د افغانستان د سولي شورا غړي، د طالبانو استازي، د پاکستان، امریکې او د یو شمېر نورو هېوادونو سفارتکاران په افغانستان د سولې او مفاهمت لارې لټولو په غرض په ماسکو کې د جمعې په ورځ خبرې کوي.
د روس د خارجه وزارت ترجمانې ماریه زخاروه د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل د ماسکو په غونډه کې د ١٢ هېوادونو استازي برخه اخلي. ناستې ته د سېکنډ ماسکو فورمېټ کنسلټینشنز یا د ماسکو د صلاح مشورې دویم چوکاټ نوم ورکړی شوی دی.
ترجمانې زیاته کړه چې د ماسکو د غونډې مقصد داسې ماحول جوړول دي چې په دوه اړخیزه او گڼ اړخیزه کچه د مذاکراتو دلارې د افغانستان د مسلې زر تر زره حل راویستل شي.
واشنگټن او طالبانو تېر کال د ماسکو په دغه رنگ غونډه کې د گډون نه ډډه کړې وه.
خو د امریکې خارجه وزارت یا سټېټ ډپارټمنټ د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل د افغان حکومت سره په تماس امریکايي استازی به د ماسکو په غونډه کې د مبصر په حېث شرکت کوي او د خبرو جاج به اخلي.
او طالبانو ویلي د قطر د دفتر پنځه کسیزه پلاوی به د ماسکو په غونډه کې گډون کوي.
د پاکستان د خارجه وزارت ترجمان هم د ماسکو په غونډه کې د پاکستان د نمایندگۍ تصدیق وکړو. د وزارت ترجمان محمد فېصل په اسلام اباد کې د معمول خبري غونډې ته د پاکستان د بند څخه د طالبانو د یو مشر ملا عبدالغني برادر د ازادیدو په اړه وویل چې هغه په افغانستان کې د سولي د کوښښونو په ملاتړ کې خوشی کړی شوی دی.
محمد فیصل وویل ملا برادر "په افغانستان کې د امن او مفاهمت کوښښونو ته تحریک ورکولو دپاره ازاد کړی شو." ملابرادر په کال ٢٠١٠ کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې نیول شوی و.
او د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي د زیارت، چهارشنبې، په ورځ په ملتان کې خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې د امن په لړ کې پاکستان د امریکې مرسته کوي او په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې خصوصي استازي زلمي خلیلزاد د سفر وروسته په دې لړ کې پرمختگ هم شوی دی.
د ماسکو په غونډه کې د افغانستان، پاکستان، امریکا او د طالبانو ترڅنگ چین، ایران، هندوستان، ازبکستان، کرغزستان، تاجکستان، قزاقستان او ترکمنستان هم برخه اخلي.
د افغانستان د سولي عالي شورا پلاوی به د ماسکو په غونډه کې گډون کوي.
د طالبانو ترجمان زبیح الله مجاهد وویل په قطر کې د طالبانو د "سیاسي دفتر" پنځه کسیزه ډله به د ماسکو په خبرو کې شرکت کوی. زبیح الله مجاهد په ټوېټر یو پېغام کې وویل د طالبانو د پلاوي غړي شیرمحمد عباس ستانکزي، مولوي عبدالسلام حنفي، مولوي شهاب الدین دلاور، مولوي ضیاالرحمان مدني او حاجي محمد سهیل شاهین د ماسکو په غونډه کې گډون دپاره روس ته تللي دي.
د روس د خارجه وزارت ترجمانې ماریه زخاروه وویل د غونډې برخه وال به په یو تالار کې د یو میز چاپیره ناست وي او دا د غونډې برخه والو پورې اړ ده چې ایا د یو بل سره نیغ په نیغه خبري کوي او که نا؟
طالبانو په ماسکو کې د افغان حکومت سره د نیغ په نیغه خبرو امکان رد کړی دی.
زبیح الله مجاهد وویل د ماسکو غونډه د بل کوم فریق سره د مذاکراتو دپاره نه ده. طالب ترجمان د ماسکو په ناسته کې د طالبانو د شرکت دفاع وکړه او وې ویل دا به په سفارتي کچه د "اسلامي امارت" دریځ نور هم قوي کړي.
د ماسکو غونډه په داسې حال کې کیږی چې امریکې د طالبانو سره ابتدايي رابطې کړې دي او نژدې موده کې دوو امریکايي استازو، چې پکی زلمی خلیلزاد هم شامل دي، په قطر کې طالب استازو سره لیدلي دي.