لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سیګار رپورټ: په افغان پایتخت کابل کې د طالبانو حملې زیاتې شوي 


د افغانستان بیا ودانۍ د څارنې لپاره د امریکې ځانګړي انسپکټر جنرل جان اېف سوپکو ویلي چې په افغانستان کې د امریکايي ادارو موجودیت کمېدو سره به ددې اهمیت نور هم سېوا شوي چې امریکا او نورې مرستندویه ادارې په دغه جنګ ځپلي ملک کې خرڅ کوونکو پېسو په موثره توګه کتنه وکړي
د افغانستان بیا ودانۍ د څارنې لپاره د امریکې ځانګړي انسپکټر جنرل جان اېف سوپکو ویلي چې په افغانستان کې د امریکايي ادارو موجودیت کمېدو سره به ددې اهمیت نور هم سېوا شوي چې امریکا او نورې مرستندویه ادارې په دغه جنګ ځپلي ملک کې خرڅ کوونکو پېسو په موثره توګه کتنه وکړي

د افغانستان د بیا ودانۍ لپاره د امریکې ځانګړي انسپکټر جنرل یا د سیګار رپورټ وايي‌ افغان پایتخت کابل کې د طالبانو حملې زیاتې شوي چې پکې ګڼ شمېر حکومتي چارواکي، د مدنې ټولنې مشران او خبریالان په نښه شوي دي.

دا په داسې مهال چې د امریکې صدر جوباېډن نوي انتظامیه د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ او طالبانو ترمنځ د تېر کال فرورۍ په میاشت کې لاسلیک شوي د افغان صلحې تړون ته د بیا کتنې پلان لري.

سیګار په خپل رپورټ کې ویلي چې د کال 2020 په اخرۍ دریو میاشتو کې د طالبانو په حملو کې د وړاندې درې میاشتو په نسبت کمی راغلې خو د کال 2019 په دغه هومره موده کې د طالبانو حملې زیاتې شوي.

افغانستان کې د امریکايي ځواکونو لخوا د ورکړل شویو شمېرو ترمخه کابل کې د تېر کال وروستیو دریو میاشتو کې ددې وړاندې درې میاشتو په نسبت د طالبانو حملې زیاتې شوي.

سیګار په جنګ ځپلي افغانستان کې د امریکې لخوا خرڅ کوونکو په اربونو ډالرو ته کتنه کوي.

د نړیوال بېنک ترمخه افغانستان کې په هره کچه کرپشن یا بډې رشوتونه موجود دي چې له کبله یې د حکومت او عام اولس ترمنځ فاصلې زیاتې شوي، نړیوال مرستندویه ادارې یې د مایوسۍ سره مخ کړي او په ملک کې د غربت کچه د 72 فیصد نه زیاته شوې
د نړیوال بېنک ترمخه افغانستان کې په هره کچه کرپشن یا بډې رشوتونه موجود دي چې له کبله یې د حکومت او عام اولس ترمنځ فاصلې زیاتې شوي، نړیوال مرستندویه ادارې یې د مایوسۍ سره مخ کړي او په ملک کې د غربت کچه د 72 فیصد نه زیاته شوې

د سیګار رپورټ وايي‌ طالبانو د دسمبر په میاشت کې افغانستان کې ګڼ شمېر حملې کړي چې پکې په شمالي ولایت بغلان او جنوبي ولایت ارزګان کې په دوه ورځو کې شوې حملې شاملې دي. په دغه حملو کې د افغان امنیتي ځواکونو لږ تر لږه ۱۹ پوځیان وژلی شوي وو.

د سیګار رپورټ ‌ترمخه افغانستان کې د نېټو په مشرۍ کې نړیوال ځواکونو‌ تېر کال د اکتوبر میاشت اولنۍ نېټې نه د دسمبر 31 تمې نېټې پورې 2586 مرګ ژوبلې رپورټ کړي چې پکې 810 وژلی شوي او 1776 ژوبل شوي دي. خو د روان تشدد باوجود افغانستان کې د کال ۲۰۲۰ په آخرې درې میاشتو کې ددې وړاندې د درې میاشتو په نسبت 14 فیصده کمی راغلی.

د امریکاي ځواکونو ترمخه افغانستان کې د کال 2020 په اخریو دریو میاشتو کې د امریکې په هوايي حملو کې زیاتوالی راغلی څوک چې افغان امنیتي ځواکونو ته دفاعي مرسته ورکوي خو د طالبانو او امریکې ترمنځ د صلحې تړون لاس لیک کېدو راهسې امریکې د طالبانو خلاف جنګي حملې ودرولي دي.

نېټو وايي‌ د افغانستان ځانګړي ځواکونو د کال 2020 په اخري درې میاشتو کې ترټولو زیات ځمکني عملیات کړي. نېټو زیاته کړې چې افغان امنیتي ځواکونو د تېر کال په اخري درې میاشتو کې 1152 ځمکني پوځي عملیات کړي چې ددې وړاندې کال د دغه هومره مودې په نسبت یو په دوه دي او ددې وړاندې درې میاشتو په نسبت 4 فیصده زیاتې دي.

د کال 2001 یوولسم ترهګر حملو وروستو امرېکا په افغانستان کې د طالبانو حکومت ختمولو راهسې د افغان حکومت مرسته کوي. د سیګار رپورټ ترمخه امریکا اوس هم هر کال د افغان امنیتي ځواکونو په مرسته باندې 4 ارب ډالره خرڅ کوي.

د امریکې پوځ تېره میاشت ویلي وو چې دوي په افغانستان کې دخپلو پوځیانو شمېره 2500 ته راکمولو هدف پوره کړی دی. د امریکې اعلا پوځي کمانډران د افغان صلحې په اړه د طالبانو په وعدو شک کوي که څه هم پوځي کمان وايي چې دوي افغانستان کې د ځواکونو په اوسنۍ شمېره باندې خپل اهداف ترلاسه کولی شي.

د افغانستان بیا ودانۍ د څارنې لپاره د امریکې ځانګړي انسپکټر جنرل جان اېف سوپکو ویلي چې په افغانستان کې د امریکايي ادارو موجودیت کمېدو سره به ددې اهمیت نور هم سېوا شوي چې امریکا او نورې مرستندویه ادارې په دغه جنګ ځپلي ملک کې خرڅ کوونکو پېسو په موثره توګه کتنه وکړي.

د نړیوال بېنک ترمخه افغانستان کې په هره کچه کرپشن یا بډې رشوتونه موجود دي چې له کبله یې د حکومت او عام اولس ترمنځ فاصلې زیاتې شوي، نړیوال مرستندویه ادارې یې د مایوسۍ سره مخ کړي او په ملک کې د غربت کچه د 72 فیصد نه زیاته شوې.

د نړیوالې مرستندویه ادارې وروستی رپورټ وايي‌ چې افغانستان کې د نیمې نه زیات خلک په کال 2021تم کې د صرف ژوندي پاتې کېدو لپاره مرستو ته ډېر زیات ضرورت لري.

د کرپشن لويي کچې زیاتره افغانان ډېر ځان له کړي څوک چې د اربونو ډالره نړیوال مرستو باوجود د جنګ او زیات غربت په منځ کې ګېر دي. رپورټ‌ وايي افغانستان کې د بې روزګارۍ شرح د کال 2019 د 23.9 فیصد په نسبت د کال 2020 اخر پورې 37.9 فیصد ته زیاتېدو اټکل شوی.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG