د افغانستان د پاره د ملګرو ملتونو مېشن يوناما د افغان مدني ټولنې فعالې ظريفه يعقوبي د خوشي کولو هرکلی کړی خو ويلي يې دي د هغه څلورو افغانانو سړو په اړه هيڅ معلومات نشته څوک چې د اغلې يعقوبي سره يو ځای نيول شوي وو.
ظريفه يعقوبي سره د خپلو څلورو ملګرو د نومبر په وړومبۍ اوونۍ کې د پرېس کانفرنس په وخت په کابل کې نيولې شوې وه.
يوناما د ګل، دوشنبې، په ورځ په يو ټويټ کې د مېرمن یعقوبي د ادازۍ هرکلی وکړو.
یوناما وویل “ مونږ د افغانستان په موجوده چارواکو غږ کوو چې ژر تر ژره دې زمونږ په خواست غور اوکړي او د هغو فعالانو په اړه دې معلومات راکړي چې د اظهار د ازادۍ په سر نيولي شوي”.
د ملګرو ملتونو د ښځو د حقونو څانګې په خپل يو تازه رپورټ کې چې په ټوېټر خور کړل شوی ويلي په افغانستان کې شپږ ميليونه خلک د لوږې نه يو قدم لرې دي او په ښځو لګول شوي سخت بندېزونه پرې لا د پاسه دي او دا په دې معنا دي چې ښځې اوًجينکۍ د ټولو وروستو پاتې افغانان دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو ايجنسۍ ويلي د ښځو انساني اسانتياو ته لاس رسی کم دی “او د دې د پاسه پرې بندېزونه لګېدلي چې د ګرځېدو حق نه لري، د کار کولو حق يې نشته او ښځې او جينکۍ د خوراک څخاک، خوندي سرپناه او د صحت اسانتياو ته د ټولو وروستو لاس رسی لري”.
په رپورټ کې ويل شوي “د ښځو په ګرځېدو بندېزونه لګول شوي او بيا داسې رواج جوړ دی چې ښځې د کورنۍ د پاره قرباني ورکوي په معنا د دې چې لږه خوري او د ټولو نه وروستو خوري”.
رپورټ ليکي د ښځو په بنيادي حقونو بندېز او د کمې خواندګۍ شرح په دې معنا ده چې د ښځو پېژند پاڼې هم نه وي چې له سوبه يې بنيادي انساني ضرورتونو او مرستو ته لاس رسی هم نه وي.
په افغانستان کې د بې کوره شوو خلکو زيات شمېر د ښځو دی او د جايداد په خپل نوم کولو د حق نه محرومه دي او هر وخت په دې ويره کې وي چې هر وخت يې څوک د کوره ويستلی شي