لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان حکومت دامریکا لخوا د افغان پوځ د مالي ملاتړ هرکلی وکړ


د کابل او واشینګټن ترمنځ ستراتیژیک تړون په کال ٢٠١٢ کې صدر براک اوباما او پخواني افغان صدر حامد کرزي لاس لیک کړی و
د کابل او واشینګټن ترمنځ ستراتیژیک تړون په کال ٢٠١٢ کې صدر براک اوباما او پخواني افغان صدر حامد کرزي لاس لیک کړی و

د امریکا متحده ایالاتو لخوا د افغان پوځ د مالي ملاتړله دوام څخه د افغانستان حکومت د هرکلي ترڅنګ وايي چې له ترهګرئ سره د نړیوالې مبارزې په برخه کې د افغان امنیتي سرتیرو مالی ملاتړباید پیاوړی شي.

د افغانستان حکومت وايي د کابل او واشینګټن ترمنځ د ستراتیژیک تړون له مخي له ترهګرۍ دمبارزې او دافغان ځواکونو د تجهیز او روزنې په برخه کې دامریکا مرستې پرځای او اړیني دي.

د افغانستان اوپاکستان لپاره دامریکا ځانګړي استازي ریچرډ اولسن په واشینګټن کې څیړنیزمرکزاتلانتیک شورا ته په وینا کې وویل چې د افغانستان امنیتي سیکتور د پیاوړتیا او تمویل لپاره به له ۲۰۱۸ کال څخه تر ۲۰۲۰ کال پورې هرکال ۳ ملیارده ډالره مرسته کوي.

د امریکا متحده ایالاتو لخوا د افغان ځواکونود مالي ملاتړد اعلان په اړه د افغانستان جهمور رییس اشرف غني د ویاند مرستیال دواخان مینه پال له ډیوه راډیو سره په خبرو کې وویل چې له نړیوالې ترهګرۍ سره د مبارزې او د هغه ستراتیژیک تړون له مخې چي افغان حکومت يې له امریکا سره لري، د افغان ځواکونو د تجهیز او روزني ملاتړمهم او اړین دی.

مرستیال ویاند دوا خان مینه پال وویل"د هغه ستراتیژیک تړون له مخې چې د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ موجود دی ، هرکال له افغان حکومت سره په پوځی او اقتصادي برخوکې ځانګړی مرستې لري.

مونږدامریکا متحده ایالاتو مرستې اوترڅنګ یې د شمالي انتلاتیک تړون یا ناټو مرستې د اوس مهال لپاره دافغانستان امنیتي قواوو په ګټه باندي بولي."

همداراز د جهمور رییس د ویاند مرستیال دواخان مینه پال زیاته کړه ، افغان حکومت له مرسته کوونکو هیوادونو سره پریوې داسې طرحې چې یادې مرستې به له افغان پوځ سره ترکومه دوام ولري ،کار کوي.

دواخان مینه پال وویل "د افغانستان حکومت وخت پرخت باندې له امریکا او متحدینو سره په دې باندې کار کوي چې تر څه وخت پوري د دوی مرستې د افغانستان له امنیتي قواوو سره اړینې او مهمې دي."

په همدې حال کې د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د امریکا د مرستو له اعلان څخه دهرکلي ترڅنګ وویل ،افغان وسله وال پوځ ،روزنی ، تسلیح او تجهیز په برخه کې د نړیوالو مرستو او همکاریو ته اړتیا لري.

جنرال دولت وزیري وویل "د امریکا متحده ایالاتو چې دافغان پوځ د ملاتړ لپاره کومې مرستې اعلان کړي دي ، دا په ځای باندی کار دی ، ځکه مونږ ضروت لرواوحتی له ۲۰۱۷ میلادی کال وروسته هم ځکه د افغانستان اقتصاد تراوسه پورې کاملا په پښو نه دی ولاړ.

د لته له تروریزم سره جګړه ده او دا جګړه د افغانستان نه ده او هغه هیوادونه چې له تروریزم سره په جګړه کې شریک دي باید له افغانستان سره مرسته وکړي ترڅو داجګړه ژر پای ته ورسیږي. نو دامریکا متحده ایالاتو په ځای باندې اعلان کړی او مونږ ورنه مننه کوو."

د امریکا حکومت د افغان پوځ د تجهیز او تمویل لپاره له ۲۰۱۸ کال څخه تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې د هرکال درې ملیونو ډالرو اعلان په داسي حال کې وکړ،چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي نیکو لاس هایسم د هیواد د امنیتی وضعیت په اړه خپل رپوټ امنیت شورا ته وړاندې کړ او له افغانستان یي د نړیوالو مرستو د دوام ملاتړ غوښتنه وکړه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG