لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې د افغانستان د مخکیني پوځ د ځینو الوتکو ملکیت اوزبکستان ته سپارلی دی


د امریکې د بهرنیو چارو وزارت وايي د یو ځانګړي پروګرام له لارې یې د افغانستان د مخکیني حکومت د پوځ د ځینو الوتکو ملکیت اوزبکستان ته منتقل کړی دی. د طالبانو حکومت د دې پرېکړې مخالفت کړی دی.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند وي او اې ته په یو ایمیل کې لیکلي دي‌ چې د دغو الوتکو ملکیت د اضافي دفاعي‌ رسد (EDA) د پروګرام له لارې اوزبکستان ته منتقل شوی دی. امریکا د دغه پروګرام له لارې اضافي دفاعي سامانونه نورو بهرنیو هېوادونو یا سازمانونو ته ورکوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د وي او اې د یوې پوښتنې په ځواب کې لیکلي، "د دغې منتقلۍ تړون د ترهګرۍ او نشه يي توکو خلاف د مبارزې او د سرحدي امنیت د زیاتولو په برخو کې د دوه اړخیزې قوي همکارۍ په چوکاټ کې شوی دی".

د 2021م کال په اګست میاشت کې د افغانستان د تېر جمهوري نظام د سقوط په مهال د پوځ لسګونه الوتکې اوزبکستان ته ولېږدول شوې.

د طالبانو د پوځ مشر فصیح الدین فطرت په دې اړه په خپل غبرګون کې ویلي دي چې دا الوتکې د افغانستان دي او د خپل دغه حق د اخیستلو لپاره به له هرې ممکنه لارې کار اخلي. ښاغلي فطرت ویلي:

"اوزبکستان ته هم وایو چې ښه ګاونډیتوب دې په پام کې ونیسي داسې کوم کار دې نه مني چې د بل چا حق یو زورور هغوی ته وبخښي، هیڅکله مونږ ته د منلو نه دی چې یو څوک زمونږ حق یو بل چا ته ورکړي".

د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي هم په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي ‌وو چې د طالبانو حکومت د تاجکستان له حکومته د هغو الوتکو او هلیکاپټرو د بیرته ستنولو غوښتنه کړې چې له افغانستانه دوشنبې ته منتقل شوې دي.

هغه ویلي وو، "تر دې دمه یې نه دي سپارلې،‌ شاید ځینې تحفظات ولري، مګر دا [الوتکې] د افغانستان د خلکو دي، د افغانستان دي او هر وخت چې وي، بېرته به افغانستان ته ستنې کړل شي".

رپوټونه وايي د 2021م کال په اګست میاشت کې کابل ته د طالبانو له ننوتلو څو ساعته وروسته د افغان پوځ یو شمېر غړي له خپلو کورنیو سره یو ځای په شاوخوا 50 الوتکو کې اوزبکستان او تاجکستان ته ولاړل.

تر دې مخکې د امریکا د پوځ یو ویاند راب لودویک ویلي وو چې 46 الوتکې په اوزبکستان او 18 په تاجکستان کې دي،‌ چې وایي په هغوی کې Mi-17 UH-60 هیلیکاپټر او نورې الوتکې شاملې دي، خو بیا هم د دغو الوتکو کره شمېر معلوم نه دی.

په هماغه وخت کې د طالبانو د دفاع وزیر محمد یعقوب تاجکستان او اوزبکستان ته خبرداری ورکړی وو چې د افغانستان الوتکې ته ورستنې کړي. ده له دغو هېوادونو غوښتي‌ وو په دې اړه دې سمدستي اقدام وکړي،‌ ځکه د هغه په خبره هېڅ هېواد حق نه لري چې د افغانستان الوتکې له ځان سره وساتي او یا ترې کار واخلي.

هغه دا هم ویلي‌ وو که دا هېوادونه اقدام ونه کړي، طالبان به یې وکړي او ویلي یې وو له دغو هېوادونو غواړي چې "زموږ زغم ونه ازمېيي" چې بیا تر خپل توان پورې لاس په کار شي.

خو د اوزبکستان چارواکو ویلي دي د افغانستان د مخکیني پوځ الوتکې د امریکې دي او طالبانو ته به ونه سپارل شي.

د اوزبکستان د ولسمشر سلاکار عصمت الله ارګاشف وي او اې ته ویلي وو چې دا الوتکې د امریکې دي‌ او کابل ته به یې منتقل نه کړي، ځکه چې وایي دا الوتکې یې له امریکې سره د یو تړون په بنیاد ساتلې دي او طالبانو ته یې هم دا خبره کړې ده:

ارګاشف چې د افغانستان په چارو کې د اوزبکستان لوړپوړی سفارتکار دی، وویل، " امریکې د دغو الوتکو لګښت ورکړی. هغوی د افغانستان له مخکینی دولت سره مرسته کوله او موږ په دې باور یو چې دا په واشنګټن پورې اړه لري چې له دغو [الوتکو] سره څه کوي".

افغان سیاسي او دفاعي څېړونکي وايي د طالبانو د حکومت د قانوني حیثیت نشتوالی د دې سبب شوی چې امریکا له افغانستان سره د خپلو پوځي مرستو د ملکیت دعوه وکړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG