لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

متحده قومونه نه غوښتنه شوي چې د روس د ایراني ډرون په استعمال دې غور وکړي


د اوکراین پوځ دا تصویر شریک کړی چې وايي دا د ایران جوړ ډرون برخه ده
د اوکراین پوځ دا تصویر شریک کړی چې وايي دا د ایران جوړ ډرون برخه ده

امریکې، برطانيي او فرانس د متحده قومونو د سېکیورټي کاونسل یا امنیتي شورا نه غوښتلي چې په اوکراین کې د روس د ایراني ډورن په استعمالولو دې بحث وکړي.

سفارتکارانو د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل د روس د ایراني ډرون جهازونو د ا ستعمال په اړه د اقوام متحده نه خواست شوی چې د اقوام متحده چارواکی دې د شورو، چهارشنبې، په ورځ سېکیورټي کاونسل ته د بندو دروازو په شا معلومات یا بريفنګ ورکړي.

د اوکراین چارواکو ویلي تېره هفته په اوکراین حملو کې چې پکې په سرښار کییف بریدونه هم شامل دي روسي ځواکونو د ایران جوړ شاهد ۱۳۶ نومې ډرون کارولي دي.

په دغه حملو کې ډرون په هدفونو قصداً غورځول شوي دي.

ایران روس ته د ډرون ورکولو خبره ردوي او روس د ایراني ډرون جهازونو د استعمالولو نه انکار کوي.

د اېستونیا د دفاع وزیر هانو پېکار د نهې، سه شنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل هغه ګڼي چې د اوکراین په نورو ښارونو به د ډرون نورې حملې هم کېږي.

هغه وویل اوکراین د نیمې نه زیات ډرون غورځولي دي خو اوکراین په دې لړ کې مرستې ته ضرورت لري.

اوکرایني چارواکو د هوايي دفاعي نظام په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

د اوکراین خارجه وزارت ویلي په تېره یوه هفته کې د ایران ډرون په بجلي ګرونو، د اوبو صفا کولو په کارخانو، رهایشي ودانو، پولونو او په شهري علاقو کې په نورو هدفونو غورځېدلي دي.

په اوکراین کې د روسي ځواکونو مشر د نهې، سه شنبې، په ورځ ویل په جنوبي خېرسن سیمه کې صورتحال ډیر مشکل دی ځکه چې د اوکراین ځواکونه د ملک جنوبي او مشرقي سیمې ماسکو نه بېرته اخیستلو دپاره جوابي حملې کوي.

جنرل سرګی سوروېکین د روس یو سرکاري ټېلې وژن ته وویل په دغه علاقه کې صورتحال ګران دی او د هغه په قول دښمن په خېرسن کې رهایشي ودانۍ او د بنیادي اسانتیاو په اډاڼي حملې کوي.

یادونه: د دې خبر ځیني معلومات د ای پي، اي اېف پي او د روېټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG