لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: که طالبان پر ښځو بندیزونه لرې نه کړي افغانستان به نور بېوزله او یواځې شي


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر «یوناما» د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړی چې پر ښځو او نجونو لګېدلي بندیزونه ختم کړي او او که نه وي دا هېواد به د لا زیاتې بې وزلۍ او یواځیتوب له خطر سره مخ شي.

ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې څه باندې 12 میلینه یعنې یو کروړ 20 لکه افغان مېرمنې سږ کال بشري مرستو ته اړتیا لري.

د یوناما مشرې او د ملګرو ملتونو د عمومي ‌مشر ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا د مارچ پر اتمه په یوه بیان کې ویلي، په نړۍ کې سږ کال د مارچ اتمه 'پر ښځو سرمایه کاري وکړئ' په موضوع لمانځل کیږي او دا باید یوه موقع وي چې د ښځو د لا پرمختګ لپاره هڅې دوه چنده شي:

"دا بیا زړه ماتوونکې خبره ده چې موږ یې په افغانستان کې بېخي سرچپه حالت وینو: یوه قصدي او ناورین زېږوونکې سرمایه کاري چې ښځو او نجونو ته د پام وړ زیان رسوي او یواځې د تلپاتې سولې او سوکالۍ مخته خنډونه پیدا کوي."

ملګرو ملتونو ویلي د 2021م کال له اګست راهیسې واکمنو طالبانو تر شپږم ټولګي پورته او په پوهنتون کې تعلیم ته د لاسرسي په ګډون د ښځو او نجونو پر ډېرو بنیادي ازادیو یو شمېر بندیزونه لګولي، د ښځو کارونه یې اغېزمن کړي او له کوره بهر یې د هغوی د تګ راتګ ازادي محدوده کړې ده.

یوناما ویلي د طالبانو حکومت د "اسلامي جامو" د فرمان د نه عملي کولو په تور د وروستیو ځپونکو اقداماتو په اړه ویره څرګنده کړې او وایي د ښځو خپلسره نیول کېدو له ویرې ښځې مجبوره شوې دي چې لا نورې له ټولنې یواځې پاته شي.

یوناما د افغانو ښځو له قوله ویلي په هېواد کې د بدلون لپاره د دوی هڅې نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري.

وایي په دې کې له واکمنو طالبانو سره د ټولشموله حکومت په اړه خبرې کول، د افغانستان د راتلونکي په اړه په ټولو خبرو کې د افغان مېرمنو د فعالې برخې او استازیتوب په اړه د ډاډ ترلاسه کول، او هغه نړیوالې مرستې شاملې دي چې د ښځو ملاتړ کوي.

د یوناما په بیان کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې ځانګړې استازې الیسن ډېویډین له خولې ویل شوي:

"د افغان ښځو او نجونو لپاره فضا په خطرناکې چټکۍ سره تنګیږي او په دې توګه د جګړې، غریبۍ او یواځیتوب له ناوړه دورې د افغانستان د وتلو چاره ستونځمنه کیږي."

مېرمن ډېویډین ویلي د افغان ښځو او نجونو د حالت مسئله باید د نړیوالو اندېښنو او اقداماتو په مرکز کې ځای ولري. وایي په افغانستان کې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه یوه نړیواله جګړه، او په هر ځای کې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه ده:

"هغه څه چې موږ یې کوو یا یې په کولو کې پاته راغلي یو، د افغان ښځو او نجونو لپاره یو امتحان دی او د نړیوالې ټولنې په توګه موږ د دې حق لپاره ولاړ یو."

د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې ځانګړې استازې ویلي پر ښځو د طالبانو لګول شوي بندیزونه د بشري حقونو د هغو ذمه واریو خلاف دي چې پر افغانستان یې د یوه غړي ریاست په توګه عملي کېدل لازمي دي.

طالبان چې د 2021م کال په اګست کې په دویم ځل د وسلو په زور پر افغانستان واکمن شوي له هغه راهیسې د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ د طالبانو د حکومت له خوا په رسمي ډول نه لمانځل کیږي.

طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر د مشرې او د ښځو د څانګې د استازې تازه څرګندونو ته لا غبرګون نه دی ښوولی، خو د طالبانو حکومت چارواکي وايي د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG