لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

رپورټ: په پاکستان کې ٢١ فیصد جینکۍ په کم عمر کې واده کېږي


د ملګري ملتونو د ماشونو د تعليم څانګې يا يونيسيف رپورټ زياتوي چې پاکستان کې د ۹۔۱ ملين نه زياتې جينکې په کم عمرې کې واده شوې دي او هېواد په نړې کې د کم عمرۍ د ودونو په لحاظ سره په شپږمه درجه ولاړ دی

پاکستان ملګرو ملتونو ته باور ورکړی چې د ۲۰۳۰ پورې به د کم عمرۍ او په زور کېدونکو ودونو مخنېوی کوي خو د ملګرو ملتونو د ماشونو د تعليم څانګې يا يونيسيف د راپورترمخه پاکستان کې ۲۱ فيصد جینکۍ د ۱۸ کالو نه کم ولې درې فيصده جینکۍ د ۱۵ کالونه کم عمر کې وده کېږي.

پېښور کې زنانو د حقونو او د هغوي د تعليم د پرمختګ د پاره کار کونکې د ېوغير سرکاري تنظيم مشره کلثوم عثمان وايي چې په ټولنه کې د کم عمرۍ ودونه د تعليم د کمي، مقامي رسم ورواج او د دې د مخنوي د پاره د قانون سازې د نشوالې لا امله کېږي.

کلثوم عثمان وايي مېندې او پلاران وايي چې د سیمې د ثقافت دلاندې چې جینۍ د ۱۲ کالو شي نو غواړي چې هغه دې د خپل کور شي.

نوموړې زياته کړه چې د ټولنې رسم ورواج هم د کم عمرۍ په ودونو کې ډير کردار لوبه وي نو پکار ده چې په والدېنو کې په اړه بېداري پېدا کړې شي.

"ګرانوډ ريالېټي دا ده چې زمونږ خېبر پښتونخوا کې ارلي ميريجز سټل ډير کامن دي وس يي هم پريکټسنګ کېږي او قانون سازي زمونږه خپل ګورنمنټ ته دې باندې ډېفېنېټلي ايکسکلوسيو پکار ده"

د پاکستان ډيموګرافک اينډ هلته سروې کال ۱۳۔۲۰۱۲ ترمخه په هېواد کې د ټولو زنانو هردريمه خځه د شلو کالو په عمر کې مور جوړيږي ولې په هر څلورو وده شوو خځو کې د يوې زنانه عمر د شلو نه تر څلوريشت کاله وي کومه چې په کم عمر کې واده شوې وي.

د پېښور حيات اباد ميډيکل کمپلکس کې د زنانو ډاکټره صايمه ايوب ډيوه نيوز ته وويل چې کومه جينې په کم عمر کې واده شي هغه د کم تعليم او نا پوهۍ لوجې د ذهني پرېشنۍ سره مخ وي، نوموړې زياته کړه چې په کم عمرې کې واده شوي اکثره جينکۍ د ماشوم پيدا کيدو په وخت د ويني د کمي ښکار وي او وروسته دا مسله دومره کړکيچنه شي چي لوجې يي ماشوم او مور د مرګ خولې تا ور ورسي.

هغه وايي چې ۱۸ کالو نه کم عمر زنانه کې د ماشوم پېدا کېدو په وخت د زيات بلډ پريشر لوجې جټکې رازي او بله خبره داد چې دا مريضان اکثره د غريبو کورونو نه وي نو دوی کې د اول نه د وينې کمې وي، ډاکټر صایمه ايوب وايي چې زياتې زنانه د ماشوم پېدا کېدو په وخت د جټکو يا د وينې د کمې لوجې مړې شي."

د قانوني چارو پوهانو تر مخه پاکستان کې د کم عمرۍ ودونو پرضد د کال ۱۹۲۹ قانون په وفاقي سطح موجود دې خو دغه قانون د موجوده وخت او معاشرې سره سمون نه خورې.

پېښور کې د خېبرپښتونخوا چائلډ پروټيکشن اينډ ويلفير کميشن مشر اعجاز خان وايي چې د صوبې په کچه د کم عمرۍ ودونو د مخينوي د پاره قانون سازې کولو په لړ کې د قانوني مسودې ډرافت صوبايي حکومت ته حواله کړی شوی دی.

د ملګري ملتونو د ماشونو د تعليم څانګې يا يونيسيف رپورټ زياتوي چې پاکستان کې د ۹۔۱ ملين نه زياتې جينکې په کم عمرې کې واده شوې دي او هېواد په نړې کې د کم عمرۍ د ودونو په لحاظ سره په شپږمه درجه ولاړ دی.

XS
SM
MD
LG