لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملگرو ملتونو مشر په شام کې د ډز بندۍ د خلاف ورزۍ غندنه کړې ده


د ملگرو ملتونو سرمنشي انټونیو گوټېریس
د ملگرو ملتونو سرمنشي انټونیو گوټېریس

په شام کې د عارضي جنگ بندۍ د ماتیدو ورسته د ملگري ملتونو سرمنشي انټونیو گوټېریس د گل په ورځ خپل یو بیان کښې وویل " د شورا قراردادونه هغه وخت معنی لري کله چې دا په مؤثره توگه عملي شي."

په جنیوا کې د ملگرو ملتونو د انساني حقونو څانگې یو این هیومن رایټس کاونسل څلور ورځنۍ غونډې د پرانستلو دستورې ته وینا کې سرمنشي زیاته کړه د دمشق په ختیځه غوطه سیمه کې خلق امداد ته نور انتظار نشي کولی.

د تیر خالي په ورځ د ملگري ملتونو امنیتي شوراء په ټول شام کښې د یو قرارداد دلارې د یوې میاشت لپاره اوربند غوښتنه کړې وه.

امنیتي شوراء په جگړه بوخت ټولو ډلو څخه دا هم غوښتلې وو چې د خپلو خواو نه دې محاصرې ختمې کړي چې اغیز منو کسانو د درملنې او د دغورنې لپاره امدادي کارکونکو سیمې ته رسایي ولري.

سرمنشي انټونیو گوټېرېس وویل " زه تمه کوم چې دا اد به په چټکۍ سره عملي شي او دوامداره به پاتې شي، په ځانگړې ډول چې دا قرارداد سمدسته، محفوظه او دوامداره امداد جگړه ځپلو خلکو ته رسول یقیني کړي، او ناجوړه او ژوبل کسان د دغې سیمې نه بهر کول ممکنه کړي."

د شام پلازمینه دمشق په گاونډ غوطه سیمه کې چې د حکومت مخالف یاغیانو په ولقه کښې علاقه ده دغلته جگړه ودریدلې نده، ملگري ملتونه او په شام کښې د جگړې څارنه کونکي وايي په ختیځه غوطه سیمه نور هوايي بریدونه شوي.

د ملگري ملتونو د بشري حقوقو ادارې مشر زېد راد الحسېن وايي "مونږ د څه قسمه ځنډ پرته د دې قرارداد عملي کیدل غواړو، مونږ له به د دې مسئلې نه بیغوره کیدل نه وي پکار ځکه چې په ختیځه غوطه کې نن سحر هم بمباري شوې".

زېد الحسېن د قرارداد د کامیابۍ په اړه خوشبینه ندې او وايي، دې قرارداد ته د اووه کاله ناکامی په تناظر کښې کتل پکار دي ځکه چې دې موده کښې د شام اولس ډیر تشدد او مرگ ژوبله لیدلې ده.

په کال ٢٠١١ کښې د عرب پاسون په وختونو کښې د شام صدر بشارالسد هم د خپل څوکۍ نه شړلو لپاره احتجاج شورو شو چې وروسته پکښې یو شمیر فریقېن میدان ته راغلل.

د دې شخړې د هواري لپاره یو شمیر هڅې شوي چې پکښې د ملگري ملتونو په مشرۍ کښې د امن مذاکرات هم شامل دي خو ټولې ناکامه شوي.

د شام په ټوله جگړه کښې د ملگري ملتونو امنیتي شوراء ته یو شمیر وړادیزونه شوي چې د بشري حقونو سرغړونه کونکې کسان محاکمه کړي، خو په دې اړه دې څه پرمختگ مخه همیش له روس او چین نیولې.

د ملگري ملتونو بشري حقوقو په اړه د شوراء غونډې د پرانستې په وخت خپله وینا کښې د شوراء مشر راد الحسېن په امنیتي شوراء نیوکې وکړې.

زید راد الحسېن وویل د ملگري ملتونو امنیتي شوراء په نړۍ کښې د اولس د کړمو ذمه واره ده او په خاص ډول یې د روس، چین او امریکا ذکر وکړو چې د هغه په ټکو یو شمیر مسئلې د خپل ویټو طاقت دلارې د پښو د لاندې کړي.
د اروپايي اتحادیې بهرنۍ تگلارې مشرې فریریقا موغریني سره د اروپايي خارجه وزیرانو په شام کښې وروستی د تشدد لړۍ باندې اندیښنې څرگندې کړي، کوم چې د شام په جگړه بوخت یو شمیر ډلو لخواه مخې ته راغلي خصوصا د شامي پوځ او د دوي د پلویانو لخواه.

د شام په جنگ کښې یو شمیر ډلې د یو بل خلاف جنگیږي چې پکښې د سني عربو یاغي ډله "فري سیرین ارمي"، کرد اکثریتي "سیرین ډیموکرېټک فورسز"، سلفي جهادیان چې پکښې القاعدې سره تعلق لرونکې النصراء فرنټ، او خود ساخته اسلامي خلافت یا داعش شامل دي.

په دې جنگ کښې د شام صدر بشار السد او د ده پلوي پوځونو سره د روس او ایران ملاتړ کوي.

امریکا په دې جنگ کښې کرد ملیشي د داعش خلاف موثره قوت گڼي او مرستې یې کوي.

دغه شان ترکي د فري سیرین ارمي ملگرتیا کوي خو د کرد ملیشو خلاف دي او دا ډلې د ترهگر "پي کی کی" یا "کردستان ورکرز پارټۍ" ملگري بولي خو صدر بشارالسد د واک نه لري کول غواړي.

د اتوار په ورځ د ترکي په خواست چېک چارواکو پلازمینه پراگ کښې د یو کرد ډلې "پي وای ډي" مشر صالح مسلم گرفتاره کړې.

ترکي په انکره ښار کښې په کال ٢٠١٦فروری میاشت کښې هاغه بمي چاودنه باندې صالح مسلم ککړ گرځولې و کومه کښې چې ٣٧ ملکي وگړي د مینځه تللې وو.

ترکي د ښاغلي مسلم په سر د لس لکه امریکني ډالرو انعام ایښودې و.

د صالح مسلم نیولو خلاف خپل غبرگون کښې د ده سیاسي ډلې "پي وای ډي" لخواه جاري بیان وايي صالح مسلم د شام وگړې دې او ترکي سره د ده د گرفتاری هیڅ قانوني حق نیشته.

ترکي وايي د نیول شوي کرد مشر دوي ته حواله کولو لپاره یې چیک مامورینو سره تماس نیولې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG