لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د سکول ماشومانو او د پاکستان په مبینه بمبارۍ کې ملکي کسانو په وژل کېدو تشویش څرګند کړی


نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د سکول په ماشومانو د حملو او په خوست او کونړ کې د پاکستان په مبینه بمبارۍ کې د ملکي کسانو د وژل کېدو غندنه کړې ده او د طالبانو یې غوښتلي چې په ماشومانو د حملو تحقیقات دې وکړي او ککړ کسان دې د قانون سره مخامخ کړي.

په ماشومانو د حملو غندنه کونکو کې د افغانستان دپاره د امریکې خصوصي نماینده تهامس وېسټ هم شامل و چې په دې لړ کې یې د نهې، سه شنبې، په ورځ د افغانستان پخواني صدر حامد کرزي سره په ټېلي فون خبري وکړې.

کري سره د خپلو خبرو په اړه تامس وېسټ پخپل ټویټ پېغام کې وویل ،، دسکول په ماشومانو د ظالمانه حملو په سر يې د پخوانې صدر سره جور خفګان شریک کړی. او د جینکو د تعلیم په حقله د طالبانو وسه پورې جاري بندېزونو په حقله يې هم خپله فکرمندي شریکه کړي. دغه بندېزونه افغانانو ته د طالبانو لخوا د بیا بیا ضمامنتونو پرضد دي، او د ښځو او د جینکو د حقونو د سرغړونې سره سره د ملک د راتلونکي دپاره هم خطر دی. مونږ د طالبانو نه غواړو چې د افغان مذهبي او نورو مشرانو غوښتنو ته دي غوږ کېدي او دغه بندیز دي ختم کړي،،.

په خوست او کونړ کې د پاکستان په مبینه حملو کې د عامو خلکو د وژل کېدو په اړه یورپي یونین د ټوېټر دلارې فکرمندي ښکاره کړه.

عام تاثر دا دی چې په خوست کې بمباري پاکستاني ځواکونو کړې ده خو پاکستاني مامورینو د دې خبرې نه تردید او نه یې تاید کړی دی.

په افغانستان کې د یورپي یونین نماینده ټامس نکلاسن ویلي، ،،په خوست او کنړ کې په 16 اپرېل په هوايي حملو کې د عامو خلکو په وژلو بشمول د ماشومانو ډېر فکرمنده دی،،.

هغه زیاته کړه د عامو خلکو په خاصه توګه د ښځو او ماشومانو او د بې کوره خلکو تحفظ د عالمي قانون یوه لازمي برخه ده.

خصوصي نماینده ویلي، تعلیمي ادارې او په کابل کې شیعه اکثریتي علاقی په نخشه کول یوه مجرمانه او بزدلانه ګام دی او دا چې یورپي یونین په ټولو متعلقه ادارو غږ کوي چې د دې زمه وار کسان دي انصاف سره مخامخ کړی شي.

دغه شان د ملګري ملتونو په افغانستان کې خصوصي رپورټیر رچرډ بېنټ هم ویلي، ،،په منظمه طریقه سکولونه او د ګڼې ګوڼې ځایونه په هدف کول غوښتنه کوي چې د دې هر څه دي فوري پلټنې وشي، احتساب وشي او د انساني حقونو سرغړوي دي ختمي کړی شي،،.

د ملګري ملتونو جنرل سېکرټري انټونیوګوټېرس هم په کابل کې په سکول برېد غندنه کړي او د ځپل شويو کورنیو سره يې خواخوږي څرګنده کړې ده. په خپل ټویټ کې ګوټېرس ویلي، د سکولو په شمول د عامو خلکو د ګڼې ګوڼي په ځایونو حملې د عالمي انساني قانونینو ترمخه په سختۍ منع دي.

د ملګري ملتونو د انساني حقونو اداری یواېن هیومن رایټس هم د هزاره شیعه ټولنې په سکول د برید غندنه کړي او زرترزره يې د دې د پلټنو او زمه وارا تنان د عالمي اقدارو سره سم انصاف سره د مخامخ کولو غوښتنه کړې.

د افغانستان دپاره د ملګري ملتونو مشن یوناما هم په خپل ټویټ کې د سکول ماشومان هدف کونکي انصاف ته د راکښ کولو غوښتنه کړی.

د ملګري ملتونو د ماشومانو څانګې یونیسف ایګزېکټو ډایرېکټری کېتهرین رسل په یو جاري بیان کې ویلي ،،په غربي افغانستان کې د ماشومانو په سکول ظالمانه حملو ویرولي ده د یونیسف د طرفه زه د دې پېښو د غمجنو کورانو سره د زړه د تل نه خوا خوږي کوم. په ماشومانو او پّه تعلیمي ادارو حملی د انساني حقونو سخته سرغړونه ده. سکولونه یوازې د زدکړی ځای نه وي بلکه دا د امن او تحفظ مرکزونه وي. یونیسف د دې حملو غندنه کوي او په کلکه د ټولو فریقېنو نه غواړی چې په هر یو وخت کې دي د ماشومانو تحفظ یقیني کړي،،.

د انسانی حقونو تنظیم هیومن رایټس واچ د ښځو د حقونو د څانګې یوی مشرې هیدر بار هم نن پخپل یو مضمون کې لیکلي، ،،که افغانستان یوه روښانه راتلونکی او اقتصادي پرمختیا غواړي نو تعلیم د دې دپاره یوه لازمي برخه ده. خو دغه تازه حملو دغه امېدونه د افغانانو نه نور لري بوتلل. طالبانو ته پکار د چې د دې پېښو دي باوري او شفافه پلټني وکړي او د تعلیم د حق په لړ کې دې خپلې سرغړوني هم بندې کړي. دا ضروري ده چې عالمي ټولنه دې هم دوې نه ددې غوښتنه وکړي،،.


  • 16x9 Image

    ثمینه احسن

    ثمینه احسن د خېبرپښتونخوا د پېښور یونیورسټۍ نه په جرنلزم او ماس کمیونیکېشن سره سره په پولیټیکل ساینس کې هم سبق وېلی. هغه د 2009 راهسې د ډیوه سره د خبریالې په توګه کار کۍ. ثمینه احسن د دی نه وړاندې د PACT  په نوم د پاکستان او افغانستان دپاره د یوه رېډیو پراجېکټ، د پېښور رېډیو سټېشن، او FM سټېشنونو سره هم کار کړی. هغه د ښځو او جینکو، ماحولیاتو، سیاست، او په نورو ډېرو موضوعاتو لیکل او ویډیو رپورټونه جوړۍ. تاسو ورسره دلته ملګري کېدی شۍ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG