لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قطر، جرمني، انډونيشیا، ناروی او ازبکستان په افغانستان کې د ډزبندۍ هرکلی کړی


اشرف غني د ګل/ دوشنبې په ورځ په یو ټویټ کې وویل د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو د طالب قېدیانو د ازادولو هرکلی کړی دی
اشرف غني د ګل/ دوشنبې په ورځ په یو ټویټ کې وویل د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو د طالب قېدیانو د ازادولو هرکلی کړی دی

قطر، جرمني، انډونيشيا، ناروی او ازبکستان په افغانستان کې د اختر په موقع د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د ډزبندۍ هرکلی کړی دی او د امن په لړ کې د وړاندې تګ غوښتنه یې کړې ده.

پنځو واړو ملکونو د اتوار، یکشنبې، په ورځ په یو مشترکه بیان کې وویل د ټولو فریقېنو حوصله افزايي کوي چې په راتلونکو ورځو او هفتو کې په افغانستان کې د مستقل امن ترلاسه کولو دپاره بغیر د څه ځنډ بېن الافغاني مذاکرات شروع کړي.

طالبانو او افغان حکومت د اختر په موقع د اور بند اعلان کړی دی.

افغان صدر اشرف غني ویلي حکومت به یې ۲۰۰۰ طالب قیدیان ازادوي.

اشرف غني د ګل/ دوشنبې په ورځ په یو ټویټ کې وویل د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو د طالب قېدیانو د ازادولو هرکلی کړی دی.

افغان صدر وویل مایک پامپېیو د هغه او عبدالله عبدالله سره یوه ورځ وړاندې په ټېلې فون خبرې وکړې او امریکايي وزیر " د افغان حکومت مننه کړې چې د ۲۰۰۰ طالب بنديوانو ازادولو د زړور عمل دپاره ګام پورته کوي. هغه په دې ټينګار وکړو چې امریکا به د اوږد مهاله اوربند او نېغ په نېغه خبرو دپاره په فريقېنو فشار اچوي."

د سږ کال د فېبرورۍ په میاشت کې د امریکې او طالبانو ترمنځ لاس لیک شوي امن معاهدې د لاندې به افغان حکومت او طالبان به د یو بل قېدیان ازادوي او بیا به بېن الافغاني مذاکرات شروع کېږي چې پکې به د افغان حکومت او د طالبانو استازي هم شرکت کوي.

راپورونه وايي افغان حکومت تراوسه پورې ۱۵۰۰ بنديوان طالبانو خوشي کړي دي.

طالبانو د افغان حکومت لخوا د دوی د ۲۰۰۰ بندیانو د آزادېدو اعلان، "یو ښه ګام" بللی او ويلي يې دي طالبان هم ژمن دي چې د حکومت بندیان به آزادوي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په یو ټویټ کې د ولسمشر غني د دې فیصلې په غبرګون کې، هغه یو ښه ګام وباله او زیاته کړې يې ده چې طالبان هم له خپل اړخه د بندیانو خلاصون ته ژمن دي. خو هغه ندي ویلي چې طالبان به څومره قیدیان آزادی کړي.

قطر، جرمني، انډونیشیا، ازبکستان او ناروي هغه پنځه ملکونه هم دي چې په افغانستان کې د امن دپاره یې کوښښونه او وخت په وخت یې د مکالمو او کانفرنسونو انتظام کړی دی.

د طالبانو سیاسي دفتر هم په قطر کې دی او د امریکې او د طالبانو امن معاهده هم په قطر کې لاس لیک شوي وهږ

په خپل مشترکه بیان کې دغو ملکونو وویل دوی په افغانستان کې د امن دپاره نورې مرستې ته هم تیار دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG