لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یونسیف:دنجونو ښوونځیو تړل کیدو دافغانستان اقتصاد ته 500 ملیونه ډالره زیان رسولی


يونيسف وايي د ثانوي زده کړو څخه د جينکو بې برخې کولو په تیر يو کال کې د دغې هېواد اقتصاد ته لږ تر لږه 500 ملیونه ډالره زیان رسولی دی
يونيسف وايي د ثانوي زده کړو څخه د جينکو بې برخې کولو په تیر يو کال کې د دغې هېواد اقتصاد ته لږ تر لږه 500 ملیونه ډالره زیان رسولی دی

د متحده قومونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې يونيسف په خپلې وروستۍ تجزيه کې ويلي چې په افغانستان کې جينکۍ د ثانوي تعليم د حق نه محرومول د هېواد په داخلي ناخالصو توليداتو يا په جي ډي پي کې د 2.5 فيصده کموالي سبوب دی۔

اداره وايي که چرې موجوده درې ميلينه جينکو دخپل ثانوي تعليم بشپړولو وروسته ملازمتونه پیل کړي وای نو جينکو او مېرمنو به د هېواد په معيشت کې 5۔4 بيلينه ډالره برخه اچولې وه۔

کارپوهان وايي د نجونو پرمخ د تعليم دروازو تړلو سره نه يوازې ددغې هېوا اقتصاد ته زيان رسي بلکې د ټولنې اجتماعي ژوند باندي هم منفي اغېزې کیږي۔

دوی وايي که چرې دا لړۍ دوام لري نو افغانستان به په راتلونکې د ښځينه ملازمينو د کمښت سره مخ شي۔

يونيسف وايي د ثانوي زده کړو څخه د جينکو بې برخې کولو په تیر يو کال کې د دغې هېواد اقتصاد ته لږ تر لږه 500 ملیونه ډالره زیان رسولی دی۔

په افغانستان کې مېشت د اقتصادي چارو ماهر او د پوهنتون استاد ذبيح الله راصد وي او ای ډيوه ته وايي د جينکو په تعليم بندېز نه يوازې اقتصادي برخه اغېزمنه کوي بلکې د ټولنې اجتماعي برخې ته هم زيان رسوي۔

وي او ای ډيوه سره خبرو کې دنوموړي وینا وه" دا جينکۍ په مختلفو برخو کې د وظيفو نیولو څخه محرومه کېږي او هم دغه اقتصاد ته زيان رسوي، په اجتماعي برخه کې هم دا منفي تاثير لري لکه د ښځينه استاذانو، ښځينه ډاکټرانو او ښځينه نرسانو د کمښت سره به مخ کېږو"

د ماشومانو د ملاتړ اداره يونيسف وايي کله چې طالبانو د تېر اګست په 15مه د کابل واک ترلاسه کړو نو په دغه هېواد کې 2۔4 ميلينه ماشومان د سکولونو څخه بهر وو چې 60 فيصده پکې جينکۍ وی۔

طالبانو تېر کال د ستمبر دمیاشتې پر 17مه د هلکانو ښوونځي پرانیستل، خو تر شپږم ټولګي پورته د جينکو سکولونه يې چې د مارچ په 23 پرانستل هم په هغه ورځ يې بيا د تړلو امر وکړو۔

ذبيح الله راصد زياته کړه د طالبانو دا ګام د هغه کورنيو ستونزې هم سېوا کوي کومې چې د معاش ګټلو لپاره سړي نه لري۔

د هغه وېنا وه ښځې کولی شي چې د خپلې کورنۍ نفقي او د خپلو کورنیو مشکلاتو کې هم همکارۍ وکړي

" په افغانستان کې د تېرو 40 کالو نه د زيات جنګ له وجې ډېرې داسې کورنۍ شته چې هغه نارينه نه لري نو چې هغوی نارينه نه لري نو مېرمنې به خپلې کورنۍ ته نفقه څنګه راوړي، نو دا يې لاره نه ده چې جينکۍ د ښوونځيو د تلو نه منعې کړل شي او د زده کړو نه محرومه کړل شي"

يونيسف ويلي که چرې موجوده درې ميلينه جينکو دخپل ثانوي تعليم بشپړولو وروسته ملازمتونه شروع کړي وای نو جينکو او مېرمنو به د هېواد په اقتصاد کې خواوشا 5۔4 بيلينه ډالره برخه اچولې وه۔

د افغان مېرمنو د حقونو فعاله فراح ناز الکوزۍ وي او ای ډيوه ته وايي د جونو په تعليم بندېز سره جينکۍ د خپلو حقونو څخه بې برخې کړی شوي دي۔

هغه وايي کله چې د جونو پرمخ ښوونځي وتړل شي نو هم به کورنی تاوتريخوالی رامنځ ته کېږي، هم به جينۍ په بدو او پېسو کې ورکول کېږي۔

نوموړې وي او ای ډيوه سره خبرو کې دا هم وويل چې د جمهوريت په دوره کې مېرمنو خپل کاروبارونه کول، خپله سرمايه ګزاري به يې کوله نو چې تعليمي ادارې پرې بندې کړل شي څنګه به يوه مېرمن بيا کاروبار وکړل شي؟

په افغانستان کې د پوهنې وزارت ترجمان عزیز احمد ریان د نهې په ورځ دخبري غونډې په مهال ويلي وؤ چې د ښوونځیو تړل عارضي دي۔

هغه زياته کړې وه د میکانیزم د ترتیب او برابرولو په برخه کې پرمختګ شوی دی خو تر اوسه يو غوڅ حل ته نه دي رسېدلي،

د هغه په وېنا هیڅ داسې حقیقت نه دی چې د اسلامي امارت په لوړه او ټیټه کچه دې څوک په شرعي لحاظ د نجونو د تعلیم مخالف وي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG