لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په افغانو مېرمنو د نوو لګیدلي بندیزونو په اړه غونډه کوي


د حجاب په اړه د طالبانو د ورستي فرمان په ضد افغان مېرمنو احتجاجونه کړي دي
د حجاب په اړه د طالبانو د ورستي فرمان په ضد افغان مېرمنو احتجاجونه کړي دي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه له هغه وروسته غونډه رابللې چې طالبانو پر افغان مېرمنو د حجاب نوي بندیزونه لګولي دي.

په ملګرو ملتونو کې د ناروی استازو د دغې ناستې د رابللو وړاندیز کړی و او ټاکل شوې چې د شورا غړي سبا پنجشنبې یا زیارت ورځ د مۍ ۱۲ په افغانستان کې د بشري حالت په اړه خبرې وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د ناروی استازو د معلوماتو په اساس، په دغه ناسته کې به د بشري حقونو وضعیت، د افغان ښځو او نجونو د ازادۍ او پر هغوی د طالبانو د تازه بندیزونو په اړه بحثونه وشي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر یوناما مشرې ډیبرا لاینس د دې موضوع په اړه طالب چارواکو ته خپله اندېښنه څرګنده کړې.

یوناما په یوه ټویټ کې لیکلي: "د طالبانو له مشرتابه سره د دې اونۍ په ناسته کې د ښځو د حقونو د پراخیدو غوښتنه وشوه، نه د کمیدو، د جینکیو پرمخ د متوسطه ښوونځیو د بیا پرانیستلو او په کار او عامه ژوند کې په بشپړه توګه د برخې اخیستو خبرې وشوې. او دا چې افغانستان د راتلونکو ننګونو لپاره هر اړخیزې هڅې ته اړتیا لري".

طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د مۍ پر اوومه اعلان وکړ چې د ښځو لپاره شرعي حجاب رعایت کول فرض او ضروري دی.

په کابل کې ښځو د جبري حجاب په اړه د طالبانو د وروستۍ پرېکړې پر ضد د مې په ۱۰مه پر سړکونو او په کورونو کې دننه احتجاجونه کړي او وایي چادري یا برقع د افغان ښځو حجاب نه دی.

اروپايي ټولنې، ناروی او ملګرو ملتونو پر ښځو د حجاب لازمي کېدو په اړه اندېښنې څرګندې کړي او وایي هر افغان حق لري چې د خپلې خوښې جامې واغوندي.

د طالبانو په نویو لارښوونو کې ویل شوي چې که ښځې حجاب مراعت نه کړي نو سزا به یې د کور نارینو ته ورکړل شي.

د ښځو حجاب جبري کېدو په اړه د طالبانو دامر بالمعروف وزارت تازه حکم پراخ غبرګونونه پارولي او د ځينو هیوادونو په ګډون دامریکا متحده ایالاتو، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، د بخښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو څار سازمان په دې اړه اندېښنې څرګندې کړي دي.

د طالبانو لخوا د حجاب په اړه فرمان تر اوسه واضحه نه دی. په لومړي سر کې د طالبانو د مشرانو لخوا وییل شوي وو چې ښځې به برقه اغوندي ان تر دې چې د برقې رنګ یې هم ورته شین خوښ کړی و، خو څلور ورځې وروسته د طالبانو بل ویاند انعام الله سمنګاني امریکا غږ ته وییلي چې طالبان چیرې هم په افغان مېرمنو دا قدغن یا بندیز نه لګوي چې څنګه حجاب به کوي. خو دا چې ښځې به د خپلو سیمو د دود سره سم ځان پټوي.

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند محمد عاکف مهاجر په یو ویډیویي پیغام کې چې د افغانستان سرکاري خبري ادارې – باختر آژانس – په ټوېټر خپور شوی، وضاحت ورکړی چې د دوی په حکمنامه کې چادري او برقع صرف د حجاب د مثالونو په حیث ذکر شوي، خو مهمه نده چې هرو مرو دې ښځې برقعې یا چادرۍ په سر کړي.

عاکف مهاجر په خپلو خبرو کې وایي: "چادري او برقع هم حجاب دی، او همدا راز دا تور رنګه اسلامي حجاب چې د سیمې په اسلامي هېوادونو کې ترې کار اخېستل کیږي د حجاب دپاره او عربي حجاب بلل کیږي – رنګ یې مهم نده چې که تور رنګ وي او که بل رنګ وي."


  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG