لاس رسیدونکی لینک

 
ملگرو ملتونو په بنگله دیش کې روهینگا کډوالو ته امدادي سامان ولیږلو
تازه خبر

ملگرو ملتونو په بنگله دیش کې روهینگا کډوالو ته امدادي سامان ولیږلو


په میانمار کې د تشدد دلاسه ۴٠٠٠٠٠ روهینگا مسلمانانو بنگله دیش ته کډه کړې ده او یونیسف وايي په کډوالو کې ٦٠ فیصد ماشومان دي.
په میانمار کې د تشدد دلاسه ۴٠٠٠٠٠ روهینگا مسلمانانو بنگله دیش ته کډه کړې ده او یونیسف وايي په کډوالو کې ٦٠ فیصد ماشومان دي.

د ملگرو ملتونو د ماشومانو د خیرښیگړې ادارې یونیسف ویلي د روهینگا کډوالو ماشومانو دپاره يي د امدادي سامان ډک ټرکونه لیږلي دي.

په میانمار کې د تشدد دلاسه ۴٠٠٠٠٠ روهینگا مسلمانانو بنگله دیش ته کډه کړې ده او یونیسف وايي په کډوالو کې ٦٠ فیصد ماشومان دي.

په بنگله دیش کې د ملگرو ملتونو د ماشومانو د خیر ښیگړې ادارې یونیسف نماینده ایډرډ بایگ بیډر وویل د روهینگا کډوال د هرقسم مرستې ته اړتیا لري خو دا وخت هر شی انتهايي ناپید دی.

هغه وویل د سرپناه دپاره سامان، خوراک او د څښلو صفا اوبه د انتهايي ضرورت شیان دي چې کډوال ورته سترگې په لاره دي.

بایگ بیډر وویل په ځمکني حالات دا دي چې ماشومان د اوبو دلارې خوریدونکو ناروغو خطر سره مخامخ دي او په راتلونکو ورځو کې د ماشومانو د تحفظ انتهايي گران کار ور په غاړه دی.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ چې یونیسف روهینگا کډوالو ته کوم امدادي سامان ور ولیږلو په دې کې اوبه، د صفاې شیان، جامې او نور د بنیادي ضرورت څیزونه شامل وو.

روهینگا کډوالو ته د یونیسف د سامان لیږلو اعلان په داسې حال کې شوی چې یوه ورځ وړاندې د ملگرو ملتونو مشر یا جنرل سیکریټري ایټونیو گوټیریس روهینگا مسلمانان چې دا وخت د کوم صورتحال سره مخامخ دي دا د نسل کشۍ برابر دی.

اینټونیو گوټیریس نه تپوس شوی و چې ایا د روهینگا مسلمانانو د کړکیچ دپاره د نسل کشۍ ټکی استعمالیدی شي، نو په جواب کې هغه وویل د روهینگا د ابادۍ دریمه برخه وطن په پریښودو مجبور شوي دي نو په داسې حال کې به هم څوک صورتحال د بیانولو دپاره ددې بهتر لټوي.

په نیویارک کې د ملگرو ملتونو په مرکزي دفترو کې خپله وینا کې گوټیریس د میانمار په مامورینو غږ وکړو چې پوځي کاروايي دې ودروي، تشدد دې ختم کړي، د قانون عملداري دې پرځای کړي او هیواد پریښودونکو خلکو ته د بیرته تگ حق ورکړی شي.

هغه وویل د میانمار په رخاین ریاست کې دي روهینگا مسلمانانو شهریت او یا د معمول ژوند تیرولو قانوني حیثیت ورکړی شي.

د میانمار په مغربي رخاین ریاست کې په صورتحال د نړۍ زیاتیدونکي تشویش پرمهال د هیواد مشرې انگ سان سوچي په اینده هفته کې کیدونکې د ملگرو ملتونو عمومي غونډه کې د وړاندې څخه ټاکل شوی شرکت منسوخ کړی دی.

د میانمار د پوځي واکدارانو خلاف د کوښښونو په سر آنگ سان سوچي ته د امن نوبیل انعام ورکړی شوي دی خو میرمن دا وخت ددې تنقید سره مخ ده چې روهنیگا خلاف د تشدد ودرولو کې ناکامه شوي ده.

د میانمار حکومتي چارواکي دا گڼي چې روهینگا د بنگله دیش نه راغلې غیرقانوني مهاجرین دي ددې باوجود چې ځینې روهینگا مسلمانانو د تیرو څو نسلونو راهسې په میانمار کې وسیږی.

په میانمار کې د تشدد تازه لړۍ د اگست د میاشت راهسې په داسې حال کې شروع شوه چې روهینگا وسله والو د پولیس په چوکو او د پوځ یو یو مرکز حملې وکړې. ددې ورسته په تشدد کې ۴٠٠ کسان وژل شوي دي او د روهینگا ټولنې غړي وايي زیاتره وژنې د میانمار د امنیتي ځواکونو په حملو کې شوي دي.

د میانمار حکومت وايي پوځ يې د هغه ترهگرو خلاف اقدامات پیل کړي دي چې درې هفتې وړاندې په حملو کې ککړ وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG