لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېلس وېلز: امریکا دې د افغانستان مالي امداد کم کړي چې افغان حکومت احتساب ته تیار شي


په کانگرس کې د صدر ډانلډ ټرمپ د افغان تگلارې په موضوع د بحث نه وړاندې د امریکې خارجه وزیر مایک مامپېیو افغانستان ته دغه مالي امداد د نه ورکولو اعلان کړی دی او په افغان حکومت یې د اداري فساد او د شفافیت د کمي الزام لگولی
په کانگرس کې د صدر ډانلډ ټرمپ د افغان تگلارې په موضوع د بحث نه وړاندې د امریکې خارجه وزیر مایک مامپېیو افغانستان ته دغه مالي امداد د نه ورکولو اعلان کړی دی او په افغان حکومت یې د اداري فساد او د شفافیت د کمي الزام لگولی

د جنوبي ایشیا دپاره د امریکې سفارتکارې اېلس وېلز د کانگرس غړو ته ویلي امریکا دې افغانستان سره په مالي امداد کې د ١٦٠ ارب ډالرو کمی وکړي چې دا رنگ افغان حکومت د خپلو شهریانو او د نړیوالې ټولنې احتساب ته تیار شي.

مېرمن اېلس ویلز په واشنگټن کې د کانگرس د استازو ایوان یا هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز د خارجه چارو کمېټۍ غونډې ته د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل افغانستان ته امداد د دې خبرې یقیني کولو دپاره ورکول کېږي چې د افغان حکومت کار بهتر شي او د یو خپلواکه ریاست په ډول د خپلو ذمه واریو پوره کولو صلاحیت ولري.

په کانگرس کې د صدر ډانلډ ټرمپ د افغان تگلارې په موضوع د بحث نه وړاندې د امریکې خارجه وزیر مایک مامپېیو افغانستان ته دغه مالي امداد د نه ورکولو اعلان کړی دی او په افغان حکومت یې د اداري فساد او د شفافیت د کمي الزام لگولی.

مایک پامپېیو وویل "مونږ د هغو خلاف ولاړ یو چې د خپلو عهدو او نفوذ نه کاروي او افغان ولس د خارجي امداد د گټو او د ښه اینده نه محروموي."

امریکې ١٠٠ مېلین ډالر د افغانستان د توانايي په مد کې سرمایه کارۍ او ٦٠ مېلین ډالر د جنگ ځپلې هیواد د امداد دپاره ټاکلې وې.

مایک پامپېیو وویل امریکې به د توانايي منصوبه سر ته رسوي خو د صدر اشرف غني د حکومت دلارې نه ځکه چې حکومت یې "د امریکې د حکومت وسایل په شفافه ډول د انتظام صلاحیت نه لري."

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG