لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي چارواکي نن په عرب اماراتو کې د طالبانو سره ویني


د افغانستان اوږدې جګړې سیاسي حل لپاره امریکا چارواکي نن په عرب اماراتو کې د افغان طالبان سره ویني.

یو پاکستاني چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وي او ای ته د ګل په ورځ کیدونکې دغې غونډې پخلی کړی دی. د یادې غونډې انتظام د پاکستان لخوا شوې.

د افغانستان لپاره د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ سلاحکار ښاغلی زلمی خلیلزاد به په دغه خبرو اترو کې د امریکايي ډلې مشري کوي.

د پاکستاني چارواکي په وینا د امریکايي صدر ډانلډ ټرمپ لخوا د پاکستان وزیراعظم عمران خان ته لیکل شوي خط وروسته اسلام اباد په دغه کار کې همکارۍ ته تیار شوی.

د روانې میاشتې په پیل کې صدر ډانلډ ټرمپ په یو خط کې د پاکستان وزیراعظم عمران خان نه افغان طالبان خبرو اترو میز ته راوستو کې مرسته غوښتې وه.

د افغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل یو لنډ پېغام کې وي او ای ته پخلی کړی، د طالبانو د سیاسي ډله به د ګل یا دوشنبې په ورځ د امریکايي چارواکو سره ویني. خو زیاته کړې يې ده په دغه غونډه کې به د کوربه عرب اماراتو تر څنګ د پاکستان او سعودي عربستان ځني غړي هم ګډون کوي.

د جمعې په ورځ د پاکستان وزیراعظم عمران خان په لومړي ځل د افغان طالبانو او امریکايي چارواکو تر منځ کیدونکې غونډې خبره کړې وه. نوموړي د دسمبر په ۱۷مه نېټه یاده کړې وه خو د دغه خبرو اترو د ځاې په اړه يې څه نه وو ویلي.

د تیرې جمعې په ورځ په پېښور کې د پاکستان وزیراعظم ویلي وو چې د واشنګټن لخوا د مرستو د غوښتنې وروسته پاکستان دې ته رضا شوی چې د افغانستان سولې په پروسه کې مرستې وکړي.

په کابل کې د امریکا سفارت د خالي یا شنبې په ورځ د عمران خان د دغه خبرې هرکلی کړی وو. د سفارت لخوا خپور شوي یو بیان کې ویل شوي وو ٫٫ امریکا د پاکستان حکومت لخوا په افغانستان کې د هر قسمه مرستو چې پکې افغان طالبان د خبرو اترو میز ته راوستل هم دي، هرکلی کوي. په بیان کې وړاندې راغلي وو د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي خلیلزاد وړاندې هم د طالبانو په ګډون د نورو اړونده ډلو سره ملاقاتونه کړي او په راتلونکې کې به يې هم کوي.

په خټه افغان زلمی خلیلزاد د افغانستان سولې پروسې په لړ کې دا مهال د سېمه ایزو هیوادونو په سفر دی چې د افغانستان سولې په لړ کې د دغه هیوادونو مرستې ترلاسه کړي. نوموړي د خپل ۱۸ ورځني سفر په لومړیو ۱۴ ورځو کې د پاکستان، افغانستان، روس، ترکمانستان، ازبکستان او بېلجیم سفرونه کړي.

د ستمبر په میاشت کې د خپل کار پیلولو وروسته زلمي خلیلزاد دوه وارې په قطر د طالبانو سره لیده کاته کړي چرته چې وسله وال طالبان خپل سیاسي دفتر لري.

واشنګټن د ډیر وخت راهسې په پاکستان تورونه لګوي چې په خپله خاوره يې د افغان طالبانو مشرانو له پناه ورکړی او د دغه هیواد استخباراتي اداره ايي اېس ايي د طالبانو مرستې کوي. واشنګټن د اسلام اباد نه څو څو وارې غوښتليچې وسله وال طالبان د خبرو اترو میز ته راوستو کې دې خپل رول ترسره کړي.

پاکستاني چارواکي بیا وايي په افغان طالبانو يې هغه شان اثر نه دی پاتې څنګه چې پخوا وو او زیاتوي طالبان دا مهال د افغانستان په لویه برخه کنټرول لري او افغان عسکرو ته يې د جنګ په میدان کې لوې چېلنج جوړ کړی.

د امریکې یو پوهنتون لخوا خپور شوې یو تازه رپورټ تر مخه د افغانستان ۱۷ کلنه جګړه کې نژدې یونیم لک خلک وژل شوي چې پکې عام افغانان، افغان امنیتي عسکر او د وسله والو طالبانو په شمول ۲۴۰۰ امریکایي عسکر هم شامل دي.

د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږدې افغان جګړې باندې واشنګټن د یو ټریلین ډالر نه سېوا مصرف کړی. خو د افغانستان دومره لوې جګړې وروسته هم طالبانو خپل وسله وال فعالیتونه سېوا کړي او دا مهال د نیم نه سېوا برخې یا خو کنټرول لري او یا پرې جګړه روانه ده. ویل کیږي د افغانستان په دغه اوږده جګړه کېکال ۲۰۱۸م تر ټولو خونړی کال دی چې پکې په زیات شمیر کې عام افغانان او افغان امنیتي عسکر وژل شوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG