لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: افغان مېرمنې باید د خپل هېواد په ټولو پرېکړو کې شاملې کړی شي


د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې یوه مشره سیما بحوث د افغان مېرمنو له استازو سره لیدلي، وروسته یې د افغانستان په اړه په ټولو پرېکړو کې د ښځو پر ګډون ټینګار کړی او وایي دا هېواد لا هم د ښځو د حقونو په برخه کې له یو ژور بحران سره مخ دی.

سیما بحوث د مارچ پر 11مه پر ایکس [مخکیني ټویټر] لیکلي چې افغان مېرمنو ته د حالاتو د برابرولو او د پرېکړو په برخه کې د هغوی د بوختولو لپاره باید نه ستړې کېدونکي هلې ځلې وشي.

مېرمن بحوث وایي افغانستان لا هم د ښځو د حقونو په برخه کې د یو ژور بحران سره مخ دی:

"نن ما افغان مېرمنې واورېدې او په دې اړه مې ورسره بحث وکړ چې امنیت د هغوی لپاره څه معنا لري. مونږ باید نه ستړې کیدونکي اقدامات وکړو چې افغان میرمنو ته فضا پرانیستل شي او هغوی د خپل هیواد په ټولو پرېکړو کې شریکې شي".

د ملګرو ملتونو په مرکز کې په نړۍ کې د ښځو د حالت د ارزولو کمیشن غونډې د مارچ پر 11مه پیل شوې دي چې ټاکل شوې دوې اونۍ به دوام وکړي، دې غونډې ته د ښځو او بشري حقونو یو شمېر افغان فعالانې هم وربلل شوې دي.

ټاکل شوې چې د ښځو د حقونو د ملاتړ استازي او فعالان به د دوو اونیو په موده کې د جنسیتي برابرۍ په برخه کې د پرمختګ لپاره په ځانګړې توګه د لوږې د ختمولو او پر ښځو او نجونو باندې د سرمایه کارۍ لارې چارې ولټوي.

دې غونډې ته د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتېریش د دوشنبې- ګل په ورځ په خپله وینا کې د اندېښنې په څرګندولو وویل چې په نړۍ کې د ښځو او نجونو د حقونو خلاف له پرشاتګه کړیږي او په میلینونو ښځې او نجونې د جګړې او کړکېچ پېټی پر اوږو وړي.

د افغانو ښځو او نجونو د حقونو لپاره د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري د مارچ پر 12مه پر خپل ایکس په یو پیغام کې د ملګرو ملتونو د ښځو د حالت ارزولو د کمیشن غونډه یو ښه پیل ګڼلی دی.

رینا امیري ویلي د ټولنې په ټولو برخو کې د ښځو او نجونو پر ګډون د نیوکو په اړه دغه بحث یو ډېر ښه پیل وو چې افغان مېرمنو هم پکې برخه اخیستې وه:

"په افغانستان کې پېچلي چېلنجونه باید د افغان مېرمنو او نجونو د تجربو او پوهې په وسیله د لارښوونې په اصولي او تخلیقي لارو چارو حل شي".

طالبانو د 2021م کال په اګست کې پر افغانستان د وسلو په زور له بیا واکمنېدو وروسته پر ښځو او نجونو پرله پسې ‌بندیزونه لګولي دي، چې د بشري حقونو د فعالانو او ملګرو ملتونو په وینا د دغو بندیزونو شمېر تر 50 زیات دی.

نجونې او ښځې یې له شپږم ټولګي پورته او په پوهنتونونو کې له زدکړو منع کړې او د ملګرو ملتونو د ادارو په ګډون په سرکاري او غیرسرکاري ادارو کې یې د ښځو او نجونو پر کار بندیز لګولی دی.

طالبانو پر ښځو له کوره بهر د حجاب اغوستلو او د اوږده سفر پر مهال د کورني محرم د لرلو شرطونه ایښي او ښځې یې پارکونو او ورزشي کلبونو ته له تللو منع کړې دي.

د ایمنیسټي انټرنېشنل په ګډون یو شمېر نړیوالو ادارو د مارچ پر اتمه د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په ګډه اعلامیه کې ویلي، طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو پر حقونو بریدونه زیات کړي چې له امله یې بشري حالت لا خراب شوی دی.

ملګرو ملتونو د افغان مېرمنو او نجونو خلاف د طالبانو د حکومت دا اقدامات د جنسیت په بنیاد منظم توپیري چلند بللی او ژر تر ژره یې ددغو اقداماتو د ختمولو غوښتنه کړې ده.

طالبانو حکومت چارواکو په پرله پسې ډول ویلي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټولو حقونو ته ځان ژمن ګڼي او په افغانستان کې د نجونو پر تعلیم لګول بندیز یې لنډمهالی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG