د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشر فلېپو ګرانډي خبرداری کړی چې په افغانستان کې د اقتصادي بدحالۍ دلاسه به د جنګ ځپلي هېواد نه د خلکو د مهاجرت لړۍ شروع شي.
د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه ګرانډي د وډیو لنک دلارې د نهې، سه شنبې، په ورځ د جنیوا نه خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې د اقتصادي بدحالۍ له امله به نه یوازې د ملک دننه خلک بې کوره شي بلکې افغانان به د ملک نه بهر تګ هم شروع کړي.
په افغانستان طالبانو د بیان واکمنېدو راهسې ملګرو ملتونو خبرداری کړی چې افغانستان د بشري ناورین په څنډه ولاړ دی.
امدادي ادارې وايي د افغانستان د 38 مېلین ابادۍ نه نیمايي نه زیاته برخه دا ژمی د ولوږې سره مخامخ ده.
ګرانډي وویل په افغانستان کې د بحران مخنیوی کېدلی شي که چېرې د هېواد اقتصاد او بنیادي اسانیتا فعالې کړی شي او ملک ته د پېسو رسد بیا شروع شي.
ګرانډي افغانستان نه په لویه شمېره کې د کډوالو د تګ په اړه خبرداری په داسې حال کې کړی دی چې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یونیسف د افغان ماشومانو او د هغوی د کورنۍ د ژغورنۍ لپاره تر بل هر وخت د زیاتې دوه ارب ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.
دغه اداره وايي دغه دوه ارب ډالر به په خوارځواکۍ له اخته یو میلین ماشومانو سره پر بیړنیو مرستو، د 10.5 میلینه ماشومانو لپاره د شري پر وېکسین، 11.5 میلینه کسانو ته د پاکو اوبو پر برابرولو او د 7.5 میلینه افغان ماشومان لپاره تعلیم ته په رسایۍ باندې ولګول شي.
بلخوا ناروی د نړیوال بېنک له خوا د افغانستان د 280 میلین ډالرو ازادېدو غوښتنه کړې.
د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې د نړیوالې بېنک تر انتظام لاندې د افغانستان لپاره د مرستې فنډ ورکوونکې ادارې هڅولې دي چې د افغانستان له کنګل شویو پیسو څخه 280 میلینه ډالر د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارو ته ورکړي.
طالبانو تر اوسه د ناروې د دې ګام په اړه څه نه دي ویلي، خو په وار وار یې له امریکې او نړۍ غوښتي چې د افغانستان د کنګل شویو پیسو په ازادېدو کې مرسته وکړي.
نړیوال بېنک د افغانستان د بیارغونې لپاره له 1.5 ارب ډالرو څخه د ملګرو ملتونو د خوراک نړیوال پروګرام او یونیسیف ته له 280 میلین ډالرو ورکولو هغه وخت انکار وکړ، چې طالبان په اګست میاشت کې پر افغانستان واکمن شول.
ګرانډي وویل د افغان کډوالو په اړه د خبرو دپاره به په اینده څو ورځو کې د ایران سفر کوي.
بلخوا د پاکستان کابېنې د دې خبرې منظوري ورکړه چې افغانان کولی شي چې د پاکستان د هوايي اډو نه نورو ملکونو ته سفر وکړي.
د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه زیاتره افغانان د ایران په لوري زیات سفر کوي. خو رپورټ وايي په افغانستان کې د سختو حالاتو باوجود په ورستیو هفتو کې لس ګونه زرګونه افغانان ستانه کړي دي.
د یو اېن اېچ سي ار د شمېرو ترمخه په ایران کې درې اشاریه څلور مېلین افغانان ژوند کوي چې دوه مېلین غېر رجسټر شوي کډوال او اته لکه مهاجر دي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو ترمخه درې اشاریه پېنځه مېلین افغانان طالبانو د واکمنېدو نه وړاندې هم د ملک دننه د بې کورۍ ژوند کولو.