لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د نوي زیږیدونکو ماشومانو د مړینې شمیره په نړۍ کې تر ټولو زیاته ده


د ملګرو ملتونو یو تازه رپوټ وايي، پاکستان کې د نوي زیږیدونکو ماشومانو د مړینې شمیره په نړۍ کې تر ټولو زیاته ده.

د رپورټ تر مخه پاکستان کې په ۲۲ نوي زیږیدلي ماشومانو کې یو کوچنۍ خامخا مري. او افغانستان کې په ۲۵ ماشومانو کې یو ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکوي او په دریم نمبر دی. د کوم کچه چې د پاکستان او مرکزي افریقا څخه لږ ټیټه ده.

په نړۍ کې هر کال ۲،۶ میلیونه نوي زیږیدلي ماشومان په لومړۍ میاشت کې خپل ژوند له لاسه ورکوي. رپوټ زیاتوي چې په دې کې یو میلیون ماشومان په هماغه ورځ چې نړۍ کې سترګې غړوي، ومري.

مالدارو هیوادونو کې په۱،۰۰۰ ماشومانو کې یوازې ۳ ماشومان د زیږیدو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي. او په غریبو هیوادونو کې بیا د مړینې شمیره په زرو کې ۲۷ ماشومانو ته رسي.

په نړۍ کې د خطرسره مخ هیوادونو کې د نوي زیږیدلي ماشومانو د مړینې امکان ۵۰ فیصده زیات دی. پاکستان په دې لړ کې تر ټولو لومړی، دویم مرکزې فریقا ده او دریم هیواد افغانستان دی.

دغه شمیرې په سینګاپور، اېیس لنډ او جاپان کښې تر ټولو ټیټې دي. او ځکه هم دغه هیوادونه د ماشومانو د زیږیدلو لپاره تر ټولو غوره ګڼل کیږي. جاپان کې، په ۱،۱۱۱ ماشومانو کې یوازې یو تن مري. سینګاپور کې په ۹۰۹ کې اواېیس لنډ کې په ۱،۰۰۰کښې یو ماشوم د مرګ مخ کیږي.

راپور زیاتوي چې د غربت په کرښې هیوادونه نه توانیږي چې د روغتیا اسانتیاوې برابرې کړي. په پاکستان او افغانستان کې زیاتره میندې دغو اسانتیاو ته لاس رسی هم نه لري.

  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG