لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

م م: طالبان د جنسي "اپارټایډ" یا د صنف په بنیاد د تعصب په تګلاره عمل کوي


بېنېټ په خپل رپورټ کې په افغانستان کې د غلا او د جنسي فعل په شان په مبنیه جرمونو د ښځو، سړو او ماشومانو په عامو ځایونو کې په درو د وهل کېدو ذکر وکړو
بېنېټ په خپل رپورټ کې په افغانستان کې د غلا او د جنسي فعل په شان په مبنیه جرمونو د ښځو، سړو او ماشومانو په عامو ځایونو کې په درو د وهل کېدو ذکر وکړو

د متحده قومونو د انساني حقونو څانګې یو اېن هیومن رایټس کاونسل ته د ګل، دوشنبې، په ورځ ورکړی شوي رپورټ کې وېل شوي چې د افغانستان واکمن طالبان د جنسي اپارټایډ یا د صنف په بنیاد د تعصب په تګلاره روان دي.

په افغانستان کې د انساني حقونو دپاره د متحده قومونو خبرنګار رېچرډ بېنېټ یو اېن اېچ ار کاونسل ته وویل طالبان قصداً او شعورن د ښځو د انساني حقونو نه انکار کوي او د ټولنيز ژوند نه حذف کول غواړي.

هغه وویل د طالبانو تګلاره د صنف زورول دي چې د طالب مامورینو په يې احتساب کېدلی شي.

د کال ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې افغانستان نه د نړیوالو ځواکونو د انخلا نه وروسته طالبان په افغانستان بیا واکمن شوي او په مېرمنو يې یو شمېر قدغنونه لګولي دي.

بېنېټ وویل تېر کال په سېټمپر کې د هغه د ابتدايي رپورټ نه پس په افغانستان کې حالات نور هم خراب شوي دي او افغانان د انساني حقونو په داسې بحران کې ګېر دي چې ښکاري دنیا يې هم په حل کولو کې مرسته نه شي کولی.

بېنېټ وویل د اکتوبر او د ډسمبر په میاشتو کې يې د افغانستان سفرونه کړي او محسوسه کړې يې ده چې د مخالفینو د چقولو دپاره ګامونه او د مېرمنو ترڅنګ د نسلي او مذهبي اقلیتونو په ضد حملې زیاتې کړي.

د طالبانو په موقتي حکومت کې ښځې نمایندګي نه لري او د افغان ښځو په کار روزګار، تعلیم او سفر يې بندیزونه او قدغنونه لګولي دي. ښځې پارکونو او جېم ته هم نه شي تللی.

بېنېټ وویل ښځو سره بد سلوک نه د زغم وړ دی او نه يې هم د مذهب په شمول په بل څه بنیاد جواز شته.

هغه زیاته کړه هېڅ یو ملک ترقي نه شي کولی چې نیمه ابادي يې په کور په زندان کې وي. په مرستندویه ادارو کې د ښځو په کار د پابندۍ له امله، بېنېټ وویل، په قامي کچه اقتصادي، سماجي او ثقافتي کړکېچ پېدا شوی دی.

متحده قومونه وايي طالبانو د بیان واکمنېدو نه پس په افغانستان کې غربت دوچنده زیات شوی، په هېواد کې ۲۸ مېلین کسان امداد ته ضرورت لري او د شپږ مېلین نه زیات خلک د قحط د خطر سره مخامخ دي.

بېنېټ وویل حالاتو د سمولو په ځای طالبان د امداد په وېش کې مداخلت کوي.

بېنېټ په خپل رپورټ کې په افغانستان کې د غلا او د جنسي فعل په شان په مبنیه جرمونو د ښځو، سړو او ماشومانو په عامو ځایونو کې په درو د وهل کېدو ذکر وکړو.

هغه وویل داسې باوري رپورټونه يې هم ترلاسه کړی دي چې طالبانو د قانون نه بالا وژنې، بې دریغه يې خلک نیولي او تشدد او بدسلوکي يې ورسره کړې ده.

د متحده قومونو ترڅنګ یو ملک هم طالبان لا په رسميت نه دي پیژندلي.

په جنیوا کې د یو اېن هیومن رایټس کاونسل دپاره د افغانستان مستقل استازي ناصر احمد اندېشه کاونسل ته خپله وېنا کې د بېنېټ د رپورټ تاید وکړو.

هغه وویل د انساني حقونو پر امنه کارکونکو، د یونېورسټۍ د استاذانو، فعالانو او د نیول کېدو او د جنس په بنیاد خلکو د زورول کېدو دې د انسانیت خلاف د جرم په څېر تحقیقات وکړی شي.

د انساني حقونو تنظیم هم د اندېشه د الفاظو عکاسي کړې ده او د حقایقو د معلومولو د کمېشن جوړولو غوښتنه يې کړې ده.

د اېمنېسټي انټرنېشنل سېکرېټري جنرل اېګنیز کېلامارډ وویل په افغانستان کې د انساني حقونو صورتحال بدتریج خرابېږي او د طالبانو خلاف ورزۍ هره ورځ دوام لري.

د متحده قومونو د ورستي رپورټ په اړه د طالبانو دریځ لا مخې ته نه دی راغلی خو د دې نه وړاندې يې په افغانستان کې د انساني حقونو په اړه نړیوال تشویش رد کړی.

طالبان وايي ښځو دپاره به د افغان دود دستور او اسلامي تعلیماتو سره سم د کار او تعلیم حالات برابروي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریالانو لیزا شلاین او ایاز ګل د رپورټ نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG