لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د طالبانو پر نوي اخلاقي قانون ژوره اندېښنه ښکاره کړې


د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف د نوي اخلاقي قانون په منظورۍ ژوره اندېښنه ښکاره کړې ځکه چې وایي دا قانون پر شخصي چلند باندې پراخ محدودیتونه لګوي، په اغېزمنه توګه ښځې له عام ژونده باسي او د اخلاقي پولیسو ته یې د عملي کېدو پراخ واک ورکوي.

بل لور ته یو شمېر افغانو ښځینه فعالانو د طالبانو د حکومت د وروستي قانون په ضد په انلاین بڼه یو اعتراضي او احتجاجي کمپېن پیل کړی دی چې پکې دوی سندرې وایي او ټینګار کوي چې غږ به یې هیڅکله هم غلی نه ‌شي.

د طالبانو د حکومت دغه نوی چې "د امربالمعروف ونهي عن المنکر د مخنیوي قانون" نومیږي د اګست پر 21 اعلان شوی او منظور شوی چې په افغانانو باندې پراخ محدودیتونه لګوي.

دا قانون د افغان مېرمنو او نجونو پر حقونو باندې تر پخوا لا سخت محدودیتونو لګوي چې پکې د ښځو د ټول بدن او مخ پټولو په ګډون په عامو ځایونو کې د هغوی غږ منع کړل شوی دی.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د اګست پر 28مه په یو بیان کې ویلي، د ښځو د بدن او مخ پټولو لازمي کول، په عامو ځایونو کې د ښځو غږ منع کول، له غیر مسلمانانو سره له تعلقه د ښځو منع کول او له محرم پرته سفره منع کول د ښځو او نجونو حقونه په پراخه کچه کمزوري کوي.

په بیان کې ویل شوي د طالبانو د حکومت دا قوانین او ظالمانه پالیسۍ باید سمدستي منسوخ کړل شي او واکمن چارواکي د نړیوالو قوانینو په بنیاد د ټولو ښځو او نجونو د بشپړو حقونو په برخه کې خپلو ژمنو ته پابند پاته شي.

د طالبانو د اخلاقي قانون په خلاف د افغانستان کې دننه او بهر افغان مېرمنو "د ښځې غږ عورت نه دی" په نوم هېشټېګ سره په ټولنیزو شبکو کې خپلې داسې ویډیوګانې خپرې کړي دي چې پکې سندرې او شعرونه وايي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وایي، طالبانو په تېرو درو کلونو کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د ځپلو او کمزوري کولو لپاره تر 70 زیات حکمونه، لارښوونې او کړنلارې خپرې کړې دي، چې ورسره د هغوی بنیادي حقونه تر پښو لاندې شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو د ادارې په بیان کې ویل شوي، دغو محدودیتونو پر افغان میرمنو او نجونو باندې ډېرې ناوړه اغیزې کړي دي. وایي د ملګرو ملتونو په یوه سروې کې یواځې یو فیصد افغان مېرمنو ویلي وو چې په ټولنو کې په پرېکړو باندې اغېز لري.

ددغو مېرمنو 64 فیصدو یې ویلي وو چې له کوره د وتلو پر مهال د امنیت احساس نه کوي او ددغو مېرمنو اته فیصدو یې ویلي وو، لږ تر لږه یوه ښځه پیژني چې د 2021م کال له اګست میاشتې راهیسې یې د ځان وژنې هڅه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د ښځو د ادارې تر دې بیان مخکې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې مشر ولکر ټرک هم د طالبانو د حکومت دا نوی قانون په غیرمعمولي توګه یو بد قانون یاد کړی وو او د منسوخېدو غوښتنه یې کړې وه.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د اګست پر 26مه پر خپل ایکس د امربالمعروف او نهی عن المنکر د نوي قانون په اړه د نړیوالې ټولنې اندېښنې بې بنیاده بللې او له دغو ادارو یې غوښتي چې په اسلامي احکامو دې ځانونه پوه کړي او د اسلامي ارزښتونو درناوی دې وکړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG