لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

متحده قامونه: سري لنکا دې په احتجاجونو کې د تشدد مخه ونېسي


د انساني حقونو فعالان خبرداری کوي چې د خوراکي شیانو، تېلو او د بنیادي ضرورت د نورو شیانو د ګرانېدو په ضد د خالي، شنبې، په ورځ د رابلل شویو مظاهرو په مهال اړی کړی او تشدد کېدلی شي
د انساني حقونو فعالان خبرداری کوي چې د خوراکي شیانو، تېلو او د بنیادي ضرورت د نورو شیانو د ګرانېدو په ضد د خالي، شنبې، په ورځ د رابلل شویو مظاهرو په مهال اړی کړی او تشدد کېدلی شي

د متحده قامونو د انساني حقونو څانګې په سري لنکا غږ کړی چې د خالي، شنبې، په ورځ په هېواد کې کېدونکو احتجاجونو په مهال دې د تشدد مخنیوی وکړي او امنیتي ځواکونه دې مهار کړي.

د سري لنکا سرښار کولمبو په داسې حال کې د مظاهرو امکان دی چې هېواد په اقتصادي بحران کې ښکیل شوی او د بنیادي ضرورت شیان ګران شوي دي.

د وي او ای د ربورټ ترمخه د انساني حقونو فعالان خبرداری کوي چې د خوراکي شیانو، تېلو او د بنیادي ضرورت د نورو شیانو د ګرانېدو په ضد د خالي، شنبې، په ورځ د رابلل شویو مظاهرو په مهال اړی کړی او تشدد کېدلی شي.

د می په میاشت کې په کولمبو کې د پخواني وزیراعظم ماهېندا راچاپکسی حمایت کوونکو او مخالفو مظاهره چیانو په نښتو کې د رپورټونو ترمخه لږ تر لږه اته کسان وژل شوي وو د 250 نه زیات زخمیان شوي وو.

د متحده قامونو د انساني حقونو دفتر ترجمانې روینا شامدساني داسې نخښې نښاني لیدل کېږي چې د خالي، شنبې، د ورځې په پرامنه احتجاجونو کې حالات د قابو نه وتلی شي.

د متحده قامونو ترجمانې وویل داسې رپورټونه ترلاسه شوي دي چې د پولیس او امنیتي ځواکونو او د هغو خلکو ترمنځ ځای په ځای نښتې شوي دي چې په ګنټو ګنټو او یا څو څو ورځې یې تېلو د اخیستلو دپاره په قطارونو کې تېرې کړي دي.

د متحده قامونو ترجمانې وویل داسې رپورټونه ترلاسه شوي دي چې د پولیس او امنیتي ځواکونو او د هغو خلکو ترمنځ ځای په ځای نښتې شوي دي چې په ګنټو ګنټو او یا څو څو ورځې یې تېلو د اخیستلو دپاره په قطارونو کې تېرې کړي دي
د متحده قامونو ترجمانې وویل داسې رپورټونه ترلاسه شوي دي چې د پولیس او امنیتي ځواکونو او د هغو خلکو ترمنځ ځای په ځای نښتې شوي دي چې په ګنټو ګنټو او یا څو څو ورځې یې تېلو د اخیستلو دپاره په قطارونو کې تېرې کړي دي

شامدساني وویل په ځینې وختونو کې د ضرورت نه بغیر پولیس په خلکو د اوښکو ګېس او اوبه شیندلي او امنیتي ځواکونو ډزې هم کړي دي.

ترجمانې وویل د متحده قامونو د انساني حقونو څانګې مشره های کمشنر فار هیومن رایټس مېشېل باچېلی د سري لنکا مامورینو سره به رابطه کې ده او په مختلفو موقعو یې ورته ویلي چې د ولس د رایوځای کېدو په وخت دې د زغم نه کار واخیستل شي. هغې د سري لنکا چارواکو ته ویلي چې د سری لنکا شهریان په ازادۍ د رایوځای کېدو او د احتجاج دلارې د رای د څرګندولو حق لري.

شامدساني وویل د نړیوال قانون دلاندې خلکو د منتشر کولو دپاره طاقت یوازې په متناسب ډول په هغه صورت کې استعمالېدلی شي چې بله لار نه وي.

د شامدساني ترمخه، مېشېل باچېلی د غوښتلي چې د سري لنکا حکومت دې د ولس شکایتونه لېرې کولو او د مسلې د حل کولو دپاره رېښتېني مذاکرات وکړي.

د وي او ای په رپورټ کې داسې څه نه وو چې د سري لنکا حکومت د متحده قامونو د چارواکو خبرو ته څه دریځ څرګند کړی دی.

اقتصادي بحران د ختمولو دپاره سري لنکا نړیوالې مالیاتي ادارې ای اېم اېف نه د قرض اخیستلو دپاره ادارې سره مذاکرات شروع کړي او روس نه یې د تېلو اخیستلو خبره کړې ده چې په ملک کې د توانای په بحران قابو وموندل شي.

سري لنکا د تېرې څه مودې راهسې د اقتصادي او سیاسي بحران ښکار شوی دی.

د رویټرز خبري ادارې د یو ورستي رپورټ ترمخه د ۲۲ مېلین ابادۍ ملک سري لنکا په تېرو ۷۰ کلونو کې د بدترین اقتصادي بحران سره مخامخ دی، د زرمبادله ذخایر د رېکارډ تر حده ټيټي کچې ته رسېدلي دي او ملک د بنیادي ضرورت شیانو یعني خوراک، دوایانې او تېلو په درامد کولو کې د مشکل سره مخامخ دی.

یادونه: د دې خبر معلومات جنیوا نه د وي او ای خبریال لیزا شلاین او رویټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG