د شام دپاره د ملګرو ملتونو خصوصي استازي ګېیر پېډرسن د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل د بشاالاسد حکومت د ختمېدو وروسته د کړکېچ ځپلي هېواد دپاره حکومت جوړول اوس یو لوی ازمایښت دی.
پېډرسن په جېنېوا کې خبریالانو ته وویل شام اوس په دمشق کې د اعتماد وړ نګرانې انتظاميي ته ضرورت لري چې د شام د ټولنې په پراخه کچه نمایندګي وکړي.
د ملګرو ملتونو استازي وویل دا عمل په شام د نړیوالو پابندیو لرې کېدو او د کډوالو د ستنېدو دپاره لاره هوارولی شي. هغه خبرداری وکړو چې که چېرې دا عمل ناکامه کېږي نو په شام کې نوي شخړه شروع کېدلی شي.
پېډرسن وویل په شام کې دا وخت د حقیقي تبديلۍ موقعه موجوده خو پکار ده چې دا موقعه د شام ولس په لاس کې واخلي او ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه يې مرسته وکړي.
د شام صدر بشارالاسد حکومت د نسکورونکي ډلې حیات تحریر الشام مشر احمد الشرع المعروف محمد الجولاني د پخواني حکومت وزیراعظم محمد جلالي سره د اقتدار د انتقال په اړه خبرې اترې کړي دي.
د فریقېنو ترمنځ خبرو څخه خبر سرچینې رویټرز ته ویلي، جلالي ویلي چې د واک په منتقلۍ کې څو ورځې وخت لګېدی شي.
د قطر خبرې ادارې الجزیرہ ویلي محمد البشیر چې د شام په شمال مغرب کې د یاغیانو د قوي مرکز [سالوېشن حکومت] مشر دی د واک د منتقلۍ د زمه وارې ادارې مشر به وي.
الجولاني ویلي د الاسد د حکومت د هغو چارواکو نومونه به شایع کوي چې د هغه په قول د شام په ولس په تشدد کې ککړ وو.
الجولاني په يو بیان کې وویل هر څوک چې په تشدد کې د ککړ د پوځ او د سېکیورټي د اعلا چارواکو په اړه معلومات شریکوي هغوی ته به انعام ورکول کېږي.
د جرمني حکومت د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل د جرمني چانسلر اولف شولز او د فرانس صدر اېمېنوېل مېکران په شام کې د بشارالاسد د حکومت د خاتمې هرکلی کړی او ویلي يې دي چې د بنیادي انساني حقونو او د مذهبي او نسلي اقلیتونو د تحفظ په بنیاد د شام د نویو حکمرانانو سره همکارۍ ته تیار دي.
شولز او مېکران غوښتنه وکړه چې د شام د جغرافیايي یوالي دې احترام وکړی شي.
ملګرو ملتونو په جولان یا ګولان غونډیو کې په بفر زون یا په غېر پوځي علاقه کې د اسرایلي ځواکونو په ګمارل کېدو د تشویش اظهار وکړو. اسرایل وايي دا عارضي ګام يې د خپل امنیت دپاره اخیستی دی.
پېډرسن د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل ملګرو ملتونه په غور د شام په علاقه کې د اسرایل حرکت او بمبارۍ ته کتنه کوي. هغه غوښتنه وکړه چې پکار ده چې اسرایل خپل اقدامات ودروي.
د روېټرز او په شام کې د جنګ د څارنې تنظیم سېرین ابزروېټري فار هیومن رایټس ترمخه د نهې، سه شنبې، په ورځ اسرایلي ځواکونه د شام په علاقه کې د دمشق نه قریباً ۲۵ کلومېټره په فاصله موجود وو.
د اسرایلي پوځ ترجمان اویکايي ادروی وویل دا رپورټونه غلط دي چې اسرایلي ځواکونه د دمشق په لوري پېش قدمي کوي. هغه وویل اسرایلي ځواکونه په بفر زون کې د شام د سرحد سره نږدې په دفاعي حالت کې موجود دي.
په برطانیه کې مېشته سېرین ابزروېټري فار هیومن رایټس د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل د الاسد حکومت د نسکورېدو وروسته اسرایل د شام په علاقه کې د ۳۰۰ نه زیاتې فضايي حملې کړي دي.
خبریالانو د نهې، سه شنبې، په ورځ د دمشق په علاقه کې د تازه هوايي بمبارۍ خبرونه ورکړل.
د اسرایل خارجه وزیر ګېډین سار د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل اسرایلي ځواکونو په شام کې د کيمیاوي وسلو په مشکوکو ځایونو او د اوږدې فاصلې د راکټونو په هدفونو حملې کړي چې دا ډول د وران په لاسو ور نه شي.
سعودي عرب د اسرایل د ګامونو غندنه وکړه او د نهې، سه شنبې، په ورځ يې په یو بیان کې وویل د اسرایل ګامونه د نړیوال قانون خلاف ورزي کوي او په شام کې د امنیت د بحالۍ، ثبات او د علاقيي سلامتیا امکاناتو ته نقصان رسووي.
د شام د نسکور شوي حکومت وزیراعظم جلالي سکای نیوز عربیا ته د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل په دې اړه کار کوي چې د اقتدار د انتقال وخت په هواره ډول او په چټکتیا سر ته ورسوول شي.
هغه وویل د کابينې زیاتره وزيران په دمشق کې د خپلو دفترونو څخه کار کوي.
د ملګرو ملتونو دپاره د شام سفیر چې د الاسد حکومت ګمارلی و خبریالانو ته يې وویل نوو چارواکو هغه او د هغه ډلې ته هدایات ورکړي دي چې خپل کار جاري وساتي.
قصی عبدالجبار الضحاک وویل د شام د ولس سره ولاړ دي، د شام د ولس دپاره به خدمات ترسره کوي خو خپل کار ته به دوام ورکوي. هغه وویل د شام ولس او خپله هېواد نوی تور ويني.
د ملګرو ملتونو سېکیورټي کاونسل د روس په غوښتنه د ګل، دوشنبې، په ورځ د تړل شویو دروازو په شا د شام په صورتحال غور وکړو. پېډرسن او د ملګرو ملتونو د امن ساتونکو مشر جین پېیر لاکروېکس دواړو غونډې ته معلومات ورکړل.
د سېکیورټي کاونسل د غونډې وروسته روسي سفیر وېسيلي نبېنزیا خبریالانو ته وویل سېکیورټي کاونسل په عمومي توګه په دې خبره متفق و چې د شام جغرفیايي سالمیت، د شهریانو تحفظ او ضرورت مندو خلکو ته د امداد رسد دي یقیني کړی شي.
د چین استازي فوکونګ وویل پکار ده چې په شام کې صورتحال معمول ته راوستل شي او ټول شموله سیاسي عمل شروع کړی شي. هغه ټینګار وکړو چې پکار نه ده چې ترهګر قوتونه بیا سر راپورته کړی شي. هغه زیاته کړه چې ملګري ملتونه په دې حالاتو کې لوی کردار په غاړه لري.
Forum