لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کابل په تعلیمي مرکز بريد کې د مړينو شمېره 43 ته رسېدلې


د چاودنې په ورځ د کابل پوليسو خالد ځدران وي او اې ډيوه ته ويلي وو ځانمرګی برید کې 19 تنه وژل شوي او 27 ژوبل شوي وو
د چاودنې په ورځ د کابل پوليسو خالد ځدران وي او اې ډيوه ته ويلي وو ځانمرګی برید کې 19 تنه وژل شوي او 27 ژوبل شوي وو

په افغانستان کې د متحده قومونو د مرستې دفتر ترمخه د کابل په دشتي برچي سيمه کې د جمعې د ورځې په چاودنه کې دوژل شویو کسانو شمېره 43 ته رسېدلې او 83 ټپيان دي.

په افغانستان کې د متحده قومونو د استازولۍ دفتر يوناما د ګل/ دوشنبې په ورځ [درېم اکتوبر] ويلي، "د چاودنې له امله د مرګ ژوبله شمېر په زیاتېدو دی. 43 تنه وژل شوي او 83 ټپيان دي. نجونې او ځوانې ښځې د چاودنې ښکار شوي دي".

يوناما ويلي، ښايي د مرګ ژوبلو شمېره نوره لوړه شي، او په کابل کې د يوناما دفتر د بشري حقونو څانګه د تاييد بهیر دوام لري.

د چاودنې په ورځ د کابل پوليسو خالد ځدران وي او اې ډيوه ته ويلي وو، "د کابل ولایت دیارلسمه حوزه کې د «کاج» په نامه ښوونیز کورس باندې چې د دوی د مسؤلینو له قوله، نن یې آزمایښتي کانکور امتحان درلود، ځانمرګی برید شوی چې له بده مرغه لومړني معلومات ښایی چې 19 تنه پکې وژل شوي او 27 ژوبل شوي دي".

د افغانستان شیعه هزاره مېرمنو چې دغه برید کې ورته تر ټولو زیات زیان رسېدلی ،د خپلې اقلیتي ټولنې د"نسل کشۍ" پر ضد په کابل کې کوټلي احتجاجونه هم کړي دي.

تر اوسه کومې ډلې د جمعې د ورځې د برید زمه واري نه ده منلې خو تر دې مخکې وسله والې ترهګرې ډلې داعش د شعیه مسلمانو په عبادتخانو،د نجونو په ښوونځیو او نورو مقاماتو د شوو زیاتره بریدونو ذمه وارۍ منلي دي.

طالبانو افغانستان کې واک ته له رسېدو وروسته د لږکیو د ساتنې او د امنیتي ګواښونو د مخنیوي ژمنه کړې ده.

خو د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې د جمعې د ورځې برید "د افغانستان د خلکو په ساتنه کې د غېر حقیقي چارواکو په توګه د طالبانو د بې کفایتۍ او بشپړې ناکامۍ د شرم وړ یادونه وه".

د تېر کال د مې میاشت کې، واک ته د طالبانو تر راتګ مخکې، په دشت برچي کې د دوی ښوونځي ته څېرمه د دریو بمي چاودنو له امله لږ تر لږه 85 کسان وژل شوي وو چې زیاتره پکې نجونې وې او شاوخوا 300 نور کسان پکې ټپیان شوي وو.

ددغو چاودنو پړه کومې ډلې پر غاړه نه وه اخیستې، خو یو کال وړاندې داعش په همدې سیمه کې پر یوه ښوونیز مرکز د ځانمرګي برید پړه منلې وه چې 24 تنه پکې وژل شوي وو.

داعش په دې وروستیو کې په افغانستان کې د طالبانو لپاره د یوې مهمې امنیتي ننګونې په توګه راڅرګند شوی، خو طالب چارواکي ادعا کوي چې د دوی ځواکونو داعشیانو ته ماتې ورکړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG