لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه به د تړل شوو دروازو په شا د شام په صورتحال غور کوي


د سېکیورټي کاونسل په غونډه کې به د شام په تازه صورتحال او په ګولان یا جولان غونډیو کې د ملګرو ملتونو د امن ساتونونکو ځواکونو د مستقبل په اړه هم خبرې اترې کولی شي
د سېکیورټي کاونسل په غونډه کې به د شام په تازه صورتحال او په ګولان یا جولان غونډیو کې د ملګرو ملتونو د امن ساتونونکو ځواکونو د مستقبل په اړه هم خبرې اترې کولی شي

د بشار الاسد د حکومت نسکورېدو وروسته، د ملګرو ملتونو امنیتي شورا یا سېکیورټي کاونسل به د ګل، دوشنبې، په ورځ د تړل شوو دروازو په شا د شام په اړه خبرې کوي.

بشار الاسد د یاغیانو د توند پرمختګ وروسته د هېواد نه وتلی دی او مطبوعات وايي هغه د خپلې کورنۍ سره روس ته تللی دی.

د شام په صورتحال د سېکیورټي کاونسل د غونډې غوښتنه روس کړې وه چې د تېرو ۱۴ کلونو په خانه جنګۍ کې يې د بشارالاسد د حکومت مرسته هم کوله.

د سېکیورټي کاونسل په غونډه کې به د شام په تازه صورتحال او په ګولان یا جولان غونډیو کې د ملګرو ملتونو د امن ساتونونکو ځواکونو د مستقبل په اړه هم خبرې اترې کولی شي.

د اتوار، يکشنبې، په ورځ اسرایلي ځواکونه د ملګرو ملتونو د څارنې لاندې په جولان غونډیو کې بفر زون یا خالي علاقې ته ورغلل. اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو وویل دغه ګام ضروري وو ځکه چې د شام حکومتي ځواکونو په سیمه کې خپلې مورچې پرېښودې. د اسرایل خارجه وزیر ګېډین سار د ګل، دوشنبې، په ورځ اسرایلي ګام محدود او عارضي وبللو.

په داسې حال کې چې په شام د الاسد کورنۍ د ۵۰ کلونو نه د زیات وخت اقتدار ختم شو، د ګل، دوشنبې، په ورځ دا پوښتنې کېدلې چې د هېواد مشري به اوس څوک کوي؟ او د کلونو د خانه جنګۍ وروسته به دا ملک څنګه بیا بحالول کېږي؟

د روس د حکومت، کرېملېن ترجمان دمتري پېسکوف د ګل، دوشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل صدر ولادېمير پوټن فېصله کړې چې بشالاسد ته پناه ورکړي.

پېسکوف وویل پوټن د الاسد سره د ملاقات څه اراده نه لري. هغه دا و نه وېل چې د بشاالاسد چېرته دی.
د روس خبري ادارو د اتوار، يکشنبې، په ورځ دا خبر ورکړی و چې بشاالاسد او د هغه کورنۍ ماسکو ته رسېدلي دي.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

د ترکي خارجه وزیر حکان فېدن وویل د نوي شام امید کوي چې د ګاونډیو ملکونو سره به ښه تعلقات ولري او د سیمې په ثبات کې به مرسته وکړي.

سفیرانو ته خپل خطاب کې حکان وویل د نړیوالو کرادارونو په خصوصي توګه د ملګرو ملتونو نه توقعو کوی چې د شام ولس ته به ځان ور ورسوي او د ټول شموله انتظاميي د جوړېدو ملاتړ به وکړي.

د چین خارجه وزارت ترجمانې د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل په شام کې حالاتو ته په غور کتنه کوي او دا چې د هېواد د مستقبل فېصله دې د شام ولس په خپله وکړي.

د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن د اتوار، يکشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل امریکا به په شام کې د پرمختګونو څارنه کوي په سیمه کې همکارانو سره به به رابطه کې وي.

بلېنکن وویل امریکا په شام کې داسې حکومت ته د اقتدار په امناکه ډول د انتقال ملاتړ کوي چې احتساب يې کېدلی شي او ټول شموله وي.

بلېنکن وویل امریکا به د هغه نړیوالو کوښښونو حمایت کوي چې بشارالاسد د شام د ولس په ضد د زور زیاتي او د امریکايي خبریال اسټن ټایس په شان د ملکي کسانو د ګرفتاریو په سر د احتساب سره مخامخ کول غواړي.

د شام د خانه جنګۍ په مهال په بشارالاسد د جنګي جرمونو او د انسانیت خلاف د جرمونو الزامات لګول شوي دي چې په کې په کال ۲۰۱۳ کې د دمشق په مضافاتو کې د کيمیاوي وسلې حمله هم شامله ده.

د شام په خانه جنګۍ کې د پينځه لکه نه زیات خلک وژل شوي دي او د جنګ نه مخکې د هېواد د ۲۲ مېلین ابادۍ نیمه برخه بې ځایه شوې ده.

په دمشق او د شام په نورو علاقو کې خلکو د بشارالاسد حکومت په ختمېدو خوشحالۍ وکړې.

باغیانو هغه زندانونه خلاص کړل چې د الاسد حکومت په کې په کال ۲۰۱۱ کې د هغه د حکومت خلاف بغاوت د شروع کېدو راهسې په زرګونو مخالفین قید کړي وو.

د بشاالاسد حکومت په حېرانونکي ډول په چټکتیا ختم شو په داسې حال کې چې باغیانو په تېرو څو ورځو کې د حلب، حما او حمص ښارونه ونیول. د باغیانو مشري د حیات تحریر الشام اېچ ټي اېس نومې ډله کوي چې په یو وخت کې د القاعده سره هم تعلق لرلو. امریکې او ملګرو ملتونو دا ډله ترهګر تنظیم ټاکلی دی.

د اېچ ټي اېس مشري ابو محمد الجولاني کوي، چي وايي د القاعده سره يې تعلق قطع کړی دی او په ټول شمولیت او په مذهبي روادارۍ یقین لري.

د شام وزیر اعظم محمد جلالي د ګل، دوشنبې، په ورځ سکايي نیوز عربیا ته وویل هغه الجولاني سره ملاقات ته تیار دی.

شام اوس هم د اختلافاتو ښکار دی. د هېواد په شمال کې د ترکي حمایت یافته وسله وال د امريکې پلوه کرد ځواکونو سره په جنګ دي او په ځینو لرو پرتو سیمو کې د داعش وسله وال اوس هم موجود دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG