلابېلو مطبوعاتو سره کار کړی دی. هغه د پاکستان ټیلیویژن او جیو ټیلیویژن د خبریال او په پخوانیو قبایلو سیمو کې د اطلاعاتو د څانګې د ډایریکټر په توګه هم کار کړی دی. د قبایلي سیمو او افغانستان ګڼ شمېر دورې یې کړې او د دغو سیمو په اړه یې رپوټنګ کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG