د متحده قومونو د تعلیم، ساینس او د ثقافت ادارې یونېسکو د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل چې امریکا اراده لري چې بیا په یونېسکو کې ځان شامل کړي.
امریکې پېنځه کاله مخکې د یونېسکو نه ځان جدا کړی و.
یونېسکو په یو بیان کې وویل چې په اداره کې د بیا شاملېدو دپاره به امریکا کوټکلي مالي تګلاره وړاندې کوي چې د تنظیم نور رکن ملکونه به يې منظوروي.
یونېسکو نه د وتلو مخکې به د ادارې د اخراجانو ۲۲ فیصد برخه امریکې ادا کوله.
په کال ۲۰۱۱ کې چې یونېسکو فلسطینیانو ته غړیتوب ورکړو نو امریکې ادارې سره مالي امداد بند کړو او په کال ۲۰۱۸ کې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په حکومت يې امریکا د تنظیم نه په مکمله توګه ووتله او په یونېسکو يې د اسرایل خلاف د تعصب الزام ولګولو.
یونېسکو وویل په نژدو کلونو کې د سیاسي تاوتریخوالي د کمولو دپاره کوښښونه کړي دي او د منځني ختیځ په شمول په یو شمېر حساسو ترینو موضوعاتو يې مفاهمت پېدا کړی دی.
د یونېسکو مشر اډری ازولی په یو بیان کې وویل دا وخت دا اعتماد وجود لري چې یونېسکو خپل منشور څنګه نافذ کوي.
صدر بایډن په اینده بجت کې یونېسکو ته د ۱۵۰ مېلین ډالر غوښتنه کړې چې دا ډول امریکا ادارې ته خپلې موجوده او پخوانۍ مالي مرستې ورکړی شي.
د ګل، دوشنبې، په ورځ د یونېسکو د اعلان نه مخکې امریکايي چارواکو ویلي وو چې په یونېسکو کې د امریکې د غیرموجودګۍ نه چین ګټه اخیستله چې پکې ارټېفېشل انټېلېجنس یا منصوعي ذهانت دپاره د مېعار تعین هم شامل و.
یادونه: د وي او ای د دې خبر ځينې معلومات د ای پی او ای اېف پي خبري ادارو نه هم اخیستل شوي دي