لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه : په هلمند کې د جګړو دلاسه خواوشا 35,000 خلک بېځایه شوي


ملګرو ملتونو ویلي چې د اففانستان په سویلي هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار ته نږدې د افغانستان ملي امنیت ځواکونو او غیر دولتي وسله والو ډلو ترمنځ جګړو کې د رپوټونو تر مخه خواوشا 35,000 خلک بېځایه شوي دي. ملګرو ملتونه وایي چې د ځایی چارواکو د لمړیو اټکلونو تر مخه نږدې 200 تنه مړه یا ټپیان شوي دي ، او دغه شمېره کې ممکن ده چې بدلون راشي ځکه چې تر اوسه ارزونې روانې دي.

دنهې یا سه شنبه په ورځ د ملګرو ملتونو په اعلامیه کې ویل شوي چې د رپورټونو تر مخه په سیمه کې ډیر روغتیایې مرکزونه تړل شوي دي، او په ځینو سیمو کې بریښنا قطعه شوې او د مخابراتي شبکې هم اغیزمنې شوې دي ، چې د بشري ارزونې ټیمونو په مواصلاتوباندې هم اغیز کړی دی.

د ملګرو ملتونو په اعلامیه کې ویل شوي چې دوی د خپلو ملګرو ترڅنګ د تیره ورځ راهیسې په سیمه کې د اړتیاو ارزونه کوي خو لاسرسی ډیر محدود دی. د ملګرو ملتونو اعلامیه زیاتوي چې په ټول افغانستان کې سږکال د 208,000نه زیات خلک د جګړو له امله بې ځایه شوي دي، او ملګرو ملتونو او مرستندویه ادارو سږ کال د جون میاشتې پورې شپږ میلینه خلکو ته مرستې رسولی دي.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د 2020 کال دبشري مرستو پلان دپاره یو اعشاریه یو ملیارده ډالرو ته اړتیا لري چې دوی خپلی مرستې 11 میلینه نه ډیر خلکو ته ورسوي ، خو تر دې نیټې ورته یوازې 372 میلینه ډالر ترلاسه شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG